افغانستان

طالبانو هلمند کې د امنيتي ځواکونو تر ټولو ستر کمپ نيولی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند چارواکي وايي، چې طالبانو د نوزاد او ګرشک ترمنځ د دغه ولايت تر ټولو ستر پوځي کمپ نيولی او د رييس ارکان په ګډون لس عسکر يې وژلي دي.

د هلمند جګړې مشر قوماندان جنرال عبدالجبار قهرمان رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د امنيتي ځواکونو ستره قرارګاه «فيضان کمپ» نيولی او د بيا نيولو لپاره يې دوی عمليات پيل کړي دي.

جنرال قهرمان دا ونه ويل، چې دغه عمليات يې کله پيل کړي او څه پرمختګ يې کړی که نه.

د هلمند امنيتي سرچينې وايي، چې طالبانو د درېيمې لوا څلورم کنډک رييس ارکان رحم علي په ګډون لس عسکر وژلي، ګڼ نور يې ټپيان کړي او دغه کمپ اوس هم د طالبانو په لاس کې دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی جنګياليو تېره شپه د ګرشک او نوزاد ولسواليو ترمنځ د انګرک کاريز سیمه کې د ملي اردو ستر کمپ نيولی دی.

د قاري احمدي په وينا د دغې جګړې په ترڅ کې څوارس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، دوه کوماز موټر او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې نيولي، يو ټانک او کوماز موټر يې ويجاړ کړي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، چې د نور افغانستان په پرتله هلمند کې جګړه خونړۍ ده او له مرکزي حکومته يې د بېړنۍ مرستو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x