
هرات: د زعفرانو حاصلات ۲۵ سلنه زیات شوي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د هرات ولایت د کرنې مسوولینو د زعفرانو په حاصلاتو کې د ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د هرات ولایت کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي ویلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د زعفرانو حاصلات ۲۵ سلنه زیات شوي او دا د دهقانانو لپاره طلايي کال و.
احمدي له قوله د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي سربېره سږ کال ۲۵۰ ټنه تخم هم دهقانانو تر لاسه کړی دی چې په هرات کې د کښت سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږدول شوی دی.
د کرنې ریاست مرستیال د معلوماتو پر بنسټ په هرات کې د زعفرانو د کښت ځمکه د تېر کال په نسبت له ۷۵۰ هکتاره څخه زر هکتاره ته رسیدلې او پر دې سربېره د خالص زعفرانو کښت کې هم ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د احمدي په وینا د زعفرانو نرخ په بازار کې لوړ شوی دی او یوه کیلو زعفران له ۱۱۰زره څخه تر ۱۳۰زره افغانیو پورې خرڅېږي.
په عین حال کې د زعفرانو یوه پلورونکي شکور ایثار د هرات زعفران ډير باکیفیته بللي او ویلي یې دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د زعفرانو نرخ کې له ۳۰ تر ۴۰ زره افغانیو پورې لوړوالی راغلی دی.
زعفران بېلابېلې ځانګړتیاوې لري او تر ډيره په درملونو کې استعمالیږي.
زعفران اوسمهال د هرات په انجیل، غوریان، پښتون زرغون، ګزره، زنده جان، کرخ، ادرسکن، شینډنډ او کشک رباط سنګي ولسوالیو کې کرل کیږي چې د دغو ولسوالیو اوسیدونکو د اقتصاد په پیاوړي کولو کې یې مهم رول لوبولی دی.