نظــر

په ټولنه كې د ژورنالستانو رسالت

مخكې له دې، چې په ټولنه كې د ژورنالستانو پر رسالت څه ووايم؛ د ژورناليزم  د معنا او ژورناليزم ته د اړتيا او دا، چې ولې ځينې كسان نه غواړي ژورنالستان په آرام او هوسا زړه تنفس وكړي؛ اړينه ده، چې يو څه پرې وړاندې كړم.

ټولنې ته د پېښو، رپوټونو او څېړنو د وړاندې کولو کړنه خبريالي يا ژورناليزم دى او د فرهنگ معتبرو كتابونو يې  د وسايلو تفسير داسې وړاندې كړى دى:

ژور= نور، روشنايى، دريچه- په ټوكر، لاس، ماشين يا شبكه كې، ژورنال= ورځپاڼه، مجله، ژورنالست= ورځپاڼه ليكونكى، خبريال او خپروونكى، ژورناليزم= روزنامه نگاري او….

بايد ووايو، چې فكر له نور او رڼا ډېره  چټكتيا لري.

ژورناليزم او مطبوعاتو په لومړي ځل د ژوندانه ډگر ته خپله لار په تحريري او مطبوعه بڼه پرانسته. سره له دې، چې د ډېر وخت لپاره راديو، تلويزيون او فلم د اوريدو او ليدود عامه رسنيو په توگه د انساني ذهنيتونو د روښانولو لپاره، چې د ژورناليزم او خبريالۍ رښتينې معنا هم همدا ده، رامنځته شول او گڼ شمېر پوهانو او ليكوالو د دغه كولتوري(فرهنگي) پراخې نړۍ د افادې او بيان لپاره پرله پسې هماغه د مطبوعاتو كلمه كاروله. په دې اړه ان، چې د امريكا ډېر نوميالي ژورنالست، سياسي مبسر، مقاله ليكونكي او يا كالم ليكونكي واتر ليپ من كله، چې د جمعي ارتباطي وسايلو د ارزښت په اړه غږيږي وايي، چې ورځپاڼه او مطبوعات هغه وسايل دي، چې د عمومي افكارو په څرگندولو او د دغو افكارو په اغېزمن كولو كې ډېر ارزښت لري. د نړۍ د جمعي اړيكو د وسايلو د دغه نوميالي شخصيت په عقيده كه د مطبوعاتو كار او دنده حكومت ته وسپارل شي په حقيقت كې پر مطبوعاتو يو ډول سانسور ته قايليږو. آزاد فكر كوونكى په ډېر ټينگار د آزادو مطبوعاتو په آزادۍ عقيده لري، چې دا كار بايد د حكومتونو او په حكومتونو پورې د اړوند ادارو او سازمانونوله واك و ځواك څخه بهر تر سره شي.

ژورنالست او خبريال په هره ټولنه كې د ټولنې د ژوندانه له ځانگړيو ټولنيزو، فرهنگي او سياسي شرايطو سره ډېر كړاوونه او زيانونه زغمي؛ خو خپله لار د آزادۍ او رغونې پر لوري خلاصوي.

دا څنگه؟ دا داسې، چې ژورناليزم، مطبوعات او خبريالي د آزادو، خبيرو، مخكښو، روڼ اندو انسانانو پراخه او هر اړخيزه هڅه او مبارزه ده. په ټولنه كې د خبرولو، روښانه كولو، تعليم وركولو او هوسا ساتنې هيله د همدغو انسانانو له غوښتنو سره تړاو پيداكوي.

د مطبوعاتو لرغونتوب د هڅمنو انسانانو د كار او زيار داستان دى. له يو شمېر ظالمانو، مستبدو روڼ اندو، قاتلانو او غاصبانو له منگولو څخه خلاصون دى.

د خبريالۍ لرغونتوب د هغه ناوړه سلوك حقايق په ډاگه كوي، چې د زر و زور يو شمېر خاوندان د خپلې بقا او پايښت لپاره په څه ډول افكار او وسايل د ځان په گټه كاروي او د ښكېلاكگرو د تبليغ د تريبون په توگه په كار اچول كيږي.

د مطبوعاتو لرغونوالى يو اوږد داستان دى، چې د آزادو او هدفمنو اطلاعاتو له برابرولو سره د انسانانو  تړاو، بدلون او وده روښانه كوي او د ژوندانه د چاپېريال او د ژوندانه له شرايطو سره كار او مبارزې ته لورى وربښي. دغه داستان په علمي او ټولنيزو بېلابېلو برخو كې د انسانانو د افكارو او عقايدو د تحول بهير غالباً په آزاده او ناپېيلې بڼه ثبتوي او د څېړونكيو، پوهانو او نورو مينه والو د استفادې لپاره يې وړاندې كوي.

ځينو څېړونكيو او ليكوالو ژورنالستان (تاريخ جوړوونكي) نومولي دي.  

دا د انسان د  ژوندانه غوښتنه او بلنه ده، چې په نړۍ كې پر روانو چارو او رامنځته كيدونكيو پېښو ځان خبر كړي او د فيل په غوږ كې له هر څه بې خبره او  ويده پاتې نه شي.

د پوهولو، خبرولو او د انسان سترگو او غوږونو ته د شيانو وړاندې كول د سمعي او بصري وسايلو كار دى. كله ، چې انسان د سترگو له لارې څه اخلي او دماغ ته د ليږد له لارې ځان په حالاتو خبروي او كله بيا د غوږ له لارې د پېښو او روانو جرياناتو په اړه معلومات تر لاسه كوي.

په سمعې او بصري وسايلو كې د مطبوعاتو او رسنيو ځاى بې ارزښته نه، بلكې اړين دى؛ ځكه، چې د انساني تفكر او تعقل د پراختيا په لاره كې يې خدمت او چوپړ څرگند او روښانه دى.

په سمعې او بصري وسايلو كې راديو، تلويزيون، سينما، برېښنايي سرچينې، موقوتې او ناموقوتې خپرونې، مجلې، رسالې، كتابونه او نور هر يو ځانته ځانگړى ځاى لري.

د مطبوعاتو او ورځپاڼو ارزښت او اړتيا په دې كې ده، چې د څلورم ځواك په توگه د منلو وړ دي. قانون پر مطبوعاتو هومره اغېز لري لكه څومره، چې يې پر نورو مسلكونو لري؛ خو له مطبوعاتو سره د قانون اړيكه يو څه پېچلې ده.

د دې خبرې دليل دادى، چې په اصل كې د مطبوعاتو آزادي اندازه نه لري؛ حدود يې جوتيدلى نه شي او د رياضي او نورو ساينسي او مثبتو علومو په څير د داسې فورمولونو په چوكاټ كې نه اټكل كيږي، چې په ټولو مطبوعاتي مسايلو، پېښو او خپرونو كې يو شان د پلي كيدو وړ وي.

 تر كومه ځايه، چې قانون له مطبوعاتو سره اړيكه پيدا كوي؛ مخكښ خبريالان مكلف دي، چې درې حقونه په پام كې ونيسي:

•    د افرادو حق.

•    د ورځپاڼه ليكونكيو حق.  

•    د دولت حق.

ځينې وختونه د دغو درې واړو تر منځ ټكر پېښيږي او عدلي محاكم او څارنوالۍ مكلفې شي، چې د دغه راز موضوعاتو په اړوند لازمه څېړنه او قضاوت وكړي.

د قانون او مطبوعاتو په اړه دوه نورې ستونزې هم شته :

•    دا، چې هره ليكنه يو نوښت او ابتكار دى او هم هره موضوع  او هر راپور، خبر، مقاله په څو سبكونو، ژبو او لهجو ليكل كيدى شي. دغه كار پخپله قانون جوړوونكي له ستونزو سره مخ كوي.
•    مطبوعات په ټولو بشري ټولنو كې هڅه كوي، چې ځان د يو څلورم ځواك په بڼه څرگند كړي.

كه د افغانستان پخوانى اساسي قانون په پام كې ونيسو، د ځواك دوه بڼې اړينې كوي:

الف-   له سلطنت څخه د حكومت تفكيك او بېلوالى يا په بله وينا، د افغانستان د وخت په اساسي قانون كې په صراحت يادونه شوې، چې د شاهي كورنۍ غړي د حكومت يا شورا او يا سترې محكمې غړي كيدى نه شي.

ب – بل د دولت د درې گونه ځواكونو(قواوو) تر منځ انفكاك دي. يعنې هر دولت درې اركان لري:

•    اجرائيه ځواك.

•    تقنينيه ځواك.

•    قضائيه ځواك   

 په افغانستان كې د قواوو يو بل ډول هم شته او هغه د مطبوعاتو آزادي او د يوه خپلواك ارگان په توگه د مطبوعاتو رامنځته كيدل دي، چې مطبوعات خپلې موخې ته رسوي؛ ځكه، چې د بېلابېلو قواوو په منگولو كې ښكېل مطبوعات هيڅكله خپل هدف ته ، چې خلكو ته خدمت او د هغو د فكرونو روښانه كول دي پرته له دې رسيدلى نه شي. محصور او ټپ سيوري مطبوعات د خلكو غوښتنې لكه څنگه، چې ښايي نه شي منعكس كولى. دغه راز مطبوعات نه په خلكو كې محبوبيت رامنځته كولى شي او نه خلك غواړي، چې پدغه راز مطبوعاتو خپل او د نورو وخت ضايع كړي؛ ځكه، چې باور پرې نه لري.

د قانون او مطبوعاتو په اړه يو څو بېلگې وړاندې كوو:

–    څه به وشي كه يو ورځپاڼه ليكونكى د يو شريف سړي عكس د يو جنايتكار تر څنگ خپور كړي؟

–    څه به وشي كه  يو ورځپاڼه ليكونكى د يوې ښځې او سړي هغه عكس، چې په يوه ځانگړې ميلمستيا كې يو ځاى اخيستل شوى خپور كړي او هغه  دواړه ښځه او ميړه معرفي كړي؟

–    څه به وشي كه يو ورځپاڼه ليكونكى يو داستان خپروي او په كې د يوه سړي مخفف نوم يادوي، چې لوستونكي يې په لوستلو د هغه سړي بشپړ هويت ته متوجه كيږي او هغه د يو خاين او فاسد په توگه معرفي كوي؟

–    څه به وشي كه يو ورځپاڼه ليكونكى د داسې خبر عنوان په لوړ غږ  ووايي او په وسيله يې خپل اخبار خرڅوي، چې په ټولنه كې د يوه شريف سړي د تشهير سبب گرزي

په پورتنيو ټولو بېلگو كې د مطبوعاتو او قانون تر منځ ټكر پېښيږي.

يو كارپوه ژورنالست او خبريال بايد دې ته ډېره پاملرنه وكړي، چې ځان د قانون په وړاندې ونه دروي.

د ۱۳۴۳ل كال اساسي قانون، چې د بن د جرگې پر بنسټ د انتقالي دورې پرحكومتي فرمان نافذ شوى د مطبوعاتو، فكر او بيان د آزادۍ په اړه په خپله (لومړۍ) ماده كې وايي:

دغه قانون د ۱۳۴۳ل كال د اساسي قانون د ۳۱ مادې د حكم پر بنسټ او د بشر د نړيوال ميثاق د ۱۹ مادې په رعايتولو په هېواد كې د فكر او بيان د آزادۍ د تامينولو او د مطبوعاتو د تنظيم په منظور وضع شوى دى.

د بيان د آزادۍ له حق سره د معلوماتو او اطلاعاتو تر لاسه كول هم يو حق دى، چې ژورنالست ته بايد وركړ شي او د هغه چا په اړه، چې د حق ويلو له كبله له گواښ سره مخ شوى او حتا د ټوپك په شپېلۍ وېرول شوى؛ د هغه په اړه معلومات تر لاسه كول هم د ژورنالست حق دى.

كه څه هم د مطبوعاتو د آزادۍ او هلو ځلو تاريخ د فكر او وينا د آزادۍ په لاره كې د ټولنې له نورو مبارزو سره نږدې اړيكه لري؛ خو بيا هم د فلزي خوځنده توريو له پرمختگ(چې اوس دغه كار كمپيوتري شوى) او د چاپ ماشينونو له په كار اچولو وروسته پيل كيږي. د وخت د سواد او پوهې طلسم، چې د اروپا د واكمنو ټولنو د سياسي او مذهبي نفوذ د له منځه تللو سره  سم مات شو؛ نو خلكو ته د روزنې او پوهنې د لاسته راوړلو لار هم برابره شوه.  

د مطبوعاتو آزادي د وينا له آزادۍ  زېږيدلې او د وينا آزادي د فكر د آزادۍ وړانگه ده.

د وگړيو د فكر په آزادۍ كې، چې د هر وگړي ښكاره حق دى؛ ټول هغه پړاوونه راځي، چې د فكر له څرگندولو نيولې بيا د بل په واسطه د همدغه فكر تر اخيستو پورې ټول رانغاړي.  د فكر او وينا آزادۍ ته، چې د فكر د آزادۍ د پلي كيدو پرله پسې والى دى، يوه گډه ټولنيزه آزادي هم  ويل شوې. د وينا د آزادۍ ارزښت او بڼه د مفاهمې د راز راز الاتو په منځته راتگ او د هغوى د زيات تكامل او ودې پر بنسټ روښانه كيږي.

وروسته له دې د يونانيانو دې گروهې(عقيدې) ته، چې “ حقيقت ته د رسيدو ډېره ښه لار په تېره بيا د اخلاقي او سياسي قضاياوو د حقايقو لاسته راوړلو لپاره ديالكتيكي تگلارې دي” راكښون پيدا شو او د وينا آزادي په لويديځ كې د ډېرې پاملرنې وړ وگرزيده، د وينا له آزادۍ پرته د ديالكتيك تگلارې پكار اچولو امكان نه درلود. دا، چې هره گروهه له خپلې مخالفې گروهې سره مخامخ كړي او د هغو د مثبتو او منفي خواوو په رابرسېره كيدو حقيقت ته ورسيږي.

 په هره توگه يو ژورنالست، چې څومره په ټولنه كې له حقوقو برخمن وي؛ هومره يو لړ وجايب هم لري، چې د خپل رسالت له مخې يې تر سره كړي. په هره وسيله، چې د يوې واقعې په باره كې معلومات تر لاسه كړي او بيا يې د ټولنې د افكارو د روښانه كولو لپاره د هغې افرادو ته وړاندې كړي، چې د قلم عفت په كې ساتل شوى وي؛ ځكه، چې د قلم پر سپيڅلتيا احسن الخالقين سوگند ياد كړىاو فرمايي:

“ن والقلم و ما يسطرون”  زما دې سوگند وي په قلم او په هغه څه، چې قلم يې ليكي.

قلم، چې دومره سپيڅلى دى؛ نو ژورنالست او خبريال يې بايد درناوى وكړي او د ځينو هغو رسنيو په څير، چې د تورتمپاڼو حيثيت لري؛ د غلطو او ناسمو معلوماتو په وسيله د ټولنې د افرادو افكار مغشوش نه كاندي.

يو ژورنالست ته نه ښايي، چې د خبر او راپور د برابرولو په وخت كې د خپل نظر، گوند او ډلې  غرضي ټكي په كې گډ كړي او په دغه توگه د ژورناليزم سپيڅلې دندې ته تاوان ورسوي؛ ځكه، چې خبريال او ژورنالست د راپور په برابرولو كې بيخي ناپېيلى دى او په پېښه كې د داسې دى او هغسې و له ليكلو سره راپور او خبر خپل حقيقت له لاسه وركوي او لاس پوڅى شى ترې جوړيږي، چې داسې بايد ونه شي.

كه دا كار وشي، ژورنالست له قانوني محاكمې سره مخ كيږي او د قاضي په وړاندې يې ټول دلايل تر خاورو لاندې كيږي او زندۍ كوي يې.   

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x