نظــر

د علماوو خلاف دسيسې: د ملايانو بدنامولو تحريک څرنګه شروع شو؟

ليکنه: کامران ملک

قدرمنه وروره او قدرمنې خورې! آیا پوهېږئ چې نن سبا ولې د دینی علماوو او مولایانو پرضد دومره پروپاګند کېږي؟

آیا پوهېږئ چې مولویان ددی ټولنې ستره سرمایه ده خو ځینې کړۍ ددې سرمایې ختمول غواړي؟

دا خو به تاسې ته واضحه وي چې افغانانو انګریزانو ته په کراتو او روسانو ته یو ستر ګذار او ماتې ورکړه او هغوی یې دې ته پرېنښودل ترڅو افغانستان اشغال کړي، پدې جګړو کې د علماوو برخه د هېریدو نده. لدې جنګونو وروسته انګریزان او همفکران یې دی نتیجې ته ورسېدل چې زموږ مخې ته ستر خنډ دیني قشر چې موږ او تاسی ورته مولویان وایو دي. نو دوی ددی قشر څخه وایي .(Prototypeد ځان خلاصولو لپاره نوې طریقې څخه کار واخیست، دې ته پروټوټایپ)

پروټوتایپ کې دوی د مولوي لفظ بندنامولو لپاره په فلمونو کې د ږیرې درلودونکي خلک داخل کړل چې دوی به یې داسې خلک معرفي کول چې دوی ګویا ډېر ساده او نا پوهه خلک دي. ددی ترڅنګ د علماوو په نامه یی ټوکې او کیسې شروع کړې چې د مولانا نصرالدین به تاسې نوم ډېر اورېدلی وي.

د افغان جهاد پر مهال چې د کمونیستانو سره وشو، هغی وخت کې ریګن د امریکا پاچا ؤ د هغه تقریرونه هم که تاسی وګورۍ نو همدارنګه ټوکې او خبرې به یې کولې. د ریګن په دور کې د جیمز بانډ ځینې فلمونه راووتل چې هغه هم د پروټایپ په تصور ولاړ ول. لدې وروسته مزاحیه فلمونو کې د ږیرې درلودونکی او د ساده کالیو والا شخص د وروسته پاتې او بې ږیرې او دریشی والا کس د پرمختللي په توګه ښودل کیده.

پټه دې پاتې نه وي چې د پروټو ټایپ تصور تر فلمونو او مزاحیه ډرامو او فکاهیانو پورې پاتې نشو، بلکې د ماشومانو اذهان هم په همدی خبره ډکول شروع شول او ورته وویل شول چې ږیره او مولوي څخه باید لرې واوسیږئ نو په کارتونو کې هم همدا کارونه شروع شول چې د ږیرې درلودونکو اشخاص وحشت نه ډک او جاهل معرفي کړي.

همدارنګه هندوستان هم پدې هکله له هېچا کم رول ندی لوبولی، هندوستان هم ځینی سریالونه، فلمونه ددی لپاره جوړ کړل ترڅو افغان قوم او دینی قشر نړۍ ته بد معرفي کړي. په بهرني هېوادونو کې که تاسی ځینی د کوچنیانو کتابونه او کتابچې وګورئ، هغه هم له همدی شیانو ډک دي چې د مولوي او د ږیرې والا شخص ګناهګار او بد اشخاص دي او دریشی والا او ږیرخریلي مهذب خلک دي.

ددی اثر اوس مهال هم تاسی په افغانستان کې لیدلای شی، کوم شخص چې ږیره ولري او یا جومات ته یي تګ او راتګ زیات وي او یا ساده کالي اغوندي د حکومتي ادارو لخوا ورته د هغو خلکو په نسبت چې ږیره نلري او پتلون اغوندي د زیات شک په سترګه لیدل کېږي او حتی په هرځای کې تالاشي کېږي هم.

زموږ او ستاسی او د هر تعلیم یافته شخص عقیده باید داسې ووسي چې د یو کس په ظاهر فیصله ونکړو بلکې د هغه اعمال او کردار موږ ته باید مهم ووسي. ږیره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی، کالي د افغانانو پخوانی فرهنګ دی او مولوي زموږ او ستاسې د ټولنې مهم فرد دی، لکه څرنګه چې پرته له ډاکتر، اینجینیر زموږ ټولنه نیمګړې ده همدارنګه پرته له مولوي هم زموږ ةولنه نیمګړې ده. ددیني قشر او عصري علومو ځوانانو ترمنځ درز او لرې والی پیداء کول هم د پردیو دسیسې دي، راځئ چې ددی دسیسې ښکار نشو او که د دواړو قشرونو ترمنځ کومه ستونزه راولاړېږي په خپلو کې یې په خپله حل کړو!

راځئ چې بهرنیان او هغه خلک چې د افغانستان ولس ترمنځ د ژبې، قوم او نسل جګړې جوړول غواړي نور وخت ورنکړو ترڅو زموږ په دین، دینی قشر او افغاني فرهنګ ملنډې ووهي که نه بیا به موږ یو بې فرهنګه او داسې ټولنه واوسېږو چې معنویات او مادیات به دواړه له لاسه ورکړو.

  • لیکوال د اسلام اباد په نړيوال اسلامی پوهنتون کې، د اسلامی بانکدارۍ د ماسترۍ کچې محصل دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا کومه لویه خبره نه ده ، چه څوک د ملایانو او یا اسلامی فرهنګ په ضد شیطانی کړنی تر سره کوی که یی نه کوی نو بیا خو به دشمنان نه وی ، دشمن تل په جګړه کی وی او جګړه کی حلوا نه ویشل کیږی ، ګرم جنګ کی دی په مرمیو وژنی او په سور جنګ کی دی توهینوی او سپکوی ، له دشمنه ګیله کول لیونتوب او حماقت دی ، خو زما ګیله له خپلو ده هغه کار چه دشمنان یی زمونږ سره کوی مونږ ورته زمینه مساعد کړی که مونږ مسلمانان له ویشلو ځانونه وژغورو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx