افغانستان

هارون چخانسوری د ارګ د تشريفاتو رییس ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د محمد نسیم شريفي له دندې ګوښه کولو وروسته محمد هارون چخانسوري د ارګ د تشريفاتو رییس ټاکل شوی دی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ښاغلی چخانسوري په مدیريت کې ۱۲ کلنه تجربه لري او تر دې وړاندې يې په نړیوال بانک کې هم دنده ترسره کړې ده.

محمد هارون چخانسوري وروسته له هغه د ارګ د تشريفاتو رییس وټاکل شو، چې پخوانی رییس محمد نسيم شريفي له دندې وشړل شو.

شريفي څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ولسمشر غني تر مخ د کندهار د ولايتي شورا له رییس سره فزيکي شخړه وکړه، چې د ارګ د خبرپاڼې له مخې دې شخړې پر غني تاثیر وکړ او شريفي يې له دندې ګوښه کړ.

ویل کېږي چخانسوري په استرالیا کې له سیدني پوهنتون څخه په عامه اداره او پالیسۍ کې ماسټري لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

معلومه نه ده چه د جخانسوری تعلیمی کچه او کاری تجربه به هم د هغه بل وزیر صاحب په شان وی چه عمر یی له دیرشو ښکته خو تعلیمی ډګری یی ماستری او کاری تجربه یی پنځه ویشت کلنه وه ، داسی معلومیږی زه له له هیواد بهر اوسیږم د داود دوره کی دکابل پوهنتون کی استاذ ووم ، دوه دری کاله مخکی هیواد ته ستون شوم ، زما د یو همصنفی ملګری سره چه جلال اباد پوهنتون کی استاذ وو میلمه شوم ، خبرو کی یی راته دا هم وویل چه استاذه خپل هیواد ته راشه خپله بخوانی دنده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x