افغانستان

خالد بن ولید عملیاتو دناټو باروړونکي طیاره رانسکوره کړه

 

دکابل په شمال کې د بګرام له سیمې دبي بي سي رابور وایي چې همدانن  په دې سیمه کې دناټو یوه باروړونکي لویه طیاره رانسکوره شوی ده ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې دغه الوتکه مجاهدینو د خالدبن ولید عملیاتو په لړ کې رانسکوره کړې ده ، مجاهد وایي طیاره یې له بګرام اډې څخه دپورته کیدو په وخت ویشتلې  چې وروسته د سه دوکان په سیمه کې راپریوتې .

 

 

د بګرام دلویدلې طیارې په اړه ویل کیږي چې له نسکوریدو سره هم مهال یې اور اخیستی او ټوله عمله یې سوزیدلې ده ناټو ځواکونو تراوسه نه دي ویلي چې په الوتکه کې څو تنه سپاره وو ، وړمه ورځ هم دناټو یوه چورلکه دزابل په شاجوی کې نسکوره شوې وه طالبانو وړمه ورځ دخالدبن ولید په نامه خپل پسرلني عملیات پیل کړل چې ورسره په درست هیواد کې جهادي حملې توندې شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x