دیني، سیرت او تاریخ

تصوف څه ته واي

لیکنه :  قاري حکيم اللّه صابري

په هر علم کې د دريو لانديني امورو پېژندنه ضروري ده:

١ – تعـريف.
٢ – موضـوع.
٣ – غايه او غرض.

د عـلم تصـوف تعـريف:

حضرت امام غزالي رحمه الله فرمايي چې: د تصوف علم تقريباً زر تعريفونه لري، چې له هغو څخه مونږ يواځې يو څو تعريفونه په لاندې ډول بيانوو ، خو حاصل دټولو تعريفاتو دا مقوله ده چې :(مَعْرِفَةُ النَّفْسِ مَا لَـهَا وَ مَا عَلَيْهَا).

(1) صوفي منسوب دى صفى ته، يعنې صوفي منسوب دى اهل د صفى ته، لکه رازي چې منسوب دى راز ته، نو صوفي هغه چاته ويل کېږي چې د اهلِ صفا په صفاتو موصوف وي.

(2) الصُّوفي کَالسَّحَاب يَظِلُّ کُلَّ شَئٍ (صوفي لکه ورېځ داسې دى چې په هر شي باندې سيورى اچوي) نو صوفي هم هرشى د خپل حمايې لاندې راولي.

(3)الصُّوفي کَالاَرْضِ يَمْشِىْ عَلَيْهِ بَـرُّ وَ فَاجِرٌ (يعنې صوفي داسې ده لکه ځمکه چې هر بر او فاجر نېک عمله او بدعمله تګ راتګ ورباندې کوي) نو صوفي هم ځان داسې عاجز کړى وي لکه ځمکه.

(4) الصُّوفي کَالاَرْضِ يُطْرَحُ عَلَيْهَا کُلُّ قَبِيْحٍ وَلاَ يَخْـرُجُ مِنْهَا اِلاَّ کُلُّ مَلِيْحٍ (يعنې صوفي داسې دى لکه ځمکه په ځمکه باندې هر چې قبيح او پليت شى ولوېږي نو ځمکه يې تحمل کوي اونه وځي له ځمکې څخه مګر هر مليح يعنې بهترينه غذا چې قوام د اشرف المخلوقات يعنې انسان د) نو صوفي هم لکه ځمکه د هر ډول کدوراتو برداشت کوي اوبيا په نتيجه کې يې د الله تعالى قُرب بلا کيف ور نصيب کېږي، يعنې دتصوف په وسيله سره په انسان کې انتهايي تواضع پيدا کېږي اود تواضع په ثمره کې الله تعالى دوى ته خپل قُرب يا نږدېکت وربښي، ځکه چې ويل شوي دي(مَنْ تَواضَعَ لله رَفَعَهُ الله).

د علم تصوف موضوع:

د هر علم موضوع هغه څه ته ويل کېږي چې په هغه علم کې د هغه شي له ذاتي عوارضو څخه بحث کېږي، يعنې هغه عوارض چې دغه شي ته د ذات يا مساوي له جهته عارضيږي اويا په واسطه اخصه سره ، نو په علم تصوف کې د حق سبحانه وتعالى له ذاتي صفاتو يا اضافي صفاتو، يا ذاتي اعتباراتو، يا له قرب بلاکيف د سبحانه وتعالى څخه بحث کېږي، نو دعلم تصوف موضوع د الله تعالى ذات دى او د علم شرافت په اعتبار د شرافت دموضوع سره وي ،نو علم تصوف اشرف دعلومو دى، ځکه چې موضوع يې ذات د الله تعالى دى.

د علم تصوف غايه او غرض:

دعلم تصوف غرض د رزيله اخلا قو اِزاله او په حميده اخلا قو متصف کېدل دي. يعنې بېکاره صِفات لکه : بُخُل، عُجب، رِيَاء، حَسَد، حُبُ الدُنيا، کِبر او داسې نور له ځانه ليرې کول او نېک صفات لکه حِلم، صبر، توکل، صِدق، رضاء بالقضاء او داسې نور په ځان کې راوستل د علم تصوف غرض او غايه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

21 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

قاری صاحب صابری السلام علیکم ! وایی کله چه حضرت محمد ص کوم وخت مدینی ته تشریف وړلو ( قیصه می لږه هیره کړی ) د مدینی منافقینو مخکی له مخکی یو ډیر لوی او مجلل مسجد جوړ کړی وو حضرت محمد ص څخه یی په هغه مسجد کی د لمانځه کولو هیله وکړی چه په دغه واسطه به یی شهرت لا زیات شی او بیا به له دغه مسجد هر څه ډول فتنی د مسلمانانو په ضد جوړوی هغه مسجد به د هغو د مسلمانانو په مقابل کی د کفر پخه مورچل جوړه شی . مګر محمد ص چه… نور لوستل »

khalid

محترم قاری صاحب اول سلامونه وروسته له سلامه زه دا غواړم درته ووایم چی د تصوف کلیمه نه له قرآن نه اخذ شوی او نه له حدیث نه تر اوسه ‌ډیرو صوفیانو کوشش کړی چی له قرآن او له حدیث نه دا کلیمه راوباسی ولی ندی توانیدلی او بالاخره یی پخپله پدی اعتراف کړی چی دا کلیمه نه په قرآن کی شته او نه په حدیث کی اما ددی باوجود یی بیاهم له خپل ضد نه لاس نده اخیستی او بیځایه تاویلات یی کړی ولی ددی برعکس د نورو اکثرو اسلامی علومو لکه تفسیر، حدیث، عقاید او فقهی نومونه ټول… نور لوستل »

سید قسیم

محترم قاری صیب پہ لاسونو دی برکت شہ ڈیر شہ معلومات دی لیکلی اللہ پاک دی اجر درکڑی ۰ د بیانزی آؤ خالد پہ نامہ ورونو چی کومے تبصرے کڑی غواڑم دھغی پہ بارہ کے سہ ولیکم لومڑے د بیانزی دا خبرہ چہ ٹول یو مسلمانان یو دا ڈلی پہ اسلام کی نشتہ نو دا خبرہ یی صحیح دہ خو دے تری غلط مطلب اخلی لکہ پہ یو مملکت مختلف ولایتونہ دی آو د ھر ولایت خلک پہ داخل د مملکت کی زانونہ د خپل ولایت پوری منصوبوی لکہ ننگرھاری کابلی لغمانی آؤ دا ٹول د یو مملکت خلک دی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

سید قسیم ورور السلام علیکم ! تر ټولو لمړی د دی اړه وه چه خپلی خبری دی په سلام پیل کړی وی ، سلام اچول موکد سنت دی او فلسفه یی همدا چه د مقابل جانب مینه او عاطفه زیاتیږی . که یو څوک د عوی کوی چه زه انجینر یا ډاکتر یم ، مګر د ډاکتری یا انجینری وینا او تجربه ونه لری د هغه په د خولی په ادعا د هغه د انجینری او ډا کتری تثبیت نه شی کیدی مونږ هم که د اسلامیت دعوی کوو د اسلامیت ځینی ابتدایی صفات چه هغه سلام اچول دی باید… نور لوستل »

سید قسیم

اتمانزی ورور السلام علیکم ستاسی د سلام نہ اچولو اعتراض زہ منم او پہ اڑہ یی بخشنہ درسخہ غواڑم ۰ پہ پیل کی زہ دا وایم چہ زہ د ھغہ سہ مسؤل یم چہ سہ لیکم نہ د ھغہ سہ چہ تہ تری مطلب اخلی۰ زما مطلب ددے خبری سخہ چہ یو سوک زان لغمانی یا کنڑے یا ننگرھارے معرفی کڑی نو دھغوی افغانیت نہ نفی کیژی بلکہ اثبات د افغانیت یی ظاھریژی زکہ ھر سوک پدی پوھیژئ چہ دا د افغانستان حصے دی نہ یو بل ملک ، ھمدارنگہ صوفیہ حنفیہ شافعیہ او داسی نور اسلامیت نہ نفی کوی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سیدقسم صاحب السلام علیکم ! ډیره مننه ، چه دا ځل دی سلام اچول نه دی هیر کړی ، مګر دا ځل دی بیا زمونږ نوم ( اتمانزی ) لیکلی که یی سم ولیکی بده به نه وی د عمر تقاضا به وی په هر صورت …. اصلی مطالب : مونږ باید د خپلو خبرو د لغمانی شپیلی جوړ نه کړو ، په دیر دقت باید مسایلو ولولو چه د تکرار لیکلو مخه ونیول شی . لمړی : د لغمانی او ننګرهاری مثال د سلفیت ، صوفیت ، تشیع ، تسنن او داسی نورو سره د زمکی او اسمان توپیر… نور لوستل »

قاري حکيم اللّه صابري

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته زما د اسلام قدرمندو ورونو ! اولا د ښاغلي قسیم ورور څخه نړۍ ــ نړۍ مننه کوم چه زموږ پر لیکنه یی لا زیاته رڼا اچولي ، محترمو هر یو بیانزي او خالد صاحب لطفاً تاسی مهربانې وکړئ ، اولا د یو موضوع دقیق معلومات کوئ بیا ورباندي تبصره کوي !! په كوم شي باندي چي خبرنه يي تبصري مه ورباندي كوه! ـــــــــــــــــــ وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36] ژباړه: دهغه شي متابعت مكوه كوم چي ته ورباندي علم نلري ، يقينا چي… نور لوستل »

khalid

وعلیکم السلام محترم قاری صاحب اما بعد محترم ما په بی علمی کی ستا په لیکنه تبصره نده کړی ما د تصوف په باره کی د اهل تصوف ډیر مهم او نادر کتابونه لوستلی خو په هغو کتابونو کی می لکه څنګه چی ما تاته پخپله پورته تبصره کی لیکلی هیڅ داسی قانع کوونکی او قطعی او صریح دلیل نده موندلی چی دا ثابته کړی چی د تصوف کلیمه له قرآن او یا حدیث نه اخذ شوی په همدی ډول د حانقاه موضوع هم ده صوفیانو چی د قرآن له کومو آیتونو نه د خانقاو د ایجاد جواز لټولی ما… نور لوستل »

khalid

وعلیکم السلام محترم قاری صاحب اما بعد محترمه ما په بی علمی کی ستا په لیکنه تبصره نده کړی ما د تصوف په باره کی د اهل تصوف ډیر مهم او نادر کتابونه لوستلی خو په هغو کتابونو کی می لکه څنګه چی ما تاته پخپله پورته تبصره کی لیکلی هیڅ داسی قانع کوونکی او قطعی او صریح دلیل نده موندلی چی دا ثابته کړی چی د تصوف کلیمه له قرآن او یا حدیث نه اخذ شوی په همدی ډول د حانقاه موضوع هم ده صوفیانو چی د قرآن له کومو آیتونو نه د خانقاو د ایجاد جواز لټولی ما… نور لوستل »

قاري حکيم اللّه صابري

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته د قدر وړ خالد وروره هیله کوم.چه جوړ به یاست. ښاغلي وروره : زما بره تبصره کی تاته د څلور ایمه وو نظریات او فقه لیکل شوي وه خو متأسفانه تا پر هغوی اقوالو د من البطن لیږ انتقاد کړی چه هغه ماته هیڅ حیثیت نلری ، ستا دغه خبره چه د ایمه وو څخه تلامیذو دا اقوال را نقل کړی نو ورورکه ستا دا نظر دی چه تلامیذو یی استادانو پسی معاذالله دروغ تپلی ؟ هیڅ کله نه اوس به راسو د تصوف لغوی او اصطلاحی تعریف ته چه ایا د شریعت سره سمون… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

ټولو دینی سوداګرو ته !!!! هر هغه فرقه یا نظریه چه په قران او احادیثو کی د هغو یادونه نه ده شوی ، او نه یی په هغه وخت کی شتون درلود هغه غیر اسلامی دی د یهودو دمادی لاسته راوړنو په خاطر جوړی شوی مشرانو ته یی د یهودو له اول ، دوهم ، دریم او داسی نورو لاسو څخه معاشونه او مقامونه ورکول کیږی . الله ج فرمایی وعتصمو بحیل الله جمیعا ولا تفرقو…. (د الله ج په رسۍ ( اسلام او قران ) ټول راټول شۍ تفرقی مه کوۍ ) په دی ایت کی له دی معنی… نور لوستل »

قریشی

زار شم دی تصوفو له اوستادانو څحه چی بشریت ورباندی ښکلی دی تاسو سم پوی شوی نه یاست

نوید ازاد

تصوف یو وخت ښه وو، خلګ ورباندي اداره کیدل، البته اوس کوم د کار شی نه دی، چي جهاد وی، سنګر وي، تصوف ته څه اړتیا ده؟!

قاري حکيم اللّه صابري

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته زما د اسلام ښاغلیو ورونو لطفاً مهربانی وکړي د بطن المختار څخه؛ مکوۍ والله العظیم چه هم دغه ستاسی تعصب او افراط و تفریط بمو د جهنم کندی ته ورسوی. ستا نظریه چه تصوف به د کفر او د غیر مسلم لخوا راوړل سوي وی نو اي اعمي ګله بیا څه فتوی کوي پر ایمة الاربعه وو باندی او د اهل سنت پر منل سوی شیوخو باندی چه هغوی ټول مثبته نظریه د تصوف په اړه لری یا هم خپله صوفیه دی !! او د هغه اولیاء الله متعلق به څه وای چه ولایت د… نور لوستل »

khalid

قاری صاحب محترم یو وار بیا سلامونه تاسو زما د سوال ځواب نده راکړی او په دوهمه تبصره کی مو بیا تکراری خبری کړی دی د کوم چی ما ځواب درکړی دی چی دا اقوال ضیعف او غیرمتعمد دی هم یی نسبت په امام ابوحنیفه(رح) پسی لکه چی ما تاسو ته په پورته تبصره کی توضیح درکړی هم یی په امام مالك (رح) پسی ځکه د مالکی فقه کوم معتمد اولنی کتابونه چی لیکل شوی او د مالکی فقی منبع او ماخذ ده لکه دسحنون، ابن عبدالحکم، ابن القاسم، قاضی اسمعیل او ابن المواز المصری کتابونه په هغو یوه کی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

د کوم عربی تصوفی کتاب څخه دی جوړ شوی دروغ رااخستی ، او یا دی د صوفیانو کوم اخبار رانقل کړی ، تاسی مونږ ته یو صحیه حدیث او یا د قران ایت راته وښوی ، هغه چه رشتینی ایمه دی هغوی به کله هم د وعتصمو بحیل الله جمیعا و لاتفرقو څخه سرغرونه ونه کړی ، د لوړتیا معیار تصوف نه تقوی ده ، تصوف لکه د قادیانیانو ، اخوانیانو ، سلفیانو وهابیانو او داسی نورو حزبیانو ، جمعیتانو او داسی نورو تش په نامه اسلامی ګوندونو په شان د مسلمانانو د ویشلو د پاره یوه فتنه ده او… نور لوستل »

قاري حکيم اللّه صابري

هی هی زما ساده ###### بیانزی کاکو ته مسکین چه د قران کریم یو ایت نسي لیکلۍ نو ته به یی په حقیقت او معنی څه پوه سي !!! .

کوم چه ایمه علماء ورباندی شه پوه دی ته د هغوی ده منی نه ، نو بس بیا تاته دغه یو ایت کاپي ده :
واذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما … !

قاري حکيم اللّه صابري

زما ګران ورور خالد صیب موطا امام مالک د څوهمی پیړۍ کتاب دي ؟؟ چه دهغه څخه یی درته سند راوړم بیابه یی ومني ؟؟؟؟؟

ahmad

بیانزی خو ماته ډیر هوښیار ښکاریده خو داخو سم دمهاجربازار لیونئ ده
و دخدای په غضب ککړه ته چغی دواعتصموا وهی او کار دتفرقی کوی
دا له اسلامه شړل او اسلام ته راوستل خو ستامسولیت نده

الجاج استاذ بیانزی

د مناظری موافقو او مخالفو ورونو السلام علیکم ! صابری صاحب چه ځانته یی د خلکو د باور زیاتولو د پاره د ( قاری ) نوم هم لیکلی ، همدا خپله د اسلامی شعایرو او نومو غلطه استفاده کتیره ګناه ده ، که تاسی رښتونی قاری صاحب وایاست یعنی قران مو حفظ کړی او په معنی یی پوه شوی یاست ، تاسی لیدلی چه مناظرو او یا مفاهمو کی دی نورو ته په توهین سربیره کنځل هم وویل شی یا ولیکل شی . کنځلی له پاسه او ناولتیا له لاندی خارجیږی صرف د خروج لیاری یی سره بیلی مګر کیفیت… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. دلته په نن ټکی آسیا کی چه دومره زورور مُلا صاحبان ناست دی نو حقانیه مدرسه خوشی اسراف کوی چه هر کال یونیم زره طلاب او استادان تولیدوی.بخښنه غواړم شوخی می وکړه. د پورتنیو ټولو وړونو خبری تر ډېره حده سمی او مستندی دی. د صوفی د کلمې ریښه همهغه وړینه جامه ده چه ځینو اصحابو کرامو به د نفس د سرکښ آس د رامولو پخاطر اغوسته البته دا جامه ئې فقط په یوه زُهدی انګېزه په تن کی اچول او د کوم بل فکری- عبادی مکتب د ایجاد نیت ئې نه درلود چه دوې درې پېړۍ وروسته… نور لوستل »

Back to top button
21
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx