
«پاکستان دې د فضل الله وحیدي خلاصون لپاره جدي ګامونه پورته کړي»
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره د هرات پخواني والي په اختطاف اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه یې د نوموړي د خلاصون لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې.
فضل الله وحیدي پرون د جمعې په ورځ د پلازمېنې اسلام اباد مهمې او د امنیت له پلوه محفوظې سیمې ایف-۷ سیکټر څخه ناڅرګندو کسانو وتښتولو چې وروسته افغان سفارت د نوموړي د تښتونې په اړه پولیسو ته خبر ورکړ.
فضل الله وحیدي د ایف-۷/۲ کې د رانا مارکېټ ته څېرمه له خپل لمسي ذبیح الله وحیدي سره یوځای و، چې تور رنګه دوه سیټه ډاټسنې او سپينې ټویټا کرولا څخه ځينې کسان راښکته شول او نوموړی يې په زور موټر کې کښېناوه.
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان څخه غوښتي څو خپلې امنیتي ادارې د ټولو امکاناتو او وسایلو سره په کار واچوي او د تښتوونکو ډلې په پېژندګلوۍ او د وحیدي په خلاصون کې بېړنۍ او جدي ګامونه پورته کړي.
په عین حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د فضل الله وحیدي پر اختطاف اندېښنه څرګنده کړې ده. کرزي ویلي چې نوموړی اسلام اباد ته د انګلستان د ویزې ترلاسه کولو لپاره تللی و.
کرزي له پاکستان غوښتي چې فضل الله وحیدي په خلاصون کې له ټولو امکاناتو کار واخلي. هغه همدا راز له انګلستانه غوښتي چې د افغانانو ته په افغانستان کې دننه په خپل سفارت کې د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي او هغوی بهرنیو هېوادونو ته تلو ته مجبور نه کړي.
پولیس، د فضل الله وحیدي د شتون په اړه ناخبره و
د اسلام اباد پولیس په پلازمېنه کې د هرات د پخواني والي د موجودیت په اړه ناخبري ښودلې. دوی زیاته کړې چې د فضل الله وحیدي په اړه ورته معلومات نه و او د نوموړې د تښتونې قضیه د اسلام اباد په کوهسار حوزه کې ثبته کړې ده.
د اسلام اباد پولیسو د پېښې د لاملونو په اړه څه ویل تر وخت مخکې بللي خو څرګنده کړې یې ده چې نوموړی د پيسو لپاره نه دی تښتول شوی.
۶۶ کلن فضل الله وحیدي د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې د کونړ او په ۲۰۱۳ز کال د هرات والي وټاکل شو.