افغانستاننادري ناولده

افغان فیسبوکیانو د هند لومړی وزیر تېرویست

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې۲۴مه ۱۳۹۴ل): د فیسبوک افغان فعالانو د هند لومړی وزیر نریندر مودي پرون هغه مهال تېرویست چې د ګډحکومت ولسمشر د زوکړې د ورځې په اړه يې پوسټونه وکړل.

پرون د فرورۍ په ۱۲مه د فیسبوک افغان فعالانو د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د زوکړې د ورځې په مناسبت پوسټونه وکړل چې وروسته سملاسي هندي لومړي وزیر د دوی په تعقیب اشرف غني ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړه.

خو د نریندر مودي په ځواب کې اشرف غني چې د جرمني په مونیخ ښار کې و، د ټویټر له لارې ولیکل چې که څه هم د ده د زوکړې ورځ د مۍ میاشتې ۱۹مه ده، خو بیا هم ترې دی مننه کوي.

تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې د اشرف غني د زوکړې ناسمې ورځې د مبارکۍ په اړه ټويټ خپله نریندر مودي کړی، که د هغه ټولنیزو رسنیو ګروپ مشر هیرن جوشي چې د نریندر مودي د ټویټر پاڼې مسوول دی.modi and ashraf ghani tweets

نریندر مودي په ټویټر کې ۲۲.۲ میلیونه او اشرف غني ۱۷۶زره فالورز (پیروان) لري او ډیری کسان د مودي په ټویټر غلط شوي هم دي او اشرف غني ته یې مبارکۍ ورکړي.

د ټویټر ټولنیزې رسنۍ یوه هندي فعال د اشرف غني د ټويټ په ځواب کې لیکلي چې دا مهمه نه ده چې ستاسو د زوکړې ورځ کله ده، خو دا چې د دوی «جلالتمآب لومړي وزیر نن لمانځلې، دوی یې هم نن لمانځي».

د ریچارډ ریګو په نوم یو بل تن لیکلي وو چې دا «د هغه کس له‌خوا چې د ستر دیموکرات هېواد ستره څوکۍ یې اشغال کړې ستره نړیواله ټوکه وه».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا مهمه نه ده ،، چه غنی مودی او که مودی غنی تیرویستلی کومه ذهنی مسابقه نه وه ، مهمه دا وه چه مونږ د دوی دواړو تصویرونه کله څنګ په څنګ چه توپير یی سره وکړو ( چه کوم یو ډیر هندو دی ) نه وو لیدلی او س مو ولیدل ، تاسی باور وکړی که څه غنی د مودی سره غبر ګون هیندو معلومیږی مګر ښه چه ورته ځیر شی غنی تری ډیر هندو معلومیږی ، خو زه دا ارمان کوم چه غنی کشکی د هماغه هندو به شان یی د خبل جیب ګټی د خپلو خلکو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x