
طالبان: پکتیکا کې د داعش سره د جګړې پر مهال ډرون الوتکو پر دوی بمباري کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه د درو ورځو دوام وروسته دواړو غاړو ته د درنو تلفاتو په اوښتو سره پای ته رسېدلې.
جګړه چې له یوه پلوه طالبان او له بله پلوه داعش، اربکیان او امریکایان پکې ښکیل وه درې ورځې وړاندې په ګومل ولسوالۍ کې پيل شوه، په جګړه کې د وزیرستان څخه د راغلو داعش وسلوالو تر څنګ اربکیانو هم برخه اخیستي وه.
د جګړې پر مهال امریکايي ډرون الوتکو په طالبانو بمبارۍ کړي او درانه ځاني تلفات یې ور اړولي دي.
د راپورونو له مخې په جګړه کې طالبانو د داعش قومندان عبیدالله هنر وژلی او ځیني سیمي یې د داعش او اربکیانو څخه نیولي. پر دې سربېره د داعش او اربکیانو ځیني نور مهم کسان هم وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د جګړې پر مهال امریکایې بې پلوټه الوتکو ددوی پر ملګرو بمبار کړی چې له امله یې ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
مجاهد زیاتوي چې سیمه اوس ددوی په کنترول کې ده خو امریکایې الوتکي لاهم پر سیمه پروازونه کوي.
د نن اسیا خپرونې کار کونکو څخه مننه ښه معلو ماتۍ خپرونه ده
ځدراڼ
داخبره چه داعشیان څوک او د چا تولید او د چا په ملاتړ د چا په مقابل کی جنګیږی د لمر په شان روښانه شوی ، داعش د سپتمبر د یوولسمی د فاجعی او فتنی په شان فاجعه او فتنه ده چه د اسلامی نړی د کوبولو د پاره یی د سپتمبر د پيشی په شان ابتکار شوی ، ښه مثال یی هغه وو چه سوریه او عراق کی چه د روسانو د سده ماشو لاندی راغلل امریکا ورته د ملګری ملتو په نوم بسونه راولیږل له هغه ځایه یی په ډیر درناوی او مصونیت لیری کړل مونږ پکی یو… نور لوستل »