افغانستان

افغانستان کې راډيو يوه پېړۍ ووهله

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم په نړۍ کې لومړی ځل راډيو په نولسمه پېړۍ کې منځته راغله خو په افغانستان کې د دې غږیزې رسنۍ سل کاله پوره شول.

د فبروري میلادي میاشتې ۱۳مه چې د راډیو نړیواله ورځ بلل شوې، په افغانستان کې هم ځينو خبري رسنیو د دې ورځې اړوند خپرونې وړاندې کړي.

که څه هم د ټکنالوژۍ پر پرمختګ سره بېلابېلې چاپي او تصویري رسنۍ هم میدان ته را ووتي خو لا هم راډيو خپل ځای لري.

دغه غږیزه رسنۍ چې په افغانستان کې يې پیل پوره سل کاله وړاندې له «راډيو افغانستان» څخه وشو، اوس کې لسګونه نمونې لري.

په ټول هېواد کې د بهرنیو راډيو ګانو په ګډون شاوخوا ۱۷۷ راډيوګانې خپرونې لري، چې پر پښتو او دري ژبو سربېره پر ګڼو بهرنیو ژبو هم نشرات لري.

د رسنیزو اغېزو په اړه ویل کېږي چې راډیو ځکه لا هم خپل ځای نیولی دی، چې لګښت يې کم او د خبرېدو اسانه وسیله بلل کېږي.

ياده دې وي د ناټو له راتګ سره د هېواد په ټولو ولایتونو او ګڼو ولسوالیو کې سیمه ییزو اف ایم راډيوګانو فعالیت پیل کړ، چې د خپرونو ډېرې برخې يې تفريحي او سندرو ته ځانګړې شوې دي.

په دې وروستیو کې په ځينو ولایتونو کې د علماوو پر شخصي لګښتونو د دیني نشراتو لپاره اف ایم راډيوګانې فعالې شوي دي، چې په کندهار کې تعلیم الاسلام، ننګرهار کې ممبر، کابل کې عالم، اصلاح غږ او په پکتیا کې اذان يې د نمونې په توګه یادولی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x