افغانستان

قاري یوسف احمدي: تیره میاشت په ۸ولایاتوکې دیوې امریکايي ډیپلوماتې په شمول ۴۱داخلي قومندانان وژل شوي

2012 04 15 5111په تیر ۱۳۹۱ ه ش کال کې طالبانو خپل پسرلني عملیات د(الفاروق) په نامه  نومولي وو چې په لړ کې یې دهیواد په مختلفو سیمو کې دبهرنیو ځواکونواو داخلي عسکرو په نظامي مرکزونو ،پوځي قطارونو او پیاده ګزمو باندي  بې شمیره لوي او واړه مخامخ بریدونه او دمځکې لاندي دښخ شویو ماینونو قوې حملې ترسره شوې ،همدا راز دالفاروق عملیاتو په ترځ کې دیرغلګر ائتلاف غړیو،فرانسې،برتانیې ،نوی زیلانډ او بلژیک هیوادونو خپل پوځیان وایستل .

په تیر کال کې ترټولو ډیر اغیزمند بریدونه چې دبهرنیو قواو ملا یې ماته کړه دیرغلګرو په صف کې دنن دنفوذي مجاهدینو مرګونې حملې وې چې یرغلګرعسکر یې له سختې وار خطایي او اندېښنې سره مخ کړي وو.

سږ کال طالبانو خپل تازه پسرلني عملیات دخالد بن ولید په نامه اعلان کړي چې له پیل نه یې ایله درې ورځې تیرې شوې په تیرو درو ورځو کې یې ترټولو غټ او کاري برید تیره ورځ دبګرام هوایي ډګر ته څیرمه په لویه ټرانسپورټي الوتکه برید وو چې ۸تنه امریکايي عسکر په کې ووژل شول ،دځینو ناتایدشویو راپورونو لمخې ویل کیږي چې په الوتکه کې ترشلو زیات کسان وژل شوي.

دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼې کې دالفاروق عملیاتو دحسن اختتام او دخالد بن ولید دښه اغاز په اړه یادونه کړې . دخبر پاڼې یوه کافي نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې چې کټ مټ یې په لاندي ډول نشر ته سپاري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د (الفاروق ) په آخرنۍ میاشت کي دافغانستان په ۸ولایاتو کي دیوې امریکا یي ديپلوماتې په شمول ۴۱ داخلي  قوماندانان او   دولتي منسوبین ووژل شول

 دافغانستان داسلامي امارت له لوري چي پر خارجي او داخلي دښمن د(الفاروق)عملیاتو په  لړ کي کوم بریدونه تر سره شول په کافي توګه یې ددښمن ملا ورماته کړه چي نه یې سفارتونه نه یې قرارګاوي او بیسونه نه یې ولایات او نور دولتي ارګانونه او نه یې هم کروانونه په امن پاتې شول سربیره پردې یې دولتي لوړ پوړي اشخاص او دولتي منسوبین هم تر بریدونو لاندي ونیول شول چي څوک یې ووژل شول او څوک یې له مؤثر فعالیت نه وغورزیدل چي دادۍ په آخرنۍ میاشت کي یې په مختصر ډول دوژل شویو نوم لړ چي موږ یې دنومونو په موندلو بریالي شوي یو تاسوته وړاندې کوو چي له دې څخه ددښمن تلفات ډیر ښه معلومولای شۍ او پریکنده قضاوت کولای شۍ چي څوک بریالي او څو ک ماتې خوړونکي دي  له الله رب  العزت حخه غواړو چي را تلونکي د (خالدبن ولید)په نوم عملیات مو لا نور هم کفر ځپونکي  ،دبریا وو او لاس ته راوړنو او جنګي ابتکاراتو عملیات وي 

د(الفاروق ) په  آخرنۍ میاشت کي ددښمن وژل شویو افرادو نوم لړ

۱ ماما قوماندان

۲څارنوال  غلام حضرت خان

۳، څارندوال علی احمد خان

۴ ،څارندوال امان الله

۵څارندوال باز محمد

۶، قاضی حاجي محمد

۷،قاضي نور آقا

۸،قاضي  محمد سرور

۹، محررمحمد وزير

۱۰ ،محررعبدالحمید

۱۱،محررحاجي جمعه خان

۱۲،محررامیر محمد

۱۳ ،محررولی محمد

۱۴،محررعبدالغفور

۱۵، محررعزیزخان

۱۶،محررعبدالرحمن/

۱۷ دتروریزم رئیس (تورن)

۱۸ قوماندان عبدالله

۱۹ امریکایي دپلوماته ان ِسمدینگوف  ( Anne Smedinghoff)

۲۰قوماندان رئیس نجیب الله

۲۱قوماندان ارباب امام

۲۲دچورې قوماندان امنیه قیام الدین

۲۳ جنایي امیر حبیب الله

۲۴عبدالسلام

۲۵قوماندان امین

۲۶  قوماندان لالی چي په بریالی مشهور وو

۲۷ عبدالاحد

۲۸قوماندان غلام سخي

۲۹ قوماندان دوست محمد

۳۰ قوماندان محمد

۳۱قوماندان آغارحیم

۳۲ قوماندان رئیس رحمت

۳۳قوماندان ستار

۳۴قو ماندان  (بالاحصار)

۳۵قوماندان رئیس سفر

۳۶ څارندوال قوماندان ارسلان

۳۷قوماندان شیرزاد

۳۸قوماندان عبدالقدیر خان

۳۹قره غولي کي دیوې پوستې قوماندان

۴۰قوماندان دستګیر

۴۱قوماندان ګران آغا

  تفصیل یې لاندي کتلای شۍ

د روان میلادي ۲۰۱۳کال د۴میاشتې په لمړي تاریخ 

دفراه ولایت دپشت کوه مرکز کي دخاد مدیر جان محمد قتل شو

په ۲ تاریخ دهلمند باباجي کي ماما قوماندان سره له ۴ساتونکو په ماین ووژل شو

په ۳ تاریخ دفراه ولایت پر ګڼو دولتي تأسیساتو لکه محکمه ،څارندوالي ،جنایي اوریاست محاکم باندي په تندریزو فدایي بریدونو کي تر ۵۰ زیات دولتي مفسد قاضیان ،قوماندانان او لوړپوړي چارواکي او دخارجیانو ګوډاګیان ووژل شول چي دڅو نومونه یې دا دي + څارنوالان هريو غلام حضرت خان  علی احمد خان،امان الله اوباز محمد قاضيان هريوحاجي محمد نور آقا محمد سرورمحررين محمدوزير ،عبدالحمید حاجي جمعه خان امیر محمد،ولی محمد عبدالغفور عزیزخان عبدالرحمن+

په۴ تاریخ دهلمند ګرشک نهر سراج کي دتروریزم رئیس (تورن) د۲۱ عسکرو په شمول په یوه خونړۍ جګړه کي ووژل شو

په ۵ تاریخ دهلمند نادعلي په ناقل آباد کي دڅلورو تنو نفوذي مجاهدینو له لوري دپوستې قوماندان عبدالله قتل شو

په ۶ تاریخ دزابل ولایت قلات ښار کي دPRTڅنګ ته دملا منیر احمد په فدایي برید کي چي دموټر په توسط یې وکړ دیوې امریکایي دپلوماتې (اني سمډینګوف) Anne Smedinghoff چي دګوډاګۍ ادارې مشر کرزي یې هم له کورنۍ سره غم شریکي وویله اوددې مرګ یې یوه فاجعه وبلله په شمول ۱۳نور خارجي یرغلګر ووژل شول

په ۱۰ تاریخ دغور ولایت چارصده کي قوماندان رئیس نجیب الله او یو ساتونکی ،او دفاریاب پښتونکوټ آق دره کي قوماندان ارباب امام ،او دروزګان ولایت دچورې ولسوالۍ دسرآب په سیمه کي قوماندان امنیه قیام الدین،جنایي امیر حبیب الله او دترینکوټ دامنیه قوماندان مطیع الله اعتمادي کس او مالي عبدالسلام  قتل شول

په ۱۴ تاریخ دسرپل مرکز قلعه سوخته کي اربکی قوماندان امین  او دکندهار ښار دیخوجه کي قوماندان لالی چي په بریالی مشهور وو او دده مرستیال عبدالاحدقتل شول

په ۱۸ تاریخ دفاریاب ولایت پښتونکوټ قلعه نیازبیګ کي قوماندان غلام سخي او قوماندان دوست محمد قتل شول

په ۱۹ تاریخ دهلمند سنګین په پیچ سیمه کي دبازمحمد په فدایي برید کي چي دټونس موټر په توسط یې وکړ ۹خارجیان ووژل شو ل او همداراز دسرپل دصیاد په کمي بازار کي قوماندان محمد قتل شو

په ۲۰ تاریخ دفاریاب دقیصار په بالان غور کي قوماندان آغارحیم  په جمعه بازار کي قوماندان رحمت او په دولت آباد کي قوماندان ستارقتل شول

په ۲۱ تاریخ دهلمن موسا کلا موسازوکي قو ماندان چي نوم یې (بالاحصار)وو اودفاریاب قرمقل کي قوماندان رئیس سفر سره له ۴ساتونکو قتل شول

په ۲۳ تاریخ دفاریاب په پښتونکوټ کي څارندوال قوماندان ارسلان سره له ۶ نورو عسکرو ووژل شو او اسلحه یې غنیمت شوه او همداراز دقیصار په غورجین کي قوماندان شیرزاد قتل شو

په ۲۴ تاریخ دهرات ولایت په چشت  دره ژ جوزک کي قوماندان عبدالقدیر خان چي پخوا پر کور ناست وو او س  تازه اربکي شوی قوماندان وو په کمین  کي ختم شو

په ۲۵ تاریخ دفاریاب  المار قره غولي کي دیوې پوستې قوماندان سره له ۴ عسکرو قتل شو او اسلحه یې غنیمت شوه او همداراز دهلمند نادعلي په نري مانده کي قوماندان دستګیر په یوه نښته کي قتل شو

په ۲۶ تاریخ په روزګان کي دامنیه قوماندان مطیع الله دریم مرستیال  ګران آغا دیوه نفوذي مجاهد له خوا ووژل شو ۴میله وسل یې له ځان سره مجاهدینو ته راوړه ۰

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند

۱۴۳۴ جمادی الثاني ۲۰ هق ۱۳۹۲/ثور/۱۰/هش  2013/4/30م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x