fbpx

نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبډلو کې د تغیير وخت تمدید شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې۲۵مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام اته مستقل غړو ته په نړیوال شل اوریز جام لپاره په لوبډله کې د تغییر او تبدیل لپاره ۸ مارچ پورې وخت ورکړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا ویاند ویلي، هغو لوبډلو ته چې مستقیما د نړیوال جام په دوهم پړاو کې لوبیږي، خپلې خوښې سره سم تر اتم مارچ پورې لوبډله کې تغییر راوستلای شي.

د نوموړي په وینا پاتې نور شپږ لوبډلې نشي کولای چې خپلې اعلان شوې لوبډله کې تغییر راولي.

سږ کال د ۲۰ اورونو نړیوال جام کې ۱۴ لوبډلې ګډون کوي چې له منځه یې شپږ په لومړي پړاو کې لوبیږي او له دوی ۲ لوبډلې دوهم پړاو ته وځي او له اتو لوبډلو (استرالیا، سري لنکا، هند، نیوزیلینډ، غرب الهند [ویسټ انډيز]، پاکستان، جنوبي افریقا او انګلستان) سره بیا لوبېدلای شي.

افغانستان به په لومړي پړاو کې اول لوبیږي او که د ګروپ په سر کې راغی نو دوهم پړاو ته به ووځي.

نړیوال ۲۰اوریز جام د روان کال د مارچ په نهمه په هندوستان کې پیلیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د