نړۍ

پاکستان د ویلنټاین ورځ په لمانځلو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان ولسمشر نن په یوې غونډه کې د ویلنټاین ورځ لمانځل غندلي او ویلي یې دي چې دا د پاکستان کلتور سره هېڅ اړیکه نه لري او باید له لمانځلو یې ځان وژغورل شي.

ولسمشر ممنون حسین نن محصلینو ته په وینا کې وویل چې دا یو غربي رواج دی او د مسلمانانو له کلتور سره تضاد لري.

ممنون حسین دغه وینا په داسې حال کې کوي چې د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې هم ځايي چارواکو د مینې ورځې په لمانځلو بندیز لګولی دی.

د کوهاټ چارواکو تر دې وړاندې دکانداران د ویلنټاین ورځې لپاره د ځانګړو تحفو او کارتونو په خرڅلاو بندیز لګولی و.

د پېښور ځايي حکومت هم د دغې ورځې د لمانځلو خلاف قرارداد تصویب کړی او دا یې بې ګټې بې مانا ورځ بللې ده.

نور ولولئ: ويلنټاين نمانځل که د بې غيرتي او فحشا خپرول

د کوهاټ یو چارواکي نیاز محمد بي بي سي ته ویلي چې د ویلنټاین ورځ لمانځل هېڅ قانوني اصل نه لري، پر دې سربېره د اسلام له دین سره تضاد لري او له همدې کبله يې پر لمانځلو بندیز ولګول شو.

ویلنټاین ورځ په غرب کې د مینې د ورځې په خاطر لمانځل کیږي. په دغه ورځ مینان یو و بل ته تحفې ورکوي او د مینې اظهار کوي. په اسلامي هېوادونو کې غربپال هم دغې ورځې لمانځلو لپاره پراخه هڅې کوي.

د اسلامي شریعت له مخې د دغې ورځ لمانځل ځکه جواز نه لري چې د هلک و انجلۍ تر منځ اړیکې نامشروعې نیول کیږي. پر دې سربېره لسګونه ټولنیزې ستونزې راپورته کوي.

د پاکستان حکومت له لوري په ویلنټاین ورځ بندیز لګول د دغه هېواد د ولسونو لخوا په پراخه کچه ستایل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کوچی

https://archive.org/details/CelebratingValentinsDayPashto.docx
دا کتاب د ولنټاین د ورځی په اړه ژباړل شوی کتاب دی چی ډیر مفید دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x