د خدیجې رضی الله عنها واده

لیکواله: ایمان وردګ

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل تره تر سر پرستۍ لاندې وو او په دې پوی شو چې تره یې یو خو اولادونه ډېر لري او تر څنګ یې اقتصاد هم ډېر کمزوری دی، نو د خپل تره سره د مرستې په موخه د کار کولو په فکر کې شو. خو د کار لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره هیڅ پیسه هم نه وه.

کله چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د تجارت کولو ارادې خبر د مکې تر ټولو زیاتې شتمنې میرمنې بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها ته ورسید،  نو بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې په خپل مال باندې د تجارت کولو بلنه ورکړه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دیانت،  امانت دارۍ،  او رښتینولۍ ستاینې یې له پخوا څخه اوریدلې وې.  له همدې امله یې پرته له کوم فکر او غور، زیات اندازه مال د تجارت لپاره  د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر کړ. او دا یې هم ورته وویل کومه اندازه بدل چې زه نورو ته ورکوم تا ته د هغه دوه برابر درکوم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دا بلنه ومنله او د بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها مال د تجارت لپاره وړلو سره سم یې په هغه کې خورا  زیاته ګټه وکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په دې سودا ګریز سفر کې د بي بي خدیجې غلام مَیسره هم ملتیا کوله. کله چې دوی بیرته مکې ته راستانه شول نوموړي غلام ( میسره)  بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها ته د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نیکو اخلاقو او امانت دارۍ چې خپله یې هم شاهد وو خورا زیات اوصاف بیان کړل.

بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها چې د خپل غلام څخه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ستاینې واوریدې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې په داسـې حال کې د نکاح او واده کولو پیغام ورولیږه چې له دې مخکې د مکې لویو لویو سردارانو د بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها سره د واده غوښتنه کړې وه خو هغې نه وه منلې.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خپلو ترونو ابو طالب او حمزه رضی الله تعالی عنه سره ټاکل شوي ځای ته ولاړ. هلته بي بي خدیجې هم خپل تره عمر بن سعد ته احوال ولیږه تر څو راشي او د هغوی نکاح وتړي ( هغه وخت د بي بي خدیجې پلار وفات وو)  د بي بي خدیجې د تره له راتلو سره سم نکاح وتړل شوه.

دا هغه وخت وو چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک عمر ۲۵ کاله او د بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها عمر ۴۰ کــــــاله وو.

د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) اوښکې – مصنف حافظ عبدالشکور صفحه ۱۹، ۲۰

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یـــوســـف.
میلمه

مننـه ګرانه ایمــان ګله ډیره فه زړه. کیسه ده