افغانستان

تازه خبر: په کاپیسا کې دامریکايي ځواکونو چورلکه رانسکوره شوې

holecopterله سیمې نه په ترلاسه شوي راپور کې ویل شوي نن غرمه مهال دکاپيسا ولایت دالاسای ولسوالۍ اړونده سیمه کې یوه امریکايي چورلکه دطالبانو له لوري په ډزو لګیدلې او راغورځیدلې.په پیښه کې داوښتې مرګ ژوبلې په اړه تردې دمه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې دیادې الوتکې دویشتلو مسولیت په غاړه اخیستی ،نوموړي زیاته کړې چې الوتکه یې دخالد بن ولید دپیل شویو عملیاتو په لړ کې نن ماسپښین درې بجې دالاسای ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دامریکايي ځواکونو یوه جنګي هلیکوپتروویشته هلیکوپترله  ویشتلو وروسته دتګاب ولسوالي کې دامریکايي ځواکونو په پوځي مرکز کې رانسکوره شوه.

په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې دا دوهمه الوتکه ده چې دطالبانو له لوري ویشتل کیږي ،تیره ورځ دبګرام هوايي اډې ته څیرمه یوه ترانسپورتي الوتکه په ډزو وویشته چې له امله یې ۸ تنه امریکايي عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x