ټکنالوژي

جاذبي څپې څه شی دی؟

عبدالحی قانت

حقیقت دا دی چې رب ځینې خلک ډیر لوی هست کړي وي. آینسټاین  هم یو له هغو علماوو دی چې په ۲۰ قرن کې یې د نوي فزیک بنسټ کیښود. آینسټاین ساینس ته د کایناتو په اړه د یو نوي طرز فکر فلسفه وړاندی کړه. نوموړی په ۱۹۰۵ کې The Special theory of Relativity او په ۱۹۱۵ کې The general theory of Relativity  دوه ډیری قوي نظریې وړاندی کړی چې له امله یې ساینس دی ته مجبور کړ چې د کایناتو په اړه د آینسټاین په نظریاتو عملي کار پیل کړي.

له نن نه پوره ۱۰۰ کاله مخکې البرټ آینسټاین د Theory of General Relativity په نوم یوه تیوري وړاندی کړه او آینسټاین دا ویلي وو چې: کاینات له وخت او ځای څخه په عمودي او افقي شکل بڼل شوي جوړ دي، هر کله چې یوه کتله په کایناتو کې له خپله ځایه خوځیږي له کبله یې د کایناتو په هغه ځای کې انحناء رامنځ ته کیږي او ضمنا ددی انحناء له کبله څه څپې هم پیدا کیږي چې د ځمکې په طرف خپریږي. دا څپې د ځمکې په مخ د ډیر کموالي له امله نه احساسیږي. که چیرته په کایناتو کې دوه تور تشیالي چې هر یو یې د لمر لس برابره غټ وي سره یو ځای شي، د یو اتوم ۱٪ ډیامیټر کې بدلون راولي او په ځمکه یې 0.000000000000001 متره بدلون احساسیږي (چې ډیر کم دی)

په کایناتو کې  دوه تور تشیالي (Black holes) له یو بل ګرد څرخي او له دی امله دوی انرجي خارجوي او دا څرخ د وخت په تیریدو سره دا تور تشیالي یو بل ته وړاندی کوي او ضمنا یې سرعت هم زیاتیږي. د ددی دوو تورو تشیالیو سرعت په اخري سانیه کې تقریبا د نور نیم سرعت ته رسیږي (چې دا ډیر زیات سرعت دی)، او پس له هغې دواړه تور تشیالي سره یو کیږي چې له کبله یې ډیره انرجي(د څپو په شکل) خارجیږي. دا انرجي پس له ډیرې مودی زمونږ ځمکې ته رارسیږي چې د مختلفو بدلونونو سبب هم ګرځي.

تیوټن دا ویلي وو چې ځمکه هر شی د جاذبې قوت له امله ځان ته راکاږي، البرټ آینسټاین په ۱۹۱۵ کې دا رد کړه او ویې ویل چې په کایناتو کې داسی قوه شته چې شیان دې ته مجبور کړي تر څو د ځمکې په طرف ولاړ شي.

هغه جاذبي څپې چې اوس په ځمکه احساس شوي له نن څخه 1.3 بیلیونه نوري کاله مخکې د دوو تورو تشیالیو  له یوځای کیدو پیدا شوی وی.

LIGO هغه لابراتوار دی چې په ۱۹۹۲ کې د NSF (National science foundation) په مالي مرسته په امریکا کې د جاذبي څپو د د څیړنو لپاره جوړ کړای شو. یاد لابراتوار د دوه پایپونو څخه جوړ دی چې د انګلیسي د L په شکل سره تړل شوی دی. د ددې پایپونو اوږدالی د ۴ کیلومترو برابر دی. لایګو لابراتوار په ۱۰۰۰ ساینسپوهانو ۹۰ ریسرچ انسټیټیوټونو  چې تقریبا د ۱۴ مملکتونو څخه دي، شامل دی.

هغه جاذبي څپې چې په ۱۱ د فروري یې د مندنې اعلان وشو 1.3 نوري کاله پخوا له دوو تورو تشیالیو له وجې منځ ته راغلې وی چې اوس ساینسپوهانو په ځمکه احساس کړی. ساینسپوهان وايي چې دا څپې د هغو دوو تورو تشیالیو د یوځای کیدو له امله راغلي چې یو یې ۲۹ او بل یې ۳۶ د لمر برابر وزن درلود. د تورو تشیالیو وزن ځمکې ته رارسیدلې انرجي په بنیاد ښودل شوی.

فزیک پوهان په دې نظر دي چې د جاذبې قوه د کایناتو راز دی ، تر څو چې ساینس د جاذبې قوې په اړه معلومات لاسته نه وي راوړي ، نشي کولی د کایناتو په راز پوه شي.

د جاذبي څپو میندنه ساینس پوهان د انساني علومو یوه غټ پرمختګ ګڼي. دا اول ځل دی چې د البرټ آینسټاین General theory of relativityکومه یې چې په ۱۹۱۵ کې وړاندی کړی وه عملا ثابته شوه. دا څپې به له دی وروسته ددی هم سبب شي چې د تورو تشیالیو په اړه ساینس  په مستقیم ډول په آساني معلومات تر لاسه کړي دا هم ویل شوي چې ددی څپو له لاری امکان لري چې ساینس د دنیا د پیدایښت په اړه معلومات تر لاسه کړي.
National science foundation چې د لایګو د تمویل له ټولو لویه مرجع وه په 1.1 بلیونه ډالر دا تجربه سر ته رسولی.

د یادونې وړ ده چې NSF غواړي چې  هند کې یو لایګو لابراتوار جوړ کړي تر څو وکولې شي له دې ځایه هم ددی څپو په اړه څیړنې وکړي.

About the author

لیکوال عبدالحې قانت د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون د بڅرکو د فزیک د څانګې محصل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

قانت صاحب السلام علیکم !ډیره مننه ، الله ج دی ډیر اجرونه درکړی ، زما د پاره دا نوی معلومات ډير تازه او ډیر جالب وو . سره د دی چه زه د فزیک په اړه همدومره معلومات لرم چه په پنځم او اتم ټولګی کی می لوستلی ، له نهم ټولګی وروسته د کرنی شوونځی او پوهنځی ته می مخه وکړه هلته د فزیک علم نه وو ، مګر هماغه چه په بنځم او اتم ټولګی کی می د زمکی د جاذبی قوی په اړه لوستلی وو ، زړه می نه منله ، کوم عقلی او منطقی دلیل نه… نور لوستل »

محمدربی اماج

بسم الله الحمن الرحیم.وسع کرسیه السموات والارض ولا یوده حفظهما وهوالعلی العظیم.صدق الله العظیم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x