افغانستان

ضمیر کابلوف : په لنډ وخت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو څرک نه تر سترګو کیږی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ل): افغان حکومت د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د څلور اړخيزو ناستو په ترڅ کې هيله من دی، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو چانس په لاس ورشي، مګر مرکزي اسيا او افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف د چارواکو د هيلو پر خلاف بيا وايي، چې راتلونکي لنډ وخت کې د طالبانو او حکومت د مخامخ خبرو چانس نه ويني.

ضمير کابلوف پر دې باور دی، چې دی شخصا اوس مهال داسې څه روښنايي نه ويني، د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې دې پيل شي.

افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د روسيې انټرفاکس خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې اوس مهال د خبرو اترو پر ځای کېدای شي افغانستان کې جګړې زياتې شي.

بل پلو د سولې عالي شورا، بهرنيو چارو وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ هيله من دي، چې ډېر ژر به راتلونکي لنډ وخت طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د سولې په اړه د څلور اړخيزې ناستې څلورمه غونډه کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه وټاکل شي.

ټاکل شوې، د سولې اړوند څلور اړخيزه ناسته به د روانې فبرورۍ په ۲۳مه په کابل کې وشي.

طالبانو تر اوسه رسما د څلور اړخيزو ناستو او حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه څه نه دي ويلي، مګر تېره مياشت قطر کې د پګواش غونډې پر مهال د طالبانو د قطر دفتر مشر شېر عباس ستانکزي وويل، چې د سولې او سياسي چارو واک له سياسي دفتر دی او په خپلو پخوانيو شرطونو يې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د بهرنيو پوځيانو تر وتلو افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کيني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x