نظــر

د مورنۍ ژبو نړۍ واله ورځ

ليک : – اورنګزيب کاکړ-

د تورو بنګاليانو  په سپين کردار  نن موږ دغه يوشتمه فروري لمانځو . چي ورته د مورنيو  ژبو نړۍ واله  ورځ  وويل کېږي ـ

پښتو  زموږ مورنۍ ژبه ده،د هر قام خپله ژبه وي او هغه په خپله ژبه فخر کوي او په خپله مورنۍ ژبه کې زدکړې کوي او   پرمخ تګ کوي ، خپلې مورنۍ ژبې ته کار کوي ـ د ژبې اديبان او سياستمداران خپله ژبه مخ ته بياي او غواړي چې ژبه يې د نورو ژبو سياله شي ،نوي نوي تخليقونه  او څېړنې کوي ،له مختلفه  ژبو څخه ژباړې کوي، ژبه د  علم او هنر په زيور پسولي ،د بېلو بېلو علمونو متفرقه کتابونه په خپله مورنۍ ژبه کې ژباړي ـ

زموږ مورنۍ ژبه پښتو هم  دې کار ته اړتيا لري چي څوک په کې  علمي اضافه  وکړي نوي تخليقونه او څېړنې په کې وکړي او  ورته له نورو  ژبو څخه  ژباړې وشي،د ټولو  علمونو کتابونه په کښي و ژباړل شي چي زموږ پښتو ژبه هم  پر مخ  تګ وکړي  او  زموږ نوی نسل په خپله مورنۍ ژبه کې ښه زدکړې تر لاسه کړي ،په هر علم او هنر ښه بر لاسي شي له دنړۍ سره سيال شي په خپله ګټه او تاوان پوه شي.ـ

خو افسوس چې موږ  په  پښتو کې داسې مواد  نه لرو  چې  خپلو  ماشومانو  ته يې  وښيو يا يې بشپړه نصابي ژبه کړو چې  پښتانه ماشومان په خپله ژبه علم او پوه  تر لاسه کړي ـ

يو خو مې  دې ته څوک پرېږدي هم نه چې بشپړه  نصابي  ژبه پښتو کړو ،  له بلې خوا هغه خلک په را کې ژوندي دي چې خپله پښتون وي ،لومړی  ټکی يې هم خپله پښتو  زده کړې وي  لکه ( مور ، پلار،اوبه او ډوډۍ ) خو  بيا هم وايې چې  ( که څوک ماته د پښتو  ږغ  وکړي نو  زما په مغزو کې  ډز وشي ) ـ نو داسې خلګ به  پښتو  ته څنګه پرمخ تګ ورکړي ،څنګه به يې مکمله نصابي  ژبه کړي څنګه به يې د علم اوهنر ژبه  کړي ، هم داسې  خلګ خو  هغه کار هم نه پرېږدي،کو م چې دا مات ګُډ  قام پرستانو   پښتو  ته کړی  وي  دا چې  پښتو  يې د نصاب برخه ګرځولې وي،دوی خو هغه  هم د يو چا د خوشالولو د پاره له نصابه څخه ويسته، نو پښتو به څنګه وده  وکړي ،او بل خوا  د  پښتو زبې اديبانو  هم د  پښتو ژبې د مخ تګ د پاره داسې کار نه دی کړی د کوم چې کمي محسوسېږي يا سړی فخر پری وکړي يا يې په ښه نامه ياد کړي چې پلاني  په نصابي او علمي توګه  پښتو ته کار کړی دی  ـ

پښتو  هغه علمي مواد نه لري چې  پښتو مکمله نصابي ژبه شي ـ  زموږ عام خلګ او پښتانه ملتپاله  وايي، موږ ته دي  تعليم په مورنۍ ژبه کې  راکړل شي ـ که دوی پښتو مکمله نصابي ژبه غواړي نو  د دې د پاره ډېر کار په کار دی،ځکه موږ هغه علمي مواد په خپله پښتو ژبه کې  نه لرو ، د دې د پاره به زموږ اديبان تر ځان ځاني تېريږي ،شپه او ورځ به يوه کوي د بېلابيلو علمونو  مطالعه به کوي هغه علمي کتابونه د نورو  ژبوو  څخه به پښتو ته را  ژباړي ،خپله به د نوي ارزښتمن تخليقونه په پښتو کې کوي دغه رنګه به پښتو هم به د نورو  ژبو  په شان د  علم او هنر ژبه جوړه شي ــــــ

About the author

لیکوال اورنګزيب کاکړ سویلي پښتونخوا کلا سيف الله اوسیدونکی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x