دیني، سیرت او تاریخ

دخاتمې د سمېدلو اسباب (۳) برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

۳:دخاتمې دسمېدلودريم سبب تقوی ده:

قال تعالى : {وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا} (سورة الطلاق:۴)

يعني څوک چي له الله پاک څخه وېره وکړې (الله پاک به)دهغه(په هر)کارکي آساني راولي!!

په دې آيت مبارک کي دتقوی دافائده بيان شوې چي له امله يې  الله پاک دبنده په کارونوکي اسانتيا راولي.

اوکارونه يې عام يادکړي دي په دې کي ددنيااوآخرت ټول کارونه داخل دي.

نوچي دآخرت کارونه دتقوی له امله سمېږي له دې څخه معلومه شوه چي ددغه کس خاتمه سمه شوې  ځکه دآخرت دکارونودسمېدلولپاره اساسي شرط دخاتمې سمېدل دي.

نو دتقوی اوپرهېزگارۍ ډېرکوښښ بايدوشي.

۴:دخاتمې دسمېدلولپاره څلورم سبب تر او داسه وروسته وروستنۍ دُعاء لوستل دي:

عن ابي سعيدقال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:من توضاثم قال : سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ .کتب في رق ثم طبع بطابع فلم يکسرالی يوم القيامة(رواه الحاکم :۵۶۴ج۱،والنسائي في عمل اليوم والليلة ص:۴۳)

له حضرت  ابوسعيدخدري رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:چا چي اودس وکړ، بيايې (داسي)ووايل:

سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ (اې الله!ستالپاره پاکي ده اوستالپاره ستاينې دي.

زه شاهدي ورکوم چي له تاپرته بل څوک دعبادت لائق نشته،له تاڅخه بخښنه غواړم اوتاته توبه باسم)
نوپه يوه کاغذکي به(دادُعاء) وليکل شي اوبيابه ورباندي مُهر ووهل شي چي ترقيامته پوري به مات نه شي .

په بل روايت کي راغلي دي چي الله تعالی به ورباندي مُهرولګوي بيابه ترعرش لاندي پوري پورته کړل شي،نوترقيامته به هغه مهرنه ماتيږي .(حاکم،عمل اليوم والليلة للنسائي)

يعني داکاغذبه بندشي اودقيامت له ورځي مخکي به نه خلاصېږي يعني ده ته به يې ثواب خامخا ورکېږي، له ضائع کېدلوڅخه به خوندي وي.

په دې حديث شريف کي دالله پيغمبرصلی الله عليه وسلم ددې دُعاءدقبلېدلواو انسان ته دده دغه  نيک عمل دثواب ورکول کېدلوزېری ورکړی دی.

له دې څخه داڅرگندېږي چي څوک دغه دُعاءتراوداسه وروسته لولي،دهغه مرگ به پرايمان باندي وي.

ځکه انسان ته دده دعمل ثواب هغه وخت ورکول کېږي چي خاتمه يې سمه اومرگ يې پر ايمان باندي وشي.

۵:دخاتمې دسمېدلوپنځم سبب دادُعاء لوستل دي :اللهم اَحسن عاقبتي في الامورکلها،واجرني من خزي الدنياوالآخرة .

په حديث شريف کي راغلي دي:من کان هذادُعَاءُهُ مَاتَ قَبلَ اَن يُصيبَهُ البَلاءُ(کنزالعمال ص:۸۹ج۲حديث نمبر۳۷۴۸))

يعني څوک چي دادُعاءکوي نودمصيبت ترور رسېدلومخکي به مري.

يعني په ژوندکي به مصيبت ور  ونه رسېږي!!

په دې حديث کي مصيبتونه عام ذکرشوي په دې کي ديني اودُنيوي ټول داخل دي.

نوچي له ټولومصيبتونوڅخه ساتل کېږي معلومېږي چي خاتمه يې ښه  شوې ده

ځکه دخاتمې خرابېدل ترټولو سترمصيبت دی.

نوددې دُعاءدلوستلوهم کوښښ بايدوکړل شي.

(نوراسباب به ان شاءالله تعالی بياوليکو)

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x