نظــر

د امريکايي سناتورانو څرګندوني په څه معني دي؟

حاجي غلام محمد معصومي

په دي وروستويي کي دا سي خبرونه خپريږي چي د هر افغان په ذهن کي ډير سوالونه پيدا کوي او د بلي خوا څخه د افغانانو تيښته د خپل ګران هيواد څخه اوس چي د سولي خبري رواني او افغانان او نړيوان ور ته انتظار کوی امريکايي سناتوران او بهرني سياسي شنونکي دا خبري بي معني بولي او وايي چي سوله نسته دلته به جنګ وي او دا جنګ ورځ تر بلي سختيږي او د نيابتي جنګ خبري اوس عملي ليدل کيږي، خو افسوس په دې جګړه کي بيا افغان بچي مري که هلمند ته امريکايان د جنګ د پاره ځي هلته بیشميره برتانویان له مخکي څخه پراته وو، خو سوله نه راغلل جنګ زيات سو او که بيا دولت د طالبانو په ويشولو خوشحاله کيږي دا په حقيقت کي د جنګ دوام دي او تر اوسه د سولي د پاره اراده نسته هر کله چي اراده نه وي نو بيا خبري د وخت زيان دي.

زه نه پوهيزم چي دولت خپلي پاليسۍ ته ولي توجه نه کوي؟

اوس چي امريکايان د افغانستان په حکومت کي د سياسي خلا خبره کوي دا په دي معني ده چي زموږ نظام چي امريکايانو په مرسته جوړ سوی و، د اولي ورځي څخه د بن د غونډي د شروع دا پلان و چي يو وار به افغانانو ته بيشميره پيسي ور کول کيږي، چي په دې پیسو به زیات کارونه او پلانونه روان وي بيا به د بيکاري او بي امينتي له امله خلګ خپل کورونه پريږدي او د نړيوانو دروازو ته به دیوې ښې ورځي د تیریدو په موخه زارۍ کوي يابه په لاره کي مري او بيا به د مهاجرتوب ژوند په نيم نس تيروي ډير افسوس دي په داسي يو غيور قوم چي د دنيا نقشه يي بدلول نن هغه قوم د ماهيانو خوراک سول او په سمندرونو کي يي مړي ورک وي.

دا هم د امريکايانو هغه پلان و، چي رسني يې ډيري کړي او هغه وخت يي ځانکړي بودجه ورته ورکول او هر خبر خپريدي اوس چي رسني کمزوری سوي او د مخالفينو ږغ او خبر هم نه خپريږي او همدارنکه د سيمي حالات هم سم نه معلوميږي يعني خبر يالان نسي کولاي چي يوې جنګي سيمي ته ولاړسي او هلته د خبر راټولو لپاره امکانات نسته دا په دي معني ده چي د بيان ازادي يي هم دغه خارجانو، چي له ځان سره راوړې وه ترستوني ونیول او هر څه چي خپريږي هغه هم دوي خبروي چي ښه بيلکه يي د هلمند، بغلان، کندزاو ننګرهار جنګونه دي چي نه پای ته رسیږي او نه بنديږي.

د هغه قافلې دي خداي پرده وکړي چي خپل مهار يي د بل په لاس ور کړي اوپه دې باندی خپل راتلونکي ته خوشحالۍ کوي.

پښتانه په دې اړه ډير ښه وايي، چي پردی د چا څه په کیسه کي دی یا د چا کور نه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx