افغانستان

کمپل: د امنیتي ځواکونو ۷۰ سلنه ستونزې د مشرتابه د کمزورۍ له امله دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جنرال جان کمپل وايي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ستونزې پر ډېرېدو دي خو په وينا يې مسوولین يې د رهبرۍ غړي دي.

کمپل وويل چې د امنیتي ځواکونو تر منځ عادي ستونزې ۵۰ سنله موجوده وي، خو د ناسم مدیریت له امله دا ستونزې د جګړې په ډګر کې ۷۰ سلنه ته پورته کېږي.

هغه د خپلو روزل شويو افغان عسکرو د ستونزو یادونه ونه کړه، خو ښايي په جګړه کې ماتې، له جنګې کرښو تېښته، خپل منځي بريدونه، نه همغږې او پر یو بل د اعتماد نشتوالی يې ستونزې ۷۰سلنو ته لوړوي.

کمپل په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو پر دومره لوړه فیصدې ستونزې مني، چې د نوموړي په ګډون د ناټو غړي هېوادونه د افغان عسکرو روزنه او تمویل د خپلې اوږدې جګړې لویه لاسته راوړنه بولي.

جان کمپل چې د ځينو بهرنيو رسنیو په قول دم ګړۍ د افغانستان د دفاع وزارت چارې ترسره کوي، د امنیتي ځواکونو پر ستونزو خواشيني څرګنده کړه او ورسره جوخت يې خبرداری ورکړ چې روان ميلادي کال به د خونړیو جګړو شاهد وي.

کمپل به تر دې وړاندې ویلي و چې ګڼ طالبان سولې ته غاړه اېږدي او په وینا يې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، هغه پخپلو خبرو کې پرطالبانو غږ هم کړی و، چې له تسلیمۍ پرته بله لار نه لرئ، خو تازه خبرې يې ښيي چې د جګړې شدت به هم زور واخلي.

کمپل د افغان عسکرو لباره د ناټو ملاتړ ضروري بولي، خو پر دې سربېره له امنیتي لیکو د عسکرو پرلپسې تېښتې د مخنیوي اړوند يې وویل چې دوی ته باید پر نوبت رخصتي ورکړل شي، نه دا چې یو ځل څو تنه عسکر پښې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

په فارسی کی یو متل دی وایی ( ما چه می ګم و تنبوره ماچه می ګویند ؟) مطلب دا چه زه کومه سندره وایم او تنبوره می څه ساز او سرود راته ږغوی یعنی تنبوره می د سندری سره سازش نه لری یاغی شوی یا زه نه پوهیږم چه د خپلی سندری سره یی څرنګه سمه کړم . د کمپل اوسنی خبره چه اویا فیصده د اردو یا امنیت داخلی ستونزی خپله د هغه امنیت د مشرانو له لاسه دی ، خو خپلی تنبوری ته یی بیا فکر نه دی چه تنبوری یی پرون ویل چه طالبان بی له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x