ټولنیزه برخه

د پروټو ټايپ«پروپاګند» له لارې د خلکو بدنامول يو هنر

ليکوال: اوريا مقبول جان

ژباړن: احمد الله احمدزی

د رابند نات ټيګور کيسه «کابلي والا» د داسې درد، اندېښنو او کرکې په شاليد کې ليکل شوې، چې د هند په ټوله لويه وچه کې د پښتنو پر ضد يو پروپاګند خپور شوی و. دغه تاثر د ۱۸۷۵م له وروستۍ جګړې وروسته انګرېزانو د يو لوی سازش په ترڅ کې خپور کړی دی، که نه له دې وړاندې څو پېړۍ پښتانه د هند په ګڼو ښارونو کې دا خپاره وو، چې د دوی شخصيت د هند د لويې وچې د کلتو او ادب ځلانده ستوری بلل کېده.

د شعر او ادب کوم ستر نوم به وي، چې ريښه او اړيکه يې له افغانستان سره نه وي. د دوی پلرونو او نيکونو، چې له افغانستانه دلته هجرت راوکړ او له دغو نسلونو د هند ستر اديبان لکه داغ، مير، سودا، ذوق، غالب او جوش مليح ابادي پيدا شول، مګر د ۱۸۵۷م د ازادۍ په جګړه کې، چې کومو خلکو د انګرېز پوځ ته مرګوني ګوزارونه ورکړل، انګرېز پرېکړه وکړه، چې د هند امنيت او سوکالۍ لپاره د دغو دوو ډلو بدنامول اړين دي.

لومړی مولوي او دوهم پښتون. مولوي بايد د دې لپاره بدنام شي، چې د ۱۸۵۷م د ازادۍ جګړې فتوا د ډيلي له جامع جوماته د جهاد په شکل خپره شوه او د دغې جګړې مشري يو پښتون جنرال بخت خان کوله. انګرېز تر ټولو لومړی د ازادۍ دغه جګړه د مسلمانانو خپلمنځي جګړې په شکل خلکو ته وروپېژنده، چې د جهاد کلمې سره مسلمانان حساسيت پيدا کړي او له خپله ذهنه يې وباسي.

دا خبره وليم ډارلپل له اوږدې څېړنې وروسته «لاسټ مغل» نومي کتاب کې کړې او دا خبره يې ثابته کړې، چې د ۱۸۵۷م د ازادۍ جګړه يوازې او يوازې مسلمانانو د جهاد په شکل کړې او د ډيلي له فتحې وروسته ډېر وژل شوي خلک هم مسلمانان وو. له همدې امله انګرېزانو د دوو ډلو سپکاوي لپاره ډول ډول خلک ګومارلي وو. يو مولوي او بل پښتون. هند کې د هغو پښتنو پر ضد پروپاګند پیل شو، چې د هند د لويې وچې د بريا، پرمختګ او ښې حکومتدارۍ نابغه ګان وو او د ساري په توګه شېرشاه سوري يادولی شو.

له همدې امله انګرېز د خپلو لاسپوڅو په مرسته پښتون ظالم، بدبخته، بې رحمه او تجاوزګر معرفي کړ او د پښتنو په سپکاوي کې يې ډول ډول متلونه او کيسې هم جوړې کړې. «کابلي والا» کيسه د دغو ټولو جوړو شوو کيسو اومتلونو په ضد کې ليکل شوې وه. يو کابل والا، چې په بازار کې وچه مېوه پلوري، يوه کوچنۍ جلکۍ ورسره بلديږي او دوکاندار پرې د خپلې هغې لور مينه کوي، چې افغانستان کې ده، مګر د جلکۍ مور له دوکانداره په وېره کې وي.

پر دغه کيسه «کابلي والا» د خپل وخت تر ټولو غوره فلم جوړ شوی، چې مشهور کردار يې بلراج ساهني و. په مجموعي توګه يو ولس بدنامول او خلکو په ذهنونو کې يې سپک او له کرکې ډک معرفي کولو لوبې ته «پروټو ټايپ» تصور وايي او انګرېز په دا ډول لوبو کې ډېر غښتلی و. فورټ وليم کالج کې زرګونو داسې کيسې او متلونه جوړ شوي، چې په مجموعي توګه يو قوم بدنام کړای شي، داسې عمل او خوی ورپسې وتړل شي، چې د کرکې وړ وي. پروټو ټايپ تصور لرونکی عمل او خپرول يې د ښکېلاګرو له لوري يو هنرل بلل کيږي.

د سړې جګړې پر مهال روسيه کې د کميونيسټ نظام پر په اړه داسې ډلې پر کار لګيا وې، چې د کميونېزم په اړه به يې ډول ډول لطيفې او کيسې جوړولې او دغسې کيسې او طنزونه به «ريډر ډايجسټ» متعبرې مجلې هم خپرول.

روسيې، چې پر افغانستان يرغل وکړ، هغه مهال امريکا کې د ريګن واکمني وه. تاسې د ريګن ويناوې ولټوئ، نو له دغو کيسو او طنزونو به خامخا يو څه په کې وي. همدا رنګه د جيمز بانډ ټول فلمونه د همدې پروپاګند پر اساس جوړ شوي. اوس هم ښکېلاکګر په پرله پسې توګه داسې کيسې، ناولونه، ډرامې او نور عملونه کوي، چې يوه ځانګړې ډله، کسب او مذهب په اړه کرکه خپره کړي.

سعادت حسن منټو په دې لړ کې تر ټولو مخکې و. ده، چې د هر ملا په اړه څه ليکلي، نو تر شا يې يو شيطان انځور کړی او د کومې ډمې، فاحشې او ناوړه کردار په اړه يې که څه ليکلي، نو د هغه تر شا يې د انسانيت تر ټولو غوره انځور جوړ کړی دی. دغه ډول مراثيانو په اړه وايي، چې ډېره سړېجن دي، د جولا قوم په اړه د جهل او ناپوهۍ خبره عامه شوې. د شيخ سعدي په څېړ ګرځېدلی سړی هم د قومونو په اړه دغه ډول فکر خپروي او افغانان يې په ډېره سپکه لهجه ياد کړي دي.

سعديا روز ازل حسن به ترکان دادند
زلف پيچان کمر نرم به ايران دادند

ناز و انداز و اداختم به زنان هند
جهل و ناداني و جنګ به افغان دادند

سعدي وايي، چې له اولې ورځې حسن ترکانو ته ورکړل شوی، ښکلې زلفې او نرۍ ملا ايراني ښځو ته، د هند ښځو ته بيا نازو و نخرې ورکړل شوي او افغانانو ته يې جهالت، ناپوهي او جګړه‌ييز فکر ورکړی. اصل کې سعدي هم دا مخکنۍ کړۍ د دې لپاره ويلي، چې د افغانانو پر ضد د خلکو کرکه او نفرت راپورته کړي.

ايرانيانو ولې دا کارونه کول، دا يو جلا تاريخي بحث دی او اوس هم دغه لړۍ روانه ده، چې د يو قوم او ځانګړې ډلې د بدنامولو لپاره ښکېلاکګر له هرې وسيلې کار اخلي.

دا کارونه دومره هېښوونکي دي، چې د چا فکر هم دې ته نه رسيږي، چې دا به يو پلان شوی کار وي؛ ځکه دغه د پروپاګند مواد له ښوونځيو نيولې، تر کيسو، انځورونو، کارټونو او شعرونو کې هم خپرېږي او دا خلک، چې د چا خلاف کرکه خپرول غواړي، په ډېر مهارت يې ترسره کوي او په ټولنه کې يې سپکوي. دوی هڅه کوي، چې د چا پر ضد پروپاګند کوي، هغه ته داسې کالي پر تن کړي، چې د سپکاوي وړ وي او داسې شکل ور جوړ کړي، چې د خکلو په نظر کې سپک شي او دا کارونه دوی ډېره په هنري توګه ترسره کوي. تاسې د تاريخ دوو طنزې څېرو ته وګورئ. دو پيازه او نصرالدين. دواړو سره يې د ملا نوم زيات کړی او له دې لارې يې د ټولو ملايانو سپکاوی پيل کړی دی. اوس، خو په ډېر مهارت د ځانګړو ډلو او قومونو سپکاوی کيږي.

له دې وروسته د کارټونو وار راځي، هلته هم په ډېر مهارت د لباس او شکل له لارې د يو قوم او ځانګړې ډلې پر ضد کرکه او نفرت خپريږي او دغه کارټونونه د تدريسي نصاب کتابونو کې ماشومانو ته ښوول کيږي او له دې لارې د راتلونکو نسلونو په ذهنو کې دغه ډول کرکه او نفرت د تل لپاره پاتې وي. تاسې اوس فکر وکړئ، چې ماشومانو «حتا غټانو» ته ږير خريلی او پتلون کړی سړی لوستی، پوهه ښکاري او پرمخ تللی ښکاري او د ولسي کاليو لرونکی جاهل، ناپوه او وروسته پاتې ښکاري.

کله چې تاسې د يو ماشوم په ذهن کې له وړکتوبه د ښه والي او بدوالي، پرمختګ او وروسته پاتې والي تصور د لوبو، ډرامو، فلمونو او پروپاګند له لارې پوخ کړی، نو دا به ټول عمر د دې ماشوم په ذهن کې وي. که ډېر مخکې لاړ نه شو، له تېرو پنځلسو کالو راهيسې، د ترهګري ضد نومې جګړې پر مهال د دوو ډلو پر ضد ډېره کرکه خپره شوه؛ يو ملا او بل افغان. اوس چې د نړۍ هره سيمه کې له هرې امنيتي پوستې تېرېږې، نو ملا او افغان ډېر بې باوره او د پوښتنو وړ بريښي او ټول لامل زموږ په رسنيو کې هغه انځورونه دي، چې د ترهګرو په نوم خپريږي.

دغو کارټونو کې د مدرسې طالب العلم، عالم، يا عام مسلمان داسې انځور شوی وي، چې دا ترهګر دی، نو کوم متدين او په شرع برابر ځوان د هېواد يا د نړۍ هرې سيمې ته د يوې مړۍ ډوډۍ ګټلو په موخه سفر کوي، له کشرانو نيولې تر سپين ږيرو ټول فکر کوي، چې دا هماغه ترهګر دی، چې دوی يې انځور په تلويزون کې ليدلی و.

همدا رنګه که جومات ته تلونکی شپه ورځ نفلونه او تهجد کوي او په خپلو دعاګانو او لمونځونو کې د خپل هېواد لپاره د امنيت او سوکالۍ دعاوې کوي، د چاراکو او خلکو په سترګو کې هغه شکمن دی او کېدای شي له باردو ډک واسکټ يې پر تن وي. دغو پروپاګند خپروونکو ته هغه خلک په نظر نه ورځي، چې بلوچستان کې د خلکو پيژندپاڼې ګوري او وژني يې، د کراچۍ بلديه کارخونې سوځول يې هېر دي، چې سلګونو کارګران يې ژوندي وسوځول.

که انځورګر د دغو خلکو انځورونه هم د رسينو له لارې خلکو ته رسولي وای، نو خلکو به بيا هر پتلون کړی او ږير خريلی شکمن باله او دا ګومان به يې پرې کاو، چې کيمايي مواد ورسره دي او اوس به د کوم مظلوم کور وران کړي. دا «پروټو ټايپ» يا د پروپاګند له لارې د خلکو سپکول يوازې د هغه چا پر خلاف دي، چې په سنتو برابر وي، پر تندي يې د سجدو نښه وي، ولسي يا د پښتنو لباس يې پر تن وي، مګر تاريخ ډېر ظالم دی. تاسې وګورئ، چې د پروپاګند له لارې د چا سپکاوی او توهين شوی، د هغو ولسونو عکس العمل او غبرګون څنګه دی.

د چين خلکو د منګولويانو په اړه د پروټو ټايپ يا پروپاګند له لارې څو پيړۍ منفي تبليغات وکړل، مګر موږ تاسې وينو، چې چنګيز خان په څو ورځو کې دا خلک د ځمکې له سره ورک کړل، د چنګيزخان عسکرو په بيجنګ کې قتل و غارت پيل کړی و او خلکو ته به يې ويل، چې «موږ وحشیان يو، ظالمان او جاهل يو تاسې اوس د خپل پروپاګند زور وګورئ»

د پروټو ټايپ له لارې د خلکو سپکول او توهينول اسانه دي، مګر د دې کار ټولنيز غبرګون بيا ډېر خطرناک او زغمل يې ناشوني دي.

کله چې تاسې يو قوم او ډلې ته د نفرت په سترګه ګورئ او د خلکو په نظر کې يې سپک معرفي کوئ، نو د دغو خلکو غبرګونونه به څو نسله زغمئ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x