په افغانستان کي دملګروملتونوسیاسي دفتر(یوناما)چي له کوم وخت راهیسي دلته فعالیت پیل کړی ،هڅه یې کړې  چي نیواکګروځواکونوته دمشروعیت ورپرانیزي  ، که څه هم ددرغلۍ  اووحشت په هره بڼه اولاره او دنړیوالوبشري حقونواوبین المللي مقراراتوسره څرګندمخالفت  هم وي   .

 په سیاسي ډګرکي خوله یرغلګروڅخه دیوناماننګه لمرغوندي روښانه ده ،خوپه وروستیوکلونوکي یې داشغالګروسره دافغان ولس په وژلواوکړلوکي هم بربنډه مرسته  پیل کړ ې ده ،هغه داچي دنیواکګرودمظالموڅخه دعامه اذهانوداړولوپه موخه په څومیاشتوکي دملکي تلفاتوپه نوم یوراپورخپروي ،

په دغه ډول راپورنوکي په مسلسله توګه  بې له کوم لاسوندڅخه اتیاسلنه مجاهدینوته منسوبوي اوپاته شل سلنه کي څه یرغلګرواودکابل رژیم ټوپکوالوته راجع کوي  اودیوې  برخي پړه  یې بیا پرکوم نامعلوم لوري  اچوي .

طالبانوهرځل دیوناماورته راپورونه ردکړي اوددغه ارګان یوطرفه قضاوت یې بللی دی ،سربیره پردې یې له یوناماوالوڅخه  په پرله پسې ډول غوښتي چي راشئ دملکي تلفاتودپلټني اومخنیوي په منظوریوګډکمیسیون جوړکړوچي دهیوادپه مختلفوسیموکي دولسي وګړودمرګ ژوبلي پلټني وکړي  اومخنیوي ته یې لاري چاري وسنجوي .مګریونامانه یوازي داچي دطالبانوپه یادي شوي غوښتني غوږنه دی ګرولی ،بلکي لاهم په یوطرفه قضاوت سره دخلګوپه سترګوکي دخاوروشندلوهڅوته ادامه ورکوي  .

څه وخت مخکي دیودوست چي دیوناماسره یې کارکړی ایمیل راته ورسید،نوموړي لیکلي ووچي یوناماپه کابل کي دامریکایې سفارت له اجازې پرته هیڅ هم نشي کولای ،کومي طرحي اوراپورونه چي دیوناله ادرسه خپریږي  ټول یې دامریکایې سفارت په فرمان اوفرمایش ترتیب اوبیاد یوناماله خواوړاندي کیږي   .

دیونامادپخواني کارکونکي دپورته ذکرشوي  خبري کټ مټ تائیدمي دجنوري په میاشت کي دبي بي سي په یوراپورکي ولوست ،راپور کابل کي دایساف (یرغلګرو)دمرکزي قوماندانۍ دمرستیال اډم  فینډلي له خولې لیکي  چي   :«تېر(۲۰۱۲)ز،کال په افغانستان کي ۳۵۰۰ملکي وګړي  وژل شوي دي  ،موږته جوته شوې چي دټولوملکي زیانونود۸۴سلني  مسؤل  طالبان دي ،۲سلنه د افغان پوځیانواو۶سلنه دایساف په بریدونوکي رامنځته شوي دي ».

دیرغلګرودیادشوي راپورڅخه څوورځي وروسته یوناماهم دمعمول مطابق دملکي تلفاتواړوندیوراپوروړاندي کړ،دیوناماپه  راپورکي لیکل شوي چي :«تېر (۲۰۱۲)کال ۲۷۵۴ولسي وګړي وژل شوي دي  .دغه رزایونامادتېرپه شان په دې راپورکي هم دملکي تلفاتو۸۱سلنه پرمجاهدینوتاوان کړې ،یوازي ۸سلنه یې یرغلګروځواکونواودهغوی افغان ملاتړو(اردو،پولیسواواربکیانو)ته منسوب کړې او۱۱فیصده ملکي وژني  یې  دنامعلومودلایلوله امله  کوم طرف ته نه دي راجع کړي » .

وګورئ یرغلګرو۸۴سلنه ملکي تلفات پرمجاهدینوتاوان کړي اویوناماپه ۳فیصده تخفیف !! سره ۸۱سلنه  مجاهدینوته راجع کړي ،نیواکګرودملکي زیانونو۲فیصده دکابل ادارې او۶سلنه یې ایساف ته منسوب کړې ،یوناما دیرغلګروهمداادعاکټ مټ منعکس کړې ،صرف هغوی په جلاجلاډول اویوناماپه یوځایې توګه ۸سلنه ملکي تلفات  یرغلګرواوافغان ملګروته یې منسوب کړي دي .

یوناماداپریل پر۲۵مه دملکي زیانونو اړوند راپورکي کاږي چي دروان (۲۰۱۳ز)کال په لومړیودرومیاشتوکي ۵۰۰ولسي وګړي وژل شوي او۸۰۰تنه ټپیان شوي دي ،یوناماپه دې راپورکي هم دتیروهغوپه پیروي ادعاکوي چي دولسي مرګ ژوبلي  ۷۲سلنه  دطالبانوله خوا،او۱۰فیصده دیرغلګرواوکابل ادارې له اړخه رامنځته شوې ده .

اوبه راشوپه تېرودرومیاشتوکي دیرغلګروځواکونودملکي تلفاتوهغه شمېردی چي دوی خپله تائیدکړی دی ،البته یوازي هغه پیښي یې چي په ډله ییزه توګه ولسي هیوادوال پکي شهیدان شوي دي .دجنوري پر۱۳مه نیټه دميدان وردګوولايت سیداباد ولسوالۍ دتنګې درې په حسن خيلو سيمه کي   یرغلګروځواکونوپریوه جومات په هوایې بریدکي اتلس تنه ولسي وګړي شهیدان اوګڼ نورټپیان کړل .

دفبروري پر۱۳مه یرغلګروځواکونواوافغان ملګروپوځونویې دکونړدشیګل ولسوالۍ دسولتن درې  په چوګان کلي کي لس تنه ولسي وګړي  دښځواوماشومانوپه ګډون شهیدان کړل  .

دمارچ پر۲۷مه دلوګر ولایت دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کي یرغلګرواوداخلي عسکروپه ګډوعملیاتوکي ترشل (۲۰)تنه ډیرملکي هیوادوال شهیدان کړل  .

دغه رازداپریل پر۵مه دکونړپه شیګل ولسوالۍ کي  دنیواکګروپه بمبارکي دوه ویشت تنه ولسي وګړي چي یوولس یې یوازي ماشومان ووشهیدان شول

که دیوناما دفعالیت څرنګوالي ته وکتل شي ښه ترې جوتیږي چي دپریکړواوڅرګندونومنبع   یې  دنیواکګروفرامین  اویادهغوی دتکراري ادعاووارشیف     دی .

یوناما په بیلابیلوډولونو کوښښ کوي چي دیرغلګروپرجنایتونو یومخ پرده واچوي اویایې اکثرمخالف طرف ته منسوب  اوډیره کمه فیصدي دوی ته  راجع کړي.دیونامامشرتابه اوغیرمعقولي پالیسۍ ددې ارګان حیثیت ته ډیرزیات زیان رسولی دی ،ددې ادارې په راس کي که کای ایډي ؤ،که ډیمستورااوکه اوس یان کوبیش دی  دفعالیت څخه یې داسي ښکاري ،لکه دماموریت ساحه اوکاري  تمرکزیې  چي  فقط امریکایې  جنایتکاروته برات ورکول اودیرغل پایښت وي.

پکارخوداده لکه څنګه چي یونامادافغانستان په قضیه کي ځان یوبې طرفه ارګان نوموي ،بایددپیښومنصفانه څېړنه اوپلټنه وکړي  اوبیایې پربنسټ قضاوت وکړي .

میوند سادات

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x