fbpx

لس زرينې کرښې

ژباړه: دادمحمد ناوک

د شهید امام حسن البنا رحمه الله د تلين پر مناسبت!

هغه رحمه الله فرمايي:

۱ـ کله مو چې اذان واوريد، که په هرحال کې وئ پورته شئ او د جومات د جمعې لپاره لاړ شئ!

۲ـ قرآن ولولئ او د ایاتونو د مانا په درک کې يې دقیق اوسئ، یا غوږ ورته ونیسئ! د خدای له یاده مه غافلېږئ، خپل وخت بې ګټې مه تېروئ!

۳ـ د فیصیح عربي ژبې د زده کړې او خبرو لپاره جدي کوښښ وکړئ، ځکه په عربي خبرې کول د اسلام له شعایرو څخه دي.

۴ـ په بحث کې زیاتی مه کوئ چې پر مجادله بدل نه شي، ځکه مجادله په هر وخت کې بې خیره وي.

۵ـ له ډېرې خندا ډډه وکړئ، ځکه هغه زړه چې له خدای سره اړیکه لري، دروند او ارام وي.

۶ـ له شوخۍ او ټوکو لرې ګرځئ، ځکه مجاهد او با هدفه انسان تل پخپلو کارونو کې جدي وي.

۷ـ په خبرو کې مو غږ تر اړتیا ډېر مه لوړوئ، ځکه تر اړتيا لوړ غږ سړی احق ښکاره کوي.

۸ـ د خلکو له غیبت، سپکاوي او د هغوی په اړه د ژبې بنده کارونه بنده کړئ او نېکۍ پرته بل څه مه وایاست!

۹ـ له هر چا سره مو چې ملاقات وکړ، کوشش وکړئ چې ښه يې وپېژنئ ځکه زموږ د بلنې بنسټ پر محبت او شناخت ایښودل شوی.

۱۰ـ رښتیا زموږ مسوولیتونه او کارونه زموږ تر وختونو ډېر دي، نو لازمه ده چې نور هم له خپلو وختونو ګټې اخیستنې ته چمتو کړئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د