افغانستان

يوناما: تېر کال ۱۱ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې څانګه وايي چې په تېر ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۱۱ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبه اوښتې ده.

د یوناما په دې راپور کې راغلي چې په تېر کال کې ۱۱۰۰۲ هغه پېښې شوې چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی او په دې پېښو کې ۳۵۴۵ تنه وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه نور ټپیان شوي دي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله څلور سلنه لوړ بلل کېږي.

د یوناما له لوری تيار شوی راپور کې چې نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نیکولاس هیسم ولوست، د ملکي تلفاتو ۶۲ سلنه د طالبانو او پاتې نورې يې دولتي اړخ، د هغوی پلویانو او نا معلوم لوري څخه بلل شوې.

یوناما چې د خپل راپور په ثبت کې اربکیان ولسي پاڅون کوونکي او په ملکي وګړو کې شمېرې، د دې راپور له مخې يې یوازې ۲ سلنه ملکي تلفات د بهرنيانو له لوري او ۱۴ سلنه نور د افغان امنیتي ځواکونو له لوري بلل شوي دي. خو پاتې سلنه يې په هغو پېښو پورې تړلې یادې شوې چې عاملین ښکاره معلوم نه دي.

د همدې راپور له مخې په ځمکنۍ جګړه کې ۴۱۳۷ ملکي تلفات واقع شوي، چې پکې ۱۱۱۶ تنه وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپي شوي دي، او چاودېدونکي توکي هم د ملکي تلفاتو دویم علت یاد شوي چې په تېر کال کې يې د ملکي تلفاتو ۲۳۶۸ پېښې ثبت شوې دي.

ياده دې وي د يوناما له لوري د ملکي تلفاتو راپور په داسې حال کې خپرېږي چې تېر ميلادي کال کندوز ولایت تر امريکايي بمبار لاندې د ګڼو تلفاتو شاهد او همدا شېبه د بغلان په ګڼو سیمو کې د ملکي وګړو د لوټ او وژنې لړۍ درېيمې اوونۍ کې لا هم روانه ده.

د یوناما د دې راپور په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو هغوی عموماً دا ډول راپورونه بې بنسټه او د دولتي معلوماتو پر بنیاد تيار شوي بولي، چې په کوم ارزښت ورته قايل نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x