افغانستان

د ۵۰۵ زون عمومي قومندان: طالبان زموږ په ټانګونو کې راسره جګړه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د ۵۰۵ زون عمومي قومندان وايي چې طالبان په هغو ټانګونو کې له دوی سره جګړه کوي چې د دوی له پوستو يې بېولي دي.

عصمت دولتزی وايي تېره ورځ هم طالبانو د دوی پر پوستو له همدې ټانګونو پر ګټه برید وکړ او په وینا يې شپږ تنه عسکر يې له لاسه ورکړل.

دولتزي وویل په دې جګړه کې د ګڼو ټپي عسکرو حالت هم د اندېښنې وړ دی، ځکه خو ښايي د مړو شمېره ډېره شي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو دولتي لوړ پوړی پوځي مسوول ورته څرګندونې کوي، تر دې وړاندې هم په کندوز کې امنیتي مسوولینو منلي و، چې طالبان د دوی پر وسایلو ورسره جګړه پر مخ وړي.

ياده دې وي په هلمند کې جګړې په داسې حال کې زور اخیستی چې د پخوانيو ملېشو قومندان جبار قهرمان د دې جګړې د کابو کولو په نیت هلمند کې دی، خو تر اوسه يې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

د جبار قهرمان په موجودیت کې طالبان پر دې وتوانيدل چې د ګرشک او نوزاد تر منځ مېشت د پوځي کېمپ عسکر تېښتې ته اړ کړي.

د چارو د شنونکو پر نظر قهرمان ازمويل شوی شخص دی، چې ښايي بريا به ونه لري، کابل مېشتی سیاسي شنونکی نظر محمد مطمئن وايي: «جبارخان چې د کمونسټانو د رژیم پر مهال د هلمند اوپراتیفي مشر و، بیا یې د هغه وخت هوس وکړ او د هلمند اوپراتیفي مشر شو، هغه ژمنه وکړه چې د هلمند د امنیتې ادارو قومانده به یوه کړي، او طالبان به له سیمې ډیر ژر پسې واخلي.»

خو وړاندې زیاتوي چې پر دې سربېره «دده د ورتګ ګټه داشوه چې طالبانو د سنګین ولسوالي بازار او نورې سیمې هم تر خپل کنټرول لاندي راوستلي او لا هم پرمختګ کوي،‌ دا ډول د دولتي پوځیانو مرګ ژوبله هم ډیره شوې او د جنرالانو په رتبه کسان هم په جګړه کې ووژل شول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x