افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان ځي، مګر جګړه لا هم روانه ده- ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په دې وروستيو کې امريکايي رسنيو يو ځل بيا د افغانستان په سياسي او نظامي اړخونو بيلابېلې تبصرې پيل کړي او ډېری کارپوهان د سپينې ماڼۍ هغو ژمنو ته په اشاره وايي، چې اوباما د خپلې واکمنۍ په پيل کې امريکايي ولس سره کړې وو، چې د سپينې ماڼۍ د پرېښودو پر مهال به د افغانستان جګړه پای ته رسېدلي وي او امريکايي پوځيان به خپل هېواد ته راستانه شوي وي.

له افغانستانه د امريکا او ناټو عسکرو رخصتېدونکی مشر قومندان جنرال جان ايف کمبل هم ويلي و، چې د ده په مشرۍ کې به د افغانستان جګړه پای ته ورسيږي او دوی به له خپلو سرتېرو سره يو ځای افغانستان پرېږدي، مګر تېره ورځ، چې افغانستان کې د خپل ماموريت د وروستۍ ورځې په اړه خبرې کولې وې ویل، چې جګړه اوږده ده، «زه ځم» مګر امريکايي پوځيان بايد په افغانستان کې پاتې وي.

جنرال کمبل د رسنيو استازو ته وويل، چې يوازې امريکايي نه، بلکې د نړيوالې ټولنې عسکر به تر ډېره په افغانستان کې پاتې وي. «له ما وروسته به د امريکا بل جګپوړی جنرال جان ډبليو ميک نيکلسن د امريکايي او ناټو پوځيانو مشري کوي او د طالبانو هغه خوشباوري به بې ځايه پاتې شي، چې ۲۰۱۵م کې يې زموږ د وتلو هيله درلوده.»

جنرال کمبل د سپينې ماڼۍ له لوري د افغانستان په اړه د شوو بدلونونو په اړه خبرې وکړې، چې په تېرو دوو کالو کې امريکا افغانستان کې څومره بدلون راوستی.

د ۲۰۱۴م په اګست کې، چې جنرال کمبل افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر وټاکل شو، ورسره سم ولسمشر اوباما افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو اعلان هم وکړ، چې د ۲۰۱۴ تر پايه افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۹۸۰۰ ته راټيټ شو او اوباما بيا ژمنه وکړه، چې د دغو سرتېرو شمېر به هم راکم کړي او د ۲۰۰۸ مهال د ټاکنيز کمپاين ژمنه به سر ته ورسوي، مګر تېر کال راهيسې د طالبانو بريدونو او پرمختګونو ورځ تر بلې د ډېرېدو له امله اوباما يو ځل بيا خپله پرېکړه بدله کړه او له خپله کړې ژمنې لاس پر سر شو.

اوس مهال افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان پراته دي او اوباما اوس هم ټينګار کوي، چې د خپلې ولسمشرۍ تر پايه به د امريکايي سرتېرو شمېر نور هم راکم کړي، مګر د څارونکو په اند اوباما به دا ژمنه پوره نه شي کړای او امريکايي پوځيان به تر ډېره د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې وي.

امريکايي رسنۍ اندېښنه څرګندوي، د امريکايي ولس د ماليې او خولو په زور ګټل شوې ۳۵ميليارده ډالر د تېرو پنځلسو کالو په ترڅ کې پر افغان امنيتي ځواکونو ولګول شوې، مګر لا هم دغه ځواکونه له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، د طالبانو د بريدونو مقابله نه شي کولای، ډېری افسران يې له اخلاقي پلوه بدنام دي، په قومي او ملېشه‌يي رنګونو فعاليت کوي او په سختو وختونو کې د اردو له ليکو تښتي، د افغانستان ګڼې سيمې اوس هم د طالبانو په لاسو کې دي، کندز يې د دوو اوونيو لپاره نيولی و او بيا د امريکايي الوتکو د بمبارۍ په نتيجه بېرته افغان حکومت ته لاسته ورغی.

جان کمبل روان کال افغانستان د امريکايي پوځيانو او افغان حکومت لپاره ډېر خونړی بولي او له همدې امله يې د سلګونو نورو امريکايي پوځيانو د لېږلو غوښتنه کړې ده او په ځانګړې توګه د هلمند د ژغورلو ټينګار کوي، چې که دغه ولايت ته بېړنۍ مرستې ونه لېږل شي، نو هلمند به د طالبانو لاسته ولويږي.

جان کمبل د طالبانو مخ پر زياتېدونکو بريدونو ته په اشاره وويل، چې طالبانو هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو پر مرکز خونړي بريدونه او چاودنې وکړې او ګڼې سيمې يې لاندې کړې.

اسلام اباد کې د واشنګټن پوسټ بيورو چيف ټېم کريګ وايي، چې له ۳۷ کاله نظامي خدمت وروسته جان کمبل تقاعد کيږي، مګر تر اوسه د دې خبرې منلو ته نه دی تيار، چې افغانستان کې د ده ماموريت پر مهال کارونه څنګه پر مختللي او يا دا، که د امريکايي پوځيانو شمېر زيات وای، نو ده به ډېره بريا ترلاسه کړې وه که نه او خپل راتلونکي ځای ناستي جنرال نيکلسن لپاره هم څرګندې سپارښتنې نه لري، چې افغانستان کې د نظامي بريا لارې چارې کومې دي.

جنرال کمبل تېره مياشت د افغان جګړې او سولې په اړه محتاطو څرګندونو کې ويلي وو چې «د ۲۰۱۴ اګست راهيسې افغانستان کې ناټو او امريکايي پوځيانو مشر يم، هر څه په خپله څارم او ځمکنيو حقايقو ته په کتو له ولسمشر څخه غوښتنه کوم، چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي.»

کمبل په ډېر ټېنګار وايي، چې افغانستان کې پراته امريکايي پوځيان د «ترهګرۍ» ضد جګړې لپاره بسنه نه کوي او زما يوازينۍ غوښتنه دا ده، چې «نور امريکايي پوځيان راولېږل شي، نور امريکايي پوځيان بايد راولېږل شي.»

۲۰۱۶م لپاره بايد افغان حکومت لومړی خپل سرتيري ښه ټرين او وروزي، طالبانو سره د جګړو لپاره کرښې معلومې کړي او د امنيتي ځواکونو له کرښې بې لارې او زورواکان وباسي.

جنرال کمبل وايي: «زما وړانديز دا دی، چې طالبانو سره بايد د سولې بهير ژر تر ژره پيل شي، کنه راتلونکي وختونه به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک
میلمه

ولى دلته مهيمه خبره داده چى بايدورته دقيق فکروکړو هغه داچى څنګه دسيمى دهيوادونوملاتړلاسته راوړى اوبل داچى څنګه ددى بهرانى مووقيع څخه لويه ګټه پورته کړى ځکه دلته يوداچى دلته روسيه هم سيميزطاقت دى اوپه سوله کى رول لرى