ورزش

د ویسټ انډیز ۱۹کلنه لوبډله د نړیوال جام اتله شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ۱۹کلنو څخه ښکته د غرب الهند یا ویسټ انډیز لوبډلې هند ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتل شوه.
 
د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوله د بنګلادیش په پلازمېنه ډاکه کې د شیربنګله لوبغاليکې نن ترسره شوه.
 
پچه د ویسټ انډیز کپتان وګټله خو هند ته یې د لومړي توپوهنې دعوت ورکړ. ویسټ انډیز تر دې وړاندې په کواټر فاینل او نیمه پایلوبه کې لومړی توپ اچونه کړې وه او د مقابلو لوبډلو په ماتولو کې بریالی شوی وو.
 
د هند لوبډلې پیل خراب و. لومړنی لوبغاړی يې په ۳، دوهم په ۸، درېيم په ۲۷، څلورم په ۴۱ او پنځم په ۵۰ منډو وسوځېدل.
 
تر دې وروسته ایس ان خان مسوولانه لوبه وکړه او په ۸۹ بالونو يې ۵۱ منډې جوړې کړې. د هند ټول لوبغاړي په شپږڅلوېښتم اور کې په ۱۴۵ منډو وسوځېدل او ویسټ انډيز ته یې ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.
د ویسټ انډیز له لوري جوسيپ او جان درې – درې ویکټې او پاول دوه ویکټې واخېستلې.
 
د ویسټ انډیز لوبډلې لومړنی لوبغاړی په ۵ منډو له لاسه ورکړ، چې ورسره په دغه لوبډلې فشار هم زیات شو. وروسته یې توپوهونکو د ورو لوبې ترسره کولو هوډ وکړ او بالاخره بریالي شول چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې ۱۴۶ منډې پوره او نړیوال جام وګټي.
 
د ویسټ انډیز له لوري ښه لوبه کارټي (۵۲منډې) او پاول (۴۰منډې) وکړلې.
د یادونې وړ ده چې د ویسټ انډيز د کرکټ په تاریخ کې د ۱۹کلنو لوبډلې لپاره دا لومړی ځل دی چې نړیوال جام ګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x