ورزش

نیکپا او رضايي د جنوبي اسیا د تکواندو مسابقې وګټلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ل): افغان ورزشکارانو روح الله نیکپا او محسن رضايي پرون په هند کې مقابل حریف ته ماتې ورکړې او د سرو زرو مډالونه يې ګټلي دي.

د جنوبي اسیا د تکواندو مسابقې له تېرو څو ورځو راهیسې په هند کې روانې دي او د اتو هېوادونو ورزشکارانو په کې ګډون کړی دی. په دغو مسابقو کې افغان لوبغاړو هم په بېلابېلو وزنونو کې
(بوکسنګ، تکواندو او ځینو نورو لوبو کې لوبغاړي وزن ته په کتلو سره د یو بل حریف ګڼل کیږي) ګډون کړی دی.

روح الله نیکپا پرون د ۶۸ کیلو منفي وزن سره خپلو درې مقابل قوي لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګټلو.

همدا راز محسن رضايي هم د ۵۴ کیلو منفي وزن سره خپل حریف لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګټلو.

سربېره پر دې رامش حیدري د ۸۷ کیلو وزن سره مقابل پاکستاني او بوټاني لوبغاړو ته ماتې ورکړه خو د هندي لوبغاړي پر وړاندې بیا نوموړی مات شو او د سپينو زرو مډال یې وګټلو.

نن هم محمود حیدري ۵۸ کیلو منفي وزن، محمد ولي اکرمي ۸۷ مثبت وزن او شریف مرادي ۷۵ منفي وزن سره د نورو لوبډلو سره مسابقې لري.

دغه مسابقې سبا ته هم ادامه لري او احمد بخشي، کفایت الله غیاثي د افغانستان په استازیتوب په کې ګډون کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x