نادري ناولده

ولې د فرورۍ میاشت هر څلورم کال ۲۹ ورځې وي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ل): سږ کال د فرورۍ میاشت یو ځل بیا ۲۹ ورځې ده، هر څلور کال پس فرورۍ میاشت کې یوه ورځ زیاتیږي او له ۲۸ څخه ۲۹ کیږي، خو دا ولې کیږي او له کله راهیسې کیږي؟ په دې اړه ځواب لاندې ولولئ.

ښايي ډیر کسان په دې لامل پوهېږي چې هرڅلور کال پس فرورۍ میاشت ولې ۲۹ ورځې کیږي، او نور درې کاله ۲۸ ورځې وي، د دغه اضافه یا لیپ ورځ لامل څه دی؟

اصلا د لمر څخه د ځمکې ګرځېدلو وخت ۳۶۵ ورځې نه، بلکې څلورمه برخه زیاته ده. یعنی دغه وخت ټول ۳۶۵ ورځې، پنځه ساعته، ۴۹ دقېقې او ۱۲ ثانیې دی.

دا چې ځمکه د لمر څخه تاویږي، همدا راز د هوا تغیریدلو انحصار هم د لمر او ځمکې پر دغه ګردش باندې دی، نو که هر کال پوره ۳۶۵ ورځې وټاکل شي هر کال د ورځې څلورمه برخه او څلورو کلونو کې یوه ورځ کمیږي چې له امله یې د جنترۍ او موسم تر منځ فاصلې زیاتیږي او کیسه بلې خوا ته ځي.

دا چې اوس په نړۍ کې مسیحي جنتري استعمالیږي، او ددغه جنترۍ د کال ورځې ۳۶۵ دي نو د دې فرق لرې کولو لپاره ليپ ثانيې او لیپ کال پر مټ د ساعتونو او جنتریو کې د ځمکې او موسم تر منځ مطابقت پیدا کوي.

تقریبا د حضرت عیسی علیه السلام تر پيدایښت ۴۵ کاله وړاندې د روم پاچا جولیس سیزر په جنتریو کې د اصلاحاتو په خاطر یو کمېسیون جوړ کړ، دغه کميسیون پریکړه وکړه چې هر څلور کال پس به یو کال ۳۶۶ ورځې وي.

د جولیس سیزر د مړینې وروسته هر څلور کالونو پر ځای هر درې کاله وروسته یوه یوه ورځ په کال کې زیاتوله خو دا چې د موسم او جنترۍ تر منځ تطابق له منځ ولاړ نو بېرته يې دغه ستونزې د حل لپاره لاس په کار شول او د ورځې زیاتولو وخت یې بېرته څلور کاله کړ، همدا راز يې په سلو کلونو کې هم هم یو  ایرليپ کال وټاکه.

ليپ ثانیه

څو کلونو وروسته د لمر او سپوږمۍ تر منځ د کشش له کبله د ځمکې په ګردش کې یو ثانیه فرق راځي، د دغه فرق لرې کولو لپاره پوهانو د وختونو په ساعت کې یو ليپ ثانیه اضافه کوي.

دغه زیاتوالی عموما د جون په ۳۰مه یا د دسمبر په ۳۱مه د شپې پر ۱۱بجو، ۵۹ دقیقو او ۶۰ ثانیو کیږي.
د ۱۹۷۱ راهیسې تر نننه پورې تر دې مهاله ۲۶ ثانیې زیاتې شوې دي. د ۲۰۱۵ز کال د جون په ۳۰مه شپږویشتم ځل یو لیپ ثانیه ورزیاته شوه.

که مو د زوکړې ورځ ۲۹ فروري وي؟

کوم کسان چې د زوکړې ورځ یې د فرورۍ په ۲۹مه وي او غواړي دغه ورځ ولمانځي نو څه به کوي. یو شمېر کسان وايي چې د ۲۸ او ۲۹ فرورۍ میاشت په نیمه شپه دې د زوکړې ورځ ولمانځي او ځينې بیا وايي چې د مارچ لومړۍ ورځ دې د زوکړې لومړۍ ورځ ومني او د دې پر ځای چې هر څلورم کال ته د زوکړې ورځې لمانځلو ته انتظار کوي، خپل د زوکړې ورځ دې یوه ورځ وړاندې یا وروسته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x