زموږ سړک جوړونکی یې شهید کړ

 afghan civilian

پرون د یکشنبې ورځ امریکایي یرغلګرو ځواکونو د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د ګلدرې په کلي کې په عامو خلکو باندې ډزې وکړې، څلور بی ګناه افغانان یې په کې شهیدان کړل، دوه په کې ماشومې نجونې او یو یې هم په کې پلار وه، څلورم کس داسې یو هلک وه، چې عصبي حالت یې روغ نه وه، له ظاهره هم یو شخص داسې ګمان کولای شو، چې دی رواني مشکل لري.

زموږ د خالص بابا د فامیلۍ سړک چې د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه ده، تر اوسه پورې نه دی پوخ شوی، پخوانیو والیانو نه هم داسې پاتې دی، دغه اوسني والي صیب یې هم د نه جوړولو قسم خوړلی دی، ویل کیږي، کله چې ګل اغا شیرزۍ نوی د والي په صفت دلته راغی؛ نو د فامیلۍ خلک یې ښه راغلاست ته ور نغلل، هماغه وه، چې والي صیب زړه ته کړه او د فامیلۍ د خلکو سره یې د تیرو اتو کلونو راهیسې ورانه ده، سړک هماغسې کنډ او کپر دی.

نن د ماښام د لمانځه څخه وروسته مې پرونۍ د غم ډکه پیښه رایاده کړه، چې پرون امریکایانو څلور بې ګناه هیوادوال شهیدان کړل، نو راته وویل شول، چې په دوی کې یو هغه شخص هم وه، چې زموږ خام سړک به یې راته جوړاوه، تر څو، د ځان لپاره یو څو روپۍ هم پیداکړي او سړک به هم د موټرو لپاره څه نا څه جوړ شي، دغه هلک چې عصبي حالت یې هم چندان جوړ نه وه، چپرهار ته د واښو ټولولو لپاره تللی وه، هلته یرغلګرو ځواکونو بغیر ددې چې کومه پیښه وشي، دغه خلک چې په پټیو کې واښه کول، بې موجبه، بې پوښتنې شهیدان کړل،……، هغه بې چاره ځوان چې عمر به یې ایله د یوویشتو یا دوویشتو کلونو تر منځ وه، شیهد کړ، کورنۍ یې د غم په ټغر کینوله او زموږ د سړک جوړولو، خپلې کورنۍ ته یو څو روپۍ نفقه پیداکوونکی، چې په اوړي او ژمی کې به د سړک په منځ کې بیل او کلنګ په لاس د هیوادوالو په خدمت کې ولاړ وه، دې ظالمانو راڅخه واخیست،؟؟؟.

زاهدخلیلي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د