نادري ناولدهټکنالوژي

د مبایل تلیفونونو په اړه نادر حقایق

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د تېرو څو کلونو راهیسې په نړۍ د مبایل واکمني روانه ده. اوسمهال له مبایل پرته د ژوند تصور تقریبا ناممکن شوی دی.

د مبایل په اړه مو یو شمېر ځينې زړه وړونکي حقایق دلته راټول کړي دي، په دې هیله چې مو خوښ شي:

1st mbl phone

دا د نړۍ لومړنی مبایل دی. دغه موبایل نوم ډینا ټیک ۸۰۰۰ دی او د موټرولا کمپنۍ په ۱۹۸۳ کې جوړ کړی دی. په مبایل کې یواځې ۳۰ نمبرو د ثبتېدو امکان و او وزن یې هم تقریبا د یوې خښتې په اندازه ۱.۱ کیلوګرام و. همدا راز په دې مبایل یواځې ۳۰ دقېقو پورې خبرې کېدلای شوې.

د دغه وتلي مبایل قیمت یواځې څلور زره ډالر و.

په مبایل لومړنۍ خبرې1st mbl call

په مبایل لومړنی تلیفون مارټن کوپر په درېیم اپریل ۱۹۷۳ کې په پورته ذکر شوي مبایل وکړې. هغه مهال لا دغه مبایل بازار ته نه و راوتی او تر کار لاندې و.

لومړنی سمارټ فون1st smart phone

د نړۍ لومړنی سمارټ فون د اګست په ۱۶مه ۱۹۹۴ کې مشهورې کمپنۍ IBM بازار ته وړاندې وکړ. د دغه سمارټ فون نوم لومړنی انیګلر و خو وروسته یې سایمن پرسنل کميونیکټر ته تغییر کړ. دا لومړنی مبایل و چې ټچ سکرین یې درلودلو، همدا راز جنتري، کالکولیټر، ادرس بوک او نوټ پيډ په څېر ځينې دندې یې اجرا کولې.

جاپانیان د تلیفون عجب شوق کوي1st water proof

جاپان کې د مبایل ۹۰ سلنه استعمالوونکي واټر پروف (یا له اوبو محفوظ) مبایلونه استعمالوي، او لامل یې دا دی چې جاپانیان د مبایلونو سره د لامبلو سخت شوقیان دي.

د ايپل کمپنۍ نادر ریکارډ1st.. Apple record

په ۲۰۱۲ کې ایپل کمپنۍ په ۱۴ اونیو کې ۳۷ میلیونه آی فونونو خرڅ کړل. یعنی په یوه دقیقه کې ۲۶۲ او په یوې ثانیه کې ۴ مبایلونه.

د نړۍ تر ټولو قیمته مبایل1st.. Expensive mbe

اوس خو تقریبا نړۍ کې هر چا سره مبایل شته دی، چا سره ساده، چاسره وتلي سمارټ فونونه. خو نړۍ کې تر ټولو قیمت سمارټ فون ایفون ۵ و چې یو ډیزاینر ۲۶قیراطه تورو الماسو څخه ډیزاین کړی و او په ۱۵.۳ میلیونه ډالر یې وپلورلو.

د انډرايډ تلیفونونو راج1st android

که څه هم آی فون د سمارټ فونونو بادشاه ګڼل کیږي، خو که خبره د پلورلو او اخېستلو شي، بیا د ګوګل د انډرایډ مبایلونو هېڅوک مقابله نشي کولای. د یوې سروې له مخې اوسمهال په بازار کې ۸۲.۲ سلنه خلک اینډرايډ مبایلونه استعمالوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x