حضرت خالد په لاس د ( عزی ) بت مجسمه رېز مرېز شوه

khali-ibn-waleed

دا یوثابت حقیقت دی چې په هرنوم کې الله جل جلاله ځانګړی تاثیر ایښی دی ، سپېڅلي صفات د نیکمرغیو ، بریاؤ او خوشالیو الهام ورکوي ، او ناولي صفات د بدمرغي ، کړاؤ ، او ناورین الهام ورکوي دا خبره کوم اټکل اوتخیل نه دی بلکي د پیغمبر په شریفو حدیثو ثابته ده ، امام احمد رحمه الله په خپل کتاب مسند احمد کې د حضرت بشیر ابن معبد رضی الله عنه قول نقل کړی دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم را څخه وپوښتل ستا نوم څه شی دی ؟ ما وویل : نوم مي ( زحم بن معبد) دی ، ده راته وویل : نه بلکي ستا نوم ( بشیر) دی ، نو ځما دغه نوم شو .

د ( زحم ) معنی شر اچونکی او د ( بشیر) معنی زېرئ راوړونکی .

( 19858) رقم الحديث :عن بَشِيرُ وَكَانَ اسْمُهُ فِي الْجَاهِلِيَّةِ زَحْمَ بْنَ مَعْبَدٍ فَهَاجَرَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلَهُ فَقَالَ مَا اسْمُكَ قَالَ زَحْمٌ قَالَ لَا بَلْ أَنْتَ بَشِيرٌ فَكَانَ اسْمَهُ . رواه احمد في مسنده .

امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحیح البخاري کې د حضرت سعید ابن مسیب رضی الله عنه قول نقل کړی دی ، ځما نیکه له څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل ستا نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل : نوم مي ( حزن ) دی ، رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل : نه بلکي ستا نوم ( سهل) دی ، ځما نیکه وویل : ځما پلار چې کوم نوم راته ټاکلی هغه نه بدلوم .

د (حزن) معنی ضدناک او د (سهل ) معنی نرم طبیعته . حضرت سعید ابن مسیب وویل : هغه ضد مزاجي تر اوسه لا زموږ په ټبرکي شتون لري .

عَنِ ابْنِ الْمُسَيَّبِ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِجَدِّهِ جَدِّ سَعِيدٍ مَا اسْمُكَ قَالَ حَزْنٌ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَلْ أَنْتَ سَهْلٌ فَقَالَ لَا أُغَيِّرُ اسْمًا سَمَّانِيهِ أَبِي قَالَ ابْنُ الْمُسَيَّبِ فَمَا زَالَتْ فِينَا حُزُونَةٌ بَعْدُ . رواه البخاري ومسند احمد بن حنبل .

همدا راز امام احمد رحمه الله په خپل کتاب مسند احمدکې د حضرت عائشه رضی الله عنها قول نقل کړی دی : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې له یوسړي څخه وپوښتل ستا نوم څه شی دی ؟ هغه ورته وویل : ( شهاب) دی ، ده ورته وویل : نه بلکي ستانوم ( هشام) دی .
د ( شهاب) معنی لمبه او د ( هشام ) زړه سواندی .

(23325) رقم الحديث : عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَقُولُ لِرَجُلٍ مَا اسْمُكَ فَقَالَ شِهَابٌ فَقَالَ أَنْتَ هِشَامٌ . رواه احمد في مسنده .

له پورتنیو حدیثوڅخه جوته شوه چې د هر نوم او صفت تاثیر په هغه شي کې پیدا کیږي چې ورته ټاکل شوی دی .

د مخکنیو عملیاتو دنوم ښکاره تاثیرات

د اسلامي امارت تر ځلاند بیرغ لاندي د ( ۱۳۸۸) لمریزکال دغزا نوم د ( نصرت) عملیات ؤ دلوی خدای په نصرت او ددې نوم په برکت ننګیالي مجاهدین له یرغلګرو کافرانو سره د مقابلې تاړاکي ډګر اوسنګر ته را ووتل چې دښمن ته يي د سر اومال درانه زیانونه واړول .

د ( ۱۳۸۹) لمریزکال د غزا نوم د ( فتح ) عملیات ؤ ، دلوی خدای جل جلاله ددې متبرک نوم په برکت دهیواد اویا په سلوکې خاوره خدای پالونکو زړور غازیانوته دسوغات په توګه فتح او په ولکه کې ورکړه .

د ( ۱۳۹۰) لمریزکال د غزا نوم د ( البدر) عملیات وټاکل شوو، د پیغمبري غزوې د متبرک الهامي نوم په برکت د بدر کبری دغزا په څیر چې هملته د ابوجهل په شمول د قریش قوم سرلارې او صنادید قریش ته د پیغمبري سپېڅلي لښکر د تش لاسو مجاهدینو په لاس اویا تنوکافرانوته د مرګ او دومره مقدار مشرکینوته يي د بند او زندان سزا ورکړه ، په دغه کیف دلوی خدای په مرسته او د خدای دلارې سرسپارلو غازي فدایانو او دین پالونکو سرښندونکو مجاهدینو د زړورتیا په مټ د دښمن د شیطاني لښکر یرغلګرو کافرانو او دهغوی لاس آلو ګوډاګیانو لوړ رتبه حکومتي سالارانو ګڼ شمیر سرونه ترې غوڅ کړل ، د وسایطو ، الوتکو په شمول درانه مالي زیانونه يي ورواړول .

د ( ۱۳۹۱) لمریزکال دغزا نوم د ( الفاروق) عملیات وټاکل شو چې حضرت عمر رضی الله عنه لقب ؤ، اوالفاروق معنی د حق او باطل ترمنځ امتیاز او توپیر ددې متبرک نوم په نیکپالۍ دشیطاني یرغلګر اودهغوی دمزدور لښکر دملي اوردو، ملي پولیسو له منځ څخه غازي زلمي رابېل شول دکافرانو په سینو مرګوني ګذارونه وکړل او ککري يي دخوراک په سالونو او پوټوبال په میدانو او دخوب په اطاقو وغرړولې دښمن يي دومره وارخطا کړ چې ځینې تر ټاکلي وخت مخکي له افغانستان څخه پښې سپکي کړې اوځینې نور يي په لین طیاروته ولاړدي چې نوبت نه ورځي ، او په خپلو هیوادوکې يي دهغو غلامانو لپاره پناه وغوښته چې ددوی په چوپړکې يي شپه او ورځ یوه کړې وه ، او دا لړۍ لا روانه ده ، دا دالفاروق دبرکتمن نوم ځینې تاثیرات ؤ چې موږ په خپلو سترګو ولیدل .

د ( ۱۳۹۲) لمریزکال دغزا نوم د پیغمبرصلی الله علیه وسلم د نوموتي قمندان فاتح شام اوعراق جلیل القدر حضرت خالد ابن ولید رضی الله عنه نوم دی چې دهغه د عیسایانو او مشرکینو په زړوکې له هیبته ډکه څیروه ، دلوی خدای په اراده دحضرت خالد په لاس بې شمیره ستر فتوحات شوي دي او دهغه وخت عیسايي پاچا هرقل دونیم لکه فوځ ته يي داسي شکست ورکړی چې تاریخ په صفحاتو يي ساری نه دی لیدل شوی .

حضرت خالد رضی الله عنه د (عزی) بت ټوټه ټوټه کړ

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت په اتم ( ۸) کال د رمضان المبارک په میاشت کې دمکې مکرمې ( زادها الله شرفا) له فتح وروسته دقریشو بنوکنانه قبیلې دشرک دزمانې (عزی) بت ددوی په عقیده ددوی لوی خدای ګڼل کیده ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضرت خالد بن ولید ته د عزی د ماتولو وظیفه وسپارله ، کله چې مشرکین خبر شول نو حضرت خالد ته يي وویل : عزی ډیر زورور دی په نړۍ کې څوک له هغه زور نشي ازمویلی پامکوه چې دهغه د ماتولو اراده ونکړې ، عزی له سپین سنګ مرمر نه د ذات عرق سیمي په لوړه برخه بطن نخله کې ددنګ چنار په څیر جوړ بت ؤ حضرت خالد بن ولید لومړی دهغه پر پوزه ګذار وکړ هغه يي ترې ماته کړه او بیايي ټوټه ټوټه کړ ، امام بیضاوي رحمه الله ویلې چې د سورت الزمر (….وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ . (۳۶) نه تر (۴۰) آیتونه دهمدې پیښي اړوند نازل شول .

ددې نیکپال نوم په برکت به شین سترګی غربي ښکیلاک بلاک تارنارکیږي

اوس چې د ( ۱۳۹۲) لمریزکال غزا د همدې جلیل صحابي په نوم ونومول شول ددې نیکپال نوم د تاثیراتوپه برکت به مؤثر فدای عملیات تر سره کیږي ، ځکه حضرت خالد رضی الله عنه څوځله په جګړو شهادت غوښتونکي عملیات تر سره کړي ؤ، دویم فتح به نازلیږي ځکه دحضرت خالد په لاس د هغه وخت دعیسایانو اویهودیانو لويي امپراطورۍ او اتحادونه داسي تارنار او له پښو وغورځول شول چې په سلهاوکلونه بیا دمسلمانانو مخي ته نه دي ټینګ شوي، انشآء الله العزیز چې اوس به هم دناټو دتړون انډیوالان داسي دړي وړي شي لکه تر دوی مخکي شرقي سور بلاک شان اوشوکت له خارو سره خاوري شو . دریم دکرزي له ګوډاګۍ ادارې به سپېڅلي مسلمان جلاکیږي او دمجاهدینو په څنګ کې به دریږي ، څلورم د کابل حکومتي چوکاټ به ماتیږي ، هریوبه دخپل ځان غم او درد اخیستی وي ، دښمن به په اسارت کې واقع کیږي مال ، وسایط وسائل به يي مجاهدینوته دغنیمت په توګه لاس ته ورځي .
وما ذالک علی الله بعزیز، دسترو سوبو اوبریاو په هیله .

مولوي محمد اویس ( عباس)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د