افغانستان

بغلان کې په توغنديز بريد کې څلور ښځې ټپي شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان په مرکز پلخمري کې په يو توغنديز بريد کې لږ تر لږه څلور ښځې ټپي شوي دي.

دا پېښه د بغلان مرکز پلخمري اړوند سيمه کې په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې له تېرو درې اوونيو راهيسې ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدين، قيصر خېلو او نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري د سپکو او درنو وسلو بريدونه روان دي.

د ډنډ غوري اوسېدونکي وايي، چې له تېرو درې اوونيو راهيسې روانو عملياتو کې شاوخوا دېرش زره کورنۍ بې کوره شوي، نږدې يو نيمل ولسي وګړي وژل شوي او له شپږ سوو زيات ټپيان دي.

د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين اوسېدونکي تېره اوونۍ په مرکز پلخمري کې راټول شوي وو او له حکومتي چارواکو يې د لنډمهالي اوربند غوښتنه کوله، چې دوی په کې خپل مړي او ټپيان راوباسي.

د ډنډ غوري قومي مشرانو شمشاد تلويزون ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې ولايتي چارواکو سره د ليدو غوښتنه کوي، مګر والي، امنيه قوماندان او نور چارواکي دوی سره له ليدو انکار کوي او د دوی غږ هېڅوک نه اوري.

وړمه ورځ د بغلان قومي مشرانو او مدني فعالانو کابل کې هم د جګړې پر ضد يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امنيتي پوځيان په لوی لاس ولسي وګړي وژني.
د غونډې يو ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل، چې دغه جګړه داسې ترتيب شوې، چې قربانيان يې عام عسکر، ولسي وګړي او مخالفين دي او په دغه جګړه کې لوړپوړي نظامي افسران نه وژل کيږي.

د ډاکټر ځلاند په وينا دفاع وزارت کې هغه افسران راټول شوي، چې نظامي وړتيا نه لري، يوازې متعصب او د قتلونو خوښوونکي د دفاع وزارت چارې په لاس کې لري، چې په لوی لاس پښتانه وژني او د غه عمليات يې د پښتنو نسل وژنه وبلله.

د بغلان اوسېدونکي او کابل مېشتي مدني فعال خيرالله شينواري وويل، چې امنيتي ځواکونه د ولسي خلکو پر کورونو ړانده توغنديز بريدونه کوي او يوازېنۍ بهانه يې دا ده، چې دلته مخالفين پټ دي.

دغو مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره جګړه ودروي او ولسي خلکو سره د هغوی د وران شوو کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د يادې غونډې په سبا امنيتي ځواکونو پر دغو مدني فعالانو تور ولګاو، چې دوی طالبانو سره اړيکې لري او د حکومت له لوري ورته ډول ډول ګواښونه کيږي.

حکومت د پېښې ځای ته بې پرې خلک او ازادې رسنۍ نه ورپرېږدي او رسنۍ يوازې هغه څه بيانوي، چې امنيتي ځواکونه يې ورته وايي، مګر د ټولنيزو رسينو له لورې وخت پر وخت داسې انځورونه خپروي، چې امنيتي ځواکونو د ولسي خلکو کورونه نړولي او لسګونو زره خلک يې بې کوره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x