نظــر

امام غزالي او د مسلمانانو زوال

زاهد جلالي

د مسلمانانو د فکري زوال د ملامتۍ تور نن سبا له ډېرو اورېدل کېږي او ځينې مسلمانان هم د هغه چا په څېر پرته له دې چې خپل غوږ وګوري، په بل پسې يې منډې وهلې. د برنارد ليويس، سټفن واينبرګ او نور مستشرقين په دې نظر دي چې ګواکې غزالي په مسلمانانو کې د فکري زوال اصلي لامل دی. د نن سبا ډېری مسلمان موډرنېستان هم پر دغو خبرو شخوند وهي.

د غزالي «تهافت الفلاسفة» (د فلسفيانو بې لارۍ) کتاب د دوی له نظره د اسلامۍ نړۍ د فکري زوال اصلي لامل دی. غزالي په خپل کتاب کې د ابن سينا، فارابي او نورو ګمراهۍ رد کړې وې. د اسلام له نظره دا د يوه عالم –په تېره بیا مجتهد- دنده ده چې حقيقت بیان کړي او که «ګر خاموش بنشيني ګناه است.» غزالي پر همدې اساس فلسفيان وټکول او د دوی «ګمراهۍ» يې ثابتې کړې. آيا له همدې سره مسلمانان د زوال په لور روان شول؟

دا نظر په څو دلايلو سم نه ده:

۱. غزالي مطلقاً فلسفه نه ده رد کړې، بلکې د فلسفيانو ګمراهۍ ته يې ګوته نيولې. غزالي په خپله فيلسوف و. آن په «تهافت الفلاسفة» کتاب کې د غزالي طرز او نيوکه فلسفي ده؛

۲. په اسلامي نړۍ کې د غزالي نظرياتو هغسې تاثير نه دی لرلی لکه څنګه چې يې مستشرقين ترسيموي. تر غزالي وروسته فلسفه په هماغه شکل لوستل کېده، لکه څنګه چې پخوا وه. د ابن رشد «تهافت التهافت» د غزالي پر کتاب رد دی. دغه راز تر غزالي وروسته د ابن رشد، فخر الرازي او نورو په څېر فلسفيان رامنځ ته شوي دي چې د دغې دعوې غلطي ثابتوي.

۳. د مستشرقينو د نظر پر خلاف، غزالي په اسلامي نړۍ کې دومره اغېز نه لري. دی د نورو په څېر يو عالم دی. که چېرته غزالي دومره با رسوخه عالم وای، نو د غزالي فقهي نظريات ولې دغسې منونکي نه لري؟

۴. پروفيسر صليبا وايي چې غربيان په اسلامي نړۍ کې د غزالي او نورو فلسفيانو تر منځ اختلاف هم د ساينس او دين تر منځ ټکر ترسيموي. په داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ فلسفيان او ساينس پوهان په يوه وخت کې ديني علما هم وو. په خپله غزالي هم ديني عالم و او هم د ساينس متخصص و.

دغه موضوع پروفيسر جورج صليبا د خپل کتاب “Islamic Science and the Making of the European Renaissance” په آخري برخه کې «د زوال عصر» په نامه سرليک لاندې څېړلې. ياد کتاب د ګوګل پلټنې له لارې موندلی شئ. (او که غواړئ زه يې هم درلېږلی شم)

د اسلامي نړۍ د زوال اصلي لامل:

دا يوه مهمه پوښتنه ده چې اسلامي نړۍ ولې له فکري زوال سره مخ شوه. د دغه زوال لاملونه به ډېر وي. خو اصلي لامل يې پر اسلامي نړۍ د منګوليانو بريد په ګوته کېدای شي. په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې د چنګېز خان اولادې پر اسلامي نړۍ ډېر وحشيانه او ورانوونکی بريد وکړ. کلي يې له منځه يوړل، خلک يې له يوه مخه ووژل، روغتونونه، کتابتونونه يې وسيځل او د تمدن هر اثر يې تباه کړ. منګوليان په ۱۲۵۸م کال کې د اسلامي نړۍ وياړلي مرکز، بغداد ته ننوتل. په يوه اوونۍ کې يې نږدې دوه لکه کسان ووژل او هره تباهي يې رامنځ ته کړه، چې د اسلامي نړۍ د اوږدې بې علمۍ او وروسته پاتې توب اساس يې کېښول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x