افغانستان

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته د سیاسي دفتر غړو سفر رد کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی و چې ګواکې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، شیرمحمد عباس ستانکزي او د دفتر غړي، قاري دین محمد حنیف د فبرورۍ پر ۶مه اسلام اباد ته سفر کړی. له ایکسپریس ټربیون وروسته ځینو نورو پاکستاني رسنیو هم ورته راپورونه خپاره کړل.

ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ادعا کړې وه چې دغه طالب استازي اسلام اباد ته د دې لپاره تللي وو چې له ګډ حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره تیاری وکړي. دغې ورځپاڼې دا ادعا هم کړې وه چې طالبانو د خپلو غړو غه نوملړ هم شریک کړی چې مخامخ خبرو کې به برخه اخلي.

پاکستاني رسنیو پخوا هم داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې قاري دین محمد حنیف دغه هېواد ته سفر کړی چې وروسته ناسم وختل.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستاني رسنیو دغه خبر رد کړی چې ګواکې طالب مرکچیانو دې اسلام اباد ته سفر کړی وي. مجاهد ویلي: «پاکستان ته زموږ د سیاسي دفتر د غړو د سفر آوازې حقیقت نلري». مجاهد زیاتوي «هلته [پاکستان ته] څوک نه دي تللي او په دې اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي ناسم دي».

افغان حکومت هڅه کوي چې د پاکستان له لارې له طالبانو سره خبرې وکړي. طالبانو تل ټینګار کړی چې د خبرو او سیاسي چارو لپاره یې یوازنی باوري ادرس په قطر کې سیاسي استازي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x