fbpx

د تاريخ ا و د تاريخ د فلسفې تر منځ توپير (دوهمه برخه)

history

مخکې لدې چې خپلې موضوع ته داخل شو، يو قراني ايت مو مخې ته ږدم، په کوم کې چې تاريخ او د تاريخ فلسفې تا اشاره شوې:

الله تعالی فرمايې:”قد خلت من قبلکم سنن فسیروا فی الارض فانظروا کیف کان عاقبة المکذبین”.(۱)

شهيد سيد قطب “رحمه الله” د دې ايات په تفسير کې وايي: الله تعالی مسلمانان دې ته متوجه کوي چې ژوند په خپله ندی روان، بلکې قوانين او اصول لري، د کومو په واسطه چې د دنيا دار او مدار چليږي، هغه قوانين چې په بشري ژوند باندې حکومت کوي. شهيد د ايات د لا ډېر وضاحت لپاره وايي: قران کريم د اول ځل لپاره د بشريت حاضر د هغه د ماضي پورې د همدې ايات پر بنا تړلی دی او انسانان يې د تاريخ اهميت ته متوجه کړي دي.(۲).

مخکې مو د تاريخ د فلسفې په مفهوم او اهدافو تر يو بريده رڼا اچولې وه، دلته يو ځل بيا د يوې مهمې موضوع ” تاريخ او د تاريخ د فلسفې تر منځ توپير” څخه بحث کوو، او که ژوند وفا وکړه له خيره په وروستو کې به د تاريخ د فلسفې په اړه د اسلامي او غير اسلامي افکارو په اړه خبرې وکړو، چې په سر کې يې له اسلامي لورې خلدوني افکار ” نسبت يې اسلامي ټولنپوه او تاريخ پوه ابن خلدون ته کېږي” او غیر اسلامي اړخ ک ې هيګلي يا هيغلي افکار دي چې نسبت يې جرمني فیلسوف ” Georg Wilhelm Friedrich Hegel ” ته کېږي.

د تاريخ او علم التاريخ لفظ په عام اعتبار له تاريخ د فلسفې څخه جدا مفهوم لري او دواړه په خپلو کې د پلار او ځوی، يا د ولس مشر او رعيت مثال لري، لکه څنګه چې ولس مشر ټول رعيت تر څارنې لاندې نيسې، خپله څارنه، کړنې او سخاوې د معين ټولګي او خاصو افرادو پورې نه محدودوي، همداسې د تاريخ فلسفه هم د يو فرد او ټولګي څخه بحث نه کوي، بلکې په عامه توګه د بشريت ماضي چې د ډول ډول پېښو ډکه وي تر څارنې لاندې نيسي.

امام محمد حسیني چې مشهور په شيرازي دی، دې فرق ته په اشاره کولو وايي:”۳” تاريخ د مفرداتو نه بحث کوي، امکان د ې ولري چې يوازې د يو تن يا يوې قبيلې نه هم بحث وکړي، خو د تاريخ فلسفه بيا په عمومي توګه د يو عام او مشترک روح په لټه کې وي، نه د يوې قبيلې يا يو شخص شخصيت او رسوخ په لټه کې.

د مثال په توګه ويلی شو، د امان الله خان تاريخ، يا د نجيب ،يا د بل او بل… تاريخ، خو هيڅکله داسې نشي ويل کيدای چې د داود د تاريخ فلسفه يا د نجيب د تاريخ فلسفه، همداسې په تاريخ کې ويل کېږي چې د ظاهر شاه په وخت کې د افغانستان اقتصاد ډېر خرابه و، او دا دا… مشکلات يې درلودل، همدا ډول ويلی شو چې د فلاني پاچاه په وخت کې اقتصاد ښه و، لاملونه يې دا او دا …وه، خو چې کله د تاريخ د فلسفې خبره کېږي، هلته بيا خاص پاچاه او زمانې ته ځای نه وي، بلکې د ولسمشرانو، ملکونو او زمانو خبره مطرح وي او د دې ټولو په ځنځير ” چې هر پاچاو او هر دور يې يوه کړۍ تمثيلوي” حکم کېږي، مثلا د اقتصاد د تاريخ په اړه مو خبره وکړه ” د فلاني پاچاه په وخت کې اقتصاد ښه و يا خرابه…” همدا د اقتصاد خبره چې د تاريخ فلسفې ته وړاندې شي، جلا حکم ورباندې کوي، مشترک لاملونو ته اشاره کوي، کومې مرحلې پورې خپل حکم نه محدودوي.

خپلې خبرې ته همدلته د پای ټکی ږدو، يوه يادونه بايد وکړم چې د تاريخ د فلسفې بحثونه پېچيده دي له همدې امله کوشش کوو چې په يوه يوه وړوکي موضوع خبرې وکړو. علمي نقد او علمي اضافې ته مو سترګې په لار يو.

( 1) سورة آل عمران ۱۳۷ نمبر ايت
(۲)د شهيد سيد قطب تفسير ” فی ظلا القران” اول جلد ۴۷۸ صفحه.د دارالشرق ۳۲طبعه.
(۳)د امام محمد حسین شيرازي کتاب (فلسفة التاریخ)۲۵ صفحه.د “مؤسسة الوعي للطباعة والترجمة والنشر” دوهمه طبعه.

لطف الرحمن افتاب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د