أبو ذر الغفاري رضي الله تعالى عنه له مکې نه تر ربذې !!!

أبو اقبال-

د ابو ذر الغفاري رضی الله عنه په نامه کښي ډیر اختلاف راغلی دی .

خو اکثره اوصحیح قول داده , چي دده رضـی الله عنه نوم جندب بن جنادة دی .

ابو ذر رضـي الله عنه له کبارو صحابه کرامو څخه دی ، حتى چي ویل کیږي ، چي دی رضی الله عنه داسلام پنځم سړی دی .

ابو ذر رضـي الله عنه له اسلام راوړلو څخه وروسته خپل هیواد ته ستون شو ، پخپل قوم کښي اوسیده ، تر څو چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ .

د ابو ذر رضی الله عنه د اسلام را وړلو , ډیره ښا یسته کیسه ده !!!

سلیمان بن اشعث ابو داؤد د ابن عباس رضی الله عنهما په حواله ویلي : چي کله ابو ذر رضی الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دبعثت خبر ورسیده ، چي دی صلی الله علیه وسلم په مکه کښي مبعوث شوی دی ، نويي خپل ورور أنیس ته وویل : چي سپورشه! له دې وادي څخه ددې سړي چي دی پدې عقیده ده چي ماته له اسمانه خبر ( وحی ) راځي ، دده خبره واوره ، وروسته بیا ما ته راشه .

نو د ده ورور انیس مکې ته راغی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې يي واو ریدلې ، ورورسته بیرته ابو ذر رضی الله عنه ته راستون شو .

انیس ابو ذر ته خپله کیسه بیان کړه ، چي ما خو هغه سړی ( رسول الله صلی الله علیه وسلم ) ولید ، په مکه کښي يي خلګ په ښو اخلا قو امر کول ، دده خبرې مي هم واو ریدلې ، خبرې يې شعر نه وې .

ابو ذر رضی الله عنه ورته وویل : زما چي کوم مقصد وو، د هغه علاج دي ندی کړی .

نو ابو ذر رضی الله عنه خپل دسفر څوری ، یو د اوبو مشک ور سره واخستل ، مکې ته راغی ، په مسجد حرم کښي يي د الله په نبي صلی الله علیه وسلم پسې سترګې وغړه ولې ، خو پیدا نشو ، حال دا چي پيژند ګلوي هم نه ورسره لري او دا یي هم خوښه نشوه چي له یو چا څخه د هغه صلی الله علیه وسلم پو ښتنه وکړي ، ترڅو چي شپه راغله ، د خوب په نیت پرېوتل ، علی رضی الله عنه ولید ، پوښتنه يي وکړه چي مسافر يي ؟ .

ابو ذر رضی الله عنه وویل : هومسا فر یم .

ابو ذر رضی الله عنه وايي چي کورته دتګ امر يي راته وکړ ، نوزه هم ورسره ولاړم ،هلته نه ده څه پوښتنه وکړه او نه ما .

ابو ذر رضی الله عنه وايي چي کله سهار شو ، بیا مسجدحرم ته را غلم ، ورځ مي ټوله را تیره کړه ، ترڅو چي ماښام شو .

ابو ذر رضی الله عنه وايي : چي زه خپل ځای ته ولاړم پرېوتلم ، علی رضی الله عنه ولیدم ، بیايي کورته بوتلم ، بیا نه ما څه پوښتنه وکړ ه اونه ده .

تر څو چي درېیمه ورځ شوه ، موږ بیاهم داسي وکړ ل لکه پرون ، نو علی رضی عنه راته وویل : چي آیا کیسه نه راته کوي دي ښارته په کوم کار پسي را غلی يي ؟ ، ابو ذر رضی الله عنه وا يي : چي ما ورته وویل : که ته چيري دا وعده را سره کوي ، چي بیا ماته سمه لاره را وښه يي ، نوزه هم درته وایم ، علي رضی الله عنه هم وعده ورسره وکړه .

ابو ذر رضی الله عنه وايي : چي ماهم علي رضی الله عنه پخپله کیسه خبر کړ ، نو علي ر ضی الله عنه راته وویل : چي هو هغه نبي دی ,هغه څه چي ده صلی الله علیه وسلم راوړي دي، هغه ټول حق دي , دی صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی ، چي کله سهار شي نو بیا په ماپسي راځه ، کچير ي ما یوشی ولیده ، زه پر تا باندي و بیرید م ، نوزه په یوه طرف ګر زم ، ته په دي نیت و دریږ ه ، چي ګواکي زه بولې کوم ، کچيري روان وم ، نو زما پر پله پسي راځه تر څو چي له ماسره یو ځای ننو زي .

ابو ذر رضی الله عنه وايي : چي زه هم دده پر پله ور روان وم ، ترڅو چي هغه ( علي ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ، نو زه هم وروسته پسي ور نـنوتم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مي تحیة الاسلام وړاندي کړه ، یعنی السلام عليك یارسول الله صلی الله علیه وسلم ، زه په اسلام کښي لو مړ ی کس وم ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مي تحیة الاسلام پیښ کړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل , وعليك السلام ته څوک يي ؟ ، ما ور ته وویل چي زه د بني غفار قبیلې څخه یوسړی یم .

د الله رسول صلی الله علیه وسلم اسلام راباندي عرض کړ ، ماهم دستي اسلام قبول کړ ، کلمه شهادت : اشهد أن لا إله إلا الله و أشهد أن محمدا رسول الله ، مي ولوستله ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته وویل چي اوس نو بیر ته خپل قوم ته ولاړ شه هغه خبر کړه ، خود مکې له خلګو څخه خپل حال پټ وساته څوک مه خبر وه ؛ ځکه چي زه پر تا باندي له دوی څخه ویره لرم .

ابو ذر رضی الله عنه وايي : چي ما د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته وویل : چي قسم په هغه ذات چي زما واک او اختیار ده هغه پلاس کښي دی ، زه به دغه کلمه په بلند اواز سره د دوی په مخکښي اعلان کړم .

ابو ذر رضی الله عنه وايي چي کله له دي ځایه رابهر شوم ، نو په لوړ اواز مي ( أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدا رسول الله) کلمه مي ولوستله .

دا داسلام اوله نعره وه ، چي دقریشو غوږونه يي ، وکړنګول ، کبر اوغرور يي ور مات کړ ، دا نعره دهغه چا له خولې را ووتله ، چي نه په مکه کښي حسب لري ، نه نسب ، نه بل قریب اوحامي ،

د قریشو قوم پر ده باندي را ټول شول ، هغه يي تر هغو پوري ووهلو ، وټکولو تر څو چي بالآخره له ولاړ يي ولوېده ، عباس رضی الله عنه راغی پر هغه پرېو ت ، دوی ته يي وویل : هلاک شئ ایا تاسي نه یاست خبر چي دی د غفار قبیلې سړی ده ، ستاسي دتجارتي قافلو لاره له شامه څخه پر همدوی سپره ده .

عباس رضی الله عنه دی ( ابو ذر ) له قریشو څخه خلاص کړ .

ابو ذر رضی الله بله ورځ بیا راغی کلمه شهادت يي په لوړ اواز د دوی په مخکښي وویله ، دوی هم ورسره د پرون ورځي چل وکړ . خو عباس رضی الله عنه بیا خلاص کړ .

وروسته بیا ابو ذر رضی الله عنه خپلي قبیلې ته ستون شو .

ابو داؤد د یزید بن ابي حبیب په حواله ویلي : چي ابو ذر رضی الله عنه نبی صلی الله علیه وسلم ته په مکه کښي راغی ، اسلام يي قبول کړ ، بیا بیرته خپل قوم ته وا پس شو ، ابو ذر رضی الله عنه به ، د خپل قوم په معبودانو پوري مسخرې اوخندا کوله .

ابو ذر رضی الله عنه به دخپلې قبيلې خلګوته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کاوو، چي هغه صلی الله علیه وسلم خلګ دالله تعالی بندګي ته وربولي ، ښه اخلاق ورښي يي ، د ابو ذر رضی الله عنه قومي خلګ به دده په دعوت اوبلنه سره ، یو په بل پسي په دین کښي داخلیدل ، ابو ذر رضی الله عنه یواځي پخپله قبیله بسنه نکوله ، بلکې په اسلم قبیله کښي يي هم ډیر څراغونه بل کړل .

تر ننه پوري چي څو پیړۍ تیري شوی دي ، دغفار او اسلم دواړه قبيلې چي الله تعالی د ابوذر رضی عنه په واسطه سره هدایت ورپه برخه کړی مسلمانان دي .

دالله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم دوی ته څو ځله خپلې مبارکې ستر ګې دمینې اومحبت په نظر ور واړه ولې ، د الله ګران رسول صلی الله علیه وسلم د غفار قبیلې خلګوته وکتل او وویل : دغفار قبیلې ته دي الله مغفرت وکړ ي ، بیا يي د اسلم قبیلې ته وکتل او وویل : د اسلم قبیله دي الله تعالی سالمه وساتي .

د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم ابوذر رضی عنه ته مخامخ ولاړ ده ، دده د ژوند ټوله خلاصه يي په دي څو کلمو کښي را نچوړ کړه ، د ابوذر رضی الله عنه باطن هم رښتونی ، ظاهر يي هم رښتونی ، عقیده يې هم رښتونې او لهجه يې هم رښتونې ده .

بیاوروسته ابو ذر رضی الله عنه مدینې منورې ته هغه مهال راغی ، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته مهاجر شوی وو ، بدر ، احد او خندق ورڅخه تیر شوي وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي ابو ذر رضی الله عنه ولید ، نودده نوم , پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي پوشیده شو ، ورته وویل : چي ته ابو نملة يي ؟ ، ابو ذر رضی الله عنه وویل : چي زه ابو ذر یم ، د الله ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل : هو ته ابو ذر يي .

حاكم صاحب المستدرک د ابن مسعود رضی الله عنه په حواله ویلي : کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک غزاته روان شو ، نوڅه کسان له دغه غزا څخه پاته شول ، دوی ( صحابه ) به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویل : چي اې د الله رسوله ! فلانی پاته شو ، فلانی پاته شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل : هغه پرېږ دئ کچیري خیر پکښي وو الله تعالی بي راولې اوکچیري خیر نه وو پکښي نوله هغه څخه الله خلاص کړي یاست ، آن تر دي چي بالآ خره دوی وویل : ابو ذر هم پاته شوی دی ، دده اوښ دی شاته کړی دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : چي کچیرته خیر پکښي وو ، نو الله تعالی بي راولي ، اوکه بله خبره وه ، نو الله تعالی ور څخه خلاص کړاست ، ابو ذر رضی الله عنه خپل اوښ ملامت کړ ، چي دی یې ، له ملګر و څخه پاته کړ ، کله چي ابو ذر رضی الله عنه له ملګرو څخه پاته شو ، نو خپله اسلحه او نور دسفر لوازم يي پخپله شا را واخستل د الله په رسول صلی الله علیه وسلم پسي په پښو روان شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په یوه منزل باندي اړه ولي وو ، له مسلمانانو څخه یوه سړي دشا لورته وکتل ، که ګوري یوسړی پر لاره را روان دی ، دغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړ ، چي پر لاره یو سړی را روان دی ، رسول الله صلی الله وویل : ابو ذر دی ، کله چي خلګو فکر وکړ ، نو دوی هم وویل : اې د الله رسوله قسم په الله چي هغه ابو ذر دی ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :چي الله دي پر ابوذر باندي رحم وکړي ، ځي هم یواځي ، مري به هم یوا ځي اورا پاڅیږي به هم یواځي .

وروسته ابوذر رضی الله عنه ربذي ته ولاړ ، کله چي دده دمرګ وخت را نژ دي شو، نو خپلې بي بي او غلام ته يي دا وصیت وکړ ، چي کله زه ومرم ، نوغسل راکړئ ، کفن راکړئ ، بیا مي واخلئ پر لاره مي کښیږ دئ ، کله چي اول سپاره پرتاسي تیر یږي ، نوهغوته ووایاست چي دا ابوذر دی .

کله چي ابو ذر ر ضي الله عنه وفات شو ، نودوی هم داسي وکړل ، پر لاره سپاره راپورته شول ، کله چي رانژدي شول ، په دوی کښي عبد الله بن مسعود رضی الله عنه هم وو ، نودوی وویل دا څوک دی ؟ ، په جواب کښي ور ته وویل شول ، داد ابوذر رضی الله عنه جنازه ده ، ابن مسعود رضی الله عنه وژړل او وویل : چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم رښتیا ویلي وو ، چي په ابو ذر رضی الله عنه دي الله رحم وکړي ، یواځي به ځي ، یواځي به مر ي اویواځي به راپورته شي ، نو عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له آسه را کوز شو ، د ابوذر رضی الله ټول خدمت يي پخپله وکړ .

دا یو صحیح اومسند حدیث دی خالی بخاری او مسلم نه دی رواړی . المستدرك للحاکم رح ( 3 / 53 )

ابو ذر رضی الله عنه تر بعثت درې کاله ، وړاندي هم دیوه الله په عبادت مشغول او لګیاو ، د الله له پیغمبر صلی الله علیه و سلم سره يي بیعت پر دي خبرو وکړ ، چي د الله په دین کښي به دملا متیا ویوونکو خبرو ته غوږ نه نسي ، دوهم به حقه خبره کوي ولو که هغه تر خه وي .

په یوه روایت کښي راغلي : چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل : ابو ذر رضـي الله عنه په زهد کښي پر سر د ځمکي دعیسی بن مریم په شان سړ ی دی .

د ابو ذر رضی الله عنه یوه ملګري پر ابوذر رضی الله عنه باندي یو لوی پخوانی څادر ولید ل ، نو يي له ده رضی الله عنه څخه پو ښتنه وکړه ، چي آیا ته لدينه سوا نورې جامې نلرې ؟ ، ماخو له تاسره څو ورځې مخته دوې نوې جامې ولیدلې .

ابو ذر رضی الله عنه په جواب کښي وویل : اې واوره ! هغه جامې مي دواړې هغه چاته ورکړي ، چي تر ما دی ډیر ورته اړ وو ، ملګري ورته وویل قسم په الله چي ستا اړتیا ور ته زیاته وه .

ابو ذر رضی الله عنه جواب ورکړ ، چي الله تعالی دي بخښنه وکړي ، آیا ته نه وینې دغه لوی څادر چي ما اغوستی دی ؟ ، یو بل هم دجمعي د لمانځه لپاره لرم ، یوه میږ یا بزه هم لرم هغه لوشم شیدې راکوي ، یوه مرکبه لرم، مایو ځای ته رسوې نو تردي زموږ لپار نور افضل نعمتونه چيرته دي ؟ .

د ابو ذر رضی الله عنه بي بي مبارکه وایي : چي ابو ذر رضـي الله عنه په ربذه ( دیوې دښتي نوم دی ) کښي اوسیده ، کله چي مرګ ورته حاضر شو ، نو دا بي بي وايي : چي ما وژړ ل ، ابو ذر راته وویل : چي پر څه شي ژاړي ؟، دا وايي : چي ما وروته وویل پر دې ژ اړم ، چي زه خو لا چاره یم ، چي تاته به کفن در کوم ، خو له ما سره دوني اندازه کالی نشته ، چي ستاد کفن لپاره بس شي .

په مختصر ابي شامة کښي ليکلي : چي دا وايي ماورته وویل : چي ولي به نه ژا ړم ، ته اوس پر دغه دښته را مرې ، زه نه دونه وس لرم چي تاته قبر جوړ او پټ دي کړم اونه دونه کالی راسره شته چي ستا کفن شي او کفن درکړم .

ابو ذر رضی الله عنه راته وویل : چي مه ژاړه : ځکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي یوه ورځ واوریدل ، چي زه هم دده صلی الله علیه وسلم په حضور کښي له څه کسانوسره ناست وم ، ویل يي : چي په تاسي کښي به یو سړی پر دښته ومر ې ، بیابه دمؤ منانو یوه ډله خلګ ورته ر ا شي ، کوم خلګ چي له ماسره په هغه مجلس کښي حاضر وو ، هغه ټول په يوه ټولۍ یا یوه کلي کښي وفات شوي دي ، له دوی څخه اوس څوک پاته نشته ، اوس زه په دښته کښي اوسم ، مرم ، نوته هغه لارې ته انتظار کوه ، کوم چي مادرته وویل ، اوس به هغه ټول په ستر ګو ووینې اوزه قسم خورم چي ما تاته دروغ ندي ویلي .

بی بی مبارکه وایي : چي ماورته وویل اوس خو حاجیان ختم شوي دي څوک به اوس څنګ راشي ؟ .

ابو ذر رضی الله عنه راته وویل : چي ته انتظار کوه .

بی بی مبارکه وايي : چي زه د انتظار په حالت کښي وم چي یو ناڅاپه ، د دوی آسان راتاوشول ، تر څوچي ماته را ورسیدل ، کله چي راغله نولما څخه يي پوښتنه وکړه چي څه کوي ؟ ، دا وايي چی ماورته وویل چي دلته یو سړی له مسلمانانوڅخه مري ، تاسي هغه ته کفن ورکړئ ، الله تعالی به تاسي ته اجر درکړي ، دوی وویل : چي څوک دی ؟ دا وايي : چي ماورته وویل : ابو ذر دی ، دوی وویل چي زموږ مور اوپلار دي ترده قربان شي ، وروسته دوی ابوذر رضـي الله عنه ته راغله ، ابو ذر رضی الله عنه ورته وویل : چي زیری درکوم چي تاسي هغه کسان یاست چي ستاسي په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم څه خبره کړې وه .

وروسته ابو ذر رضی الله عنه وویل : چي نن تاسي ماوینئ چي څنګه شوی یم ، کچیري زما له جامو څخه زما کفن پره کیدلای شو ، نو په بله جامه کښي بیا کفن مه راکوئ .

ابو ذر رضـي الله عنه وايي چي تاسوته په الله قسم درکوم چي ماته به نه هغه سړی کفن راکوي ، چي امیر وي ، نه هغه سړی چي له امیر سره شناخت لري اونه دهغه ډاګي ( منشي یا کاتب ) .

موږ چي وکتل زموږ ټول ملګري یا امیران وو ، یا يي له امیر سره شناخت در لود ، یایي دهغه منشتوب کا وو .

مګر یو انصاري ځلمی له دوی سره ملګری وو ، هغه وویل چي زه دده ملګري کولای شم ؛ ځکه چي له ماسره دوه جامي دي هغه زما مور له څرخي ( وړیو راته) جوړي کړي دي ، یوه له هغو جامو څخه دغه ده ما اغوستې ده .

ابو ذر رضی الله عنه هغه انصاري ځلمي ته وویل : چي بس ته به ماته کفن را کوي .

ابو ذر رضی الله عنه په کال ۳۱ یا ۳۲ هجري کښی په ربذه کښي وفات شو ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه لمونځ ورکړ ؛ ځکه چي دی رضی الله عنه هم په همدغه ډله کښي حاضر وو .

الحلحان بن دري الضبي وايي : چي موږ له عبدالله بن مسعودرضی الله عنه سره څوارلس کسان دحج لپاره له خپله وطنه څخه ولاړو ، ربذي ته چي راغلو نو ابوذر رضی الله عنه ته ور غلو ، غسل هم موږ ورکړ ، کفن هم موږ ورکړ او په دغه ربذه کښي مو دفن هم کړ .

له کتاب رجال حول الرسول ، اسد الغابة ، تاریخ دمشق لا بن عساکر او مستدرک للحاکم څخه .

ګرانه لوستونکي ! دناز ولیو دژوند ټوله کیسه دي له سره تر پایه ولوستله ! ، کچیر ته په ایماني امتحان کښي کامیابي غواړي نو ټینګ شه ! ، ځکه چي زموږ دعصر خلګ هم په ډیرو لویو ازموینو کښي را ګیر دي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د