fbpx

سرښکته صلیب!

دادمحمد ناوک

دلته لا ژوندی یم، سا روانه ده
دلته دې بېړۍ ډوبه شیطانه ده
دلته کعبه دنګه ده، لا ځوانه ده
دلته د صلیب ګوزاره ګرانه ده

«»«»«»

د لته د عمر د پښو پل ژوندی
دلته مو د سپينې پګړۍ ول ژوندی
دلته د دوښمن د مرګ اجل ژوندی
دلته د تکبیر نغمه چالانه ده

«»«»«»

زه د طارق اس د پښو ګرد یمه
ډېر یمه؛ که ستا په نظر فرد یمه
شاته منډه نه لرمه، مرد یمه
ګرده زمانه راته حیرانه ده

«»«»«»

تانه خپل تاریخ تر خاورو لاندې دی
ژوند دې د سراب غوندې پُل باندې دی
سر دې اوس د سور دوزخ پر وړاندې دی
زما جنت جنت خاوره خندانه ده

«»«»«»

زه د یرموک کرېږه یم، ژوندۍ يمه
زه درته توپان یمه سيلۍ یمه
چاوې د جبار* پښو کې زيندۍ یمه!؟
دا دنیا په ما باندې ودانه ده

«»«»«»

ته دلته پخپل صلیب په دار شولې
دلته مې پښو کې خواروزار شولې
زما تر سینه تاو د مرګي، ښکار شولې
نن دې مرۍ بنده، مېنه ورانه ده

«»«»«»

دلته صلیب سر ښکته هلال ته کړ
ستا بادار يې اړ د جوړې سوال ته کړ
نن مو لویديځ خم، د اسیا خال* ته کړ
سپینه ماڼۍ زبون وهلې مانه ده

۱۳۹۴-۱۱-۲۴

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د