نظــر

پاکستان کې به دمئ په ۱۱مې دکېدونکي سیالۍ ګټونکی څوک وي…؟

73c47ab3a5357f8f728c0ac503a016c4 XLدڅه کم دوه اوونیو په فاصله ګاونډي هېواد (پاکستان)کې دملې اسمبلۍ په ګډون دڅلوروایالتې اسمبلیو لپاره درایواچولوسیالي کېدونکي ده  ، په کومه سیالي  کې چې دمختلفوسیاسي اودینې ګوندونو  اوازادو ۱۶۶۹۲  کاندیدان برخه اخلي. دپاکستانې  حکومت جوړولوبڼه یاشکل پارلمانې دی ، څنګ چې دبرېتانیې دحکومت جوړولو سستم  دی ،په هغه  کې اصل حاکم ځواک پارلمان وي ، مقننه ځواک  له  اجرایوي ځواکه   جلانه وي

،یواځي  قضائې ځواک له  مقنني او اجرائیه  ځواک  جلا وي ،  مقننه او اجرائیه دواړه په یوبل کې  ضم  شوي وي ، پارلمان پر دې سربیره  چې دقوانینو جوړونکی  اوتقنېني ځواک دی ، اجرائیه  اوحکومت هم تشکیلوي ، صدراعظم دپارلمان لخوا  ټاکل کېږي ، دصدراعظم په ګډون دحکومت وزیرانو او کابینې غړو لپاره دپارلمان غړیتوب شرط دی، دپارلمان دغړيتوب  پرته یوتن دصداعظم یاوزیرپه حیث  لوړه نشي کولی په  دې علاوه  مقننه (پارلمان) له کاره داجرائیه ځواک د ګوښه کولو واک هم لري ، دشته  صدراعظم پر ضد  دبې باورۍ راي ورکولواختیار هم لري ، په  ځای یې د نوي صدراعظم  غوره کولوصلاحیت لري ، دلته دپام وړ نکته داده چې په پارلمانې طرز کې دحکومت مشرجلاوي ، دهېواد اوریاست مشر جلا وي؛  دحکومت مشر صدر اعظم وي او دهېواد او ریاست مشر ولسمشر وي ، څنګ چې  په بریتانیه کې دحکومت مشر صدر اعظم دی  او دهېواد او دریاست مشره ملکه ده .

یوشی چې دپاکستانې دیمکراسۍ بڼه له  نورو جلاکړي هغه  ددغه  هېواد   په  ۱۹۷۳زکال کې دجوړشوي اساسي قانون دننه په لاندې الفاظو  دشوي اقرار اوتعاهد روح دی :

اصل  حاکم !اواعلی  مقتدر دالله رب العالمین ذات  دی! هم ټول جوړیدونکې قوانین به  دقرآن اوسنت تابع اودپارلمان هیڅ غړی واک  ونلرې چې له قران اوسنت نه د مغایروقوانینو په پلوۍ رایه ورکړي!!

دنورو هېوادو په قوانینو کې د اصل حاکم اواعلی  مقتدر ځواک نسبت  ټولنې او خلکو ته کېږي هم  ټول  جوړیدونکې قوانین دخلکو دخواهشاتو اوغوښتنو  سره جوړیږي دپاکستانې دیمکراسۍ دغه ځانګړی  اړخ ښائې ددینې علماوودکردار مرهون منت وي! رازو اصلي موضوع ته :     

هرګوند چې دپارلمان (مقننې ) ډېري څوکۍ وګټي همهغه ګوند   حکومت (اجرائیه) جوړوي ،  دېته په پام اوس دپا کستان ټول لوی او واړه ګوندونه لګیادي  مبارزه کوي  څو دملي اسمبلۍ  اوایالتي اسامبلیوډېري څوکۍ وګټي اوبیا  د حکومت جوړولو په بهیر کې زیاته  ونډه ومومي  ،بېلا بیل سیاسي اودینې احزاب د مختلفو وعدو او شعارونو په عنوانولو کوښښ  کوي چې د خلکو ډېر ملاتړ له ځان سره   کړي، څوهغوئ ورته  دمئ  میاشتي په یوولسمه نیټه راي واچوي .

دپاکستان دپلازمېنې (اسلام آباد ) په ګډون په  څلورو ایالتو او قبایلې ایجنسیو کې دسیالو ګوندو او ډلو ترمنځ په یواو بل دبرې موندنې لپار بیړنۍ هلي ځلې رواني دي ،هر ګوند پر  بل  دبري لاپې شاپې وهي ، خو معلومه نده  چې په  یاده نېټه  دچا دبخت ستوری را خېژي ؟ کوم ګوندبه دانتخابې سیالیو ګټونکۍ وي؟  په دې لړکې  کومه  قطعي وړاندوینه نشي کېدای، چې  راتلونکې پارلمان کې به دکوم ګوند اکثریت وي؟ او څوک به ددغه هېواد  راتلونکی صدراعظم شي ؟په دې اړه څه ویل  له وخت  وړاندې دي.

لیکن  یو شمېر قرائنو او علائمو ته پر پام ښکاري چې  شاید یو ګوند هم بشپړ اکثریت ترلاسه نکړي ،ترډېره حده  دیوه ائتلافي حکومت جوړیدو امکان ډېردی.

 دپاکستاني سیاست  ځانګړتیا دا هم ده چې د لویو او  وړو  ګوندومقبولیت  دایالتو په کچه   توپیر لري، په یوه  ایالت کې دیوه ګوند دمقبولیت ګراف لوړ وي خو په بل ایالت کې د هغه دمقبولیت ګراف ښکته او هلته  بل ګوند منلی وي  البته یوشی چې د پاکستاني سیاست  ترټولوقوي عنصر ګڼل کېږي ،هغه پنجاب ایالت دی !!دغه ایالت تل  د مرکزي حکومت په جوړولو کې له نورو درې ایالتو زیات رول او ونډه لري ،هر ګوند چې پنجاب کې مقبولیت ولري ، هغه دحکومت جوړولو وړتیاهم لري ،  ولي پنجاب دپاکستان په څلورګونو ایالتو کې دنفوسودشمېر له پلوه لوی ایالت راځي  چې  ورڅخه  د ملي اسمبلۍ له نیمي  زیات استازي غوره کېږي  ،دپاکستان ملي اسمبلۍ  ټولټال ۲۷۲ څوکۍ لري ،له  څلوروایالتوڅخه ددي څوکیو  دغوراوي تناسب داسي دی :

  له پلازمېني اسلام آبادنه  ۲ څوکۍ ، له پنجاب  ۱۴۸ څوکۍ، له سنده   ۶۱ څوکۍ، خیبر پښتونخوانه ۳۵ څوکۍ ،بلوچستان ۱۴ څوکۍاو قبایلي  سیمې ۱۲ څوکۍ…

په پورتنې  وېش اوتناسب  سره  دملې اسمبلۍ له  نیمي زیاتو څوکیوته استازي له پنجاب  غوره کېږي ، نو حتمي ده چې دپاکستان په هر نوي پارلمان کې اکثریت به دهغه ګوند  په نصیب  وي  ،کوم چې پنجاب کې ډېر نفوذ او ملاتړ ولري ،صدراعظم هم  له همهغه ګوند راځي چې  دپارلمان دننه زیاتې څوکۍ  وګټي .دلته  دې یادو ارقاموته   په پام  دایالتونو پر کچه دمئ د۱۱مې  دکیدونکې سیالۍ  دپایلو لنډه ارزونه کوو:

پنجاب:

بې له شکه دسیالیو تود او  لوی ډګر پنجاب  دی ، دې ایالت کې  دملي اسمبلۍ په ۱۴۸څوکیو ۲۳۶۷کاندیدان اودایالتي اسمبلۍ پر۲۷۲څوکیو ۵۷۳۸کاندیدان سره  سیالۍ کوي ، د  کاندید انو په یاد شمېر کې  ترهرنورو ګوندونو زیات نوماندان دپخوانې صدراعظم (نواز شریف) ګوند مسلم لیګ نون معرفي کړي دي،په  دویم ګام کې زیات  کاندیدان دپاکستان داوسنې ولسمشر( آصف علي زرداري) دځوی بلاول بوټو زرداري په مشری پیپلز ګوند وړاندې کړي،په دریم قدم کې په ترتیب سره    دعمران خان تحریک انصاف ، جمعیت علماء اسلام ، جماعتي اسلامي اودمسلم قاف  نومونه راځي .   

دخبري رسنیو په استناد : دپخوانې صدراعظم نواز شریف ګوند(پاکستان مسلم لیګ نون)پنجاب  کې  له نورو ګوندو  مخکې  او ډېرمنلی دی ، دمئ د ۱۱مې نیټې دټا کنو ترڅ کې شاید له دغه ایالته  دملې اسمبلۍ  دزیاتو څوکیو ګټلو سربیره  دپنجاب د ایالتي پارلمان ډيرې څوکۍ  هم ترلاسه کړي ، دمسلم لیګ نون ورسته د بلاول بوټو زرداري په مشری دخلکو (پیپلز) ګوند هم پنجاب کې پراخ نفوذ اوملاتړي لري ، په یوشمېر څوکیو یې دبري  چانس لیدل  کېږي، پاکستان مسلم لیګ قاف چې دمسلم لیک نون  په مقابله کې   دپیپلز ګوند سره  ائتلافي ملګری دی په ځینو څوکیو  دبري موندنې پر موقف کې دی ،په هغه  سربیره دپاکستانې کرکټ دملې لوبډلې د یوه پخوانې کپتان  عمران خان تحریک انصاف هم پنجاب کې دپراخ ملاتړ موندنې هڅه کوي   اوغواړي چې  له مسلم لیګ نون  سره ډغره ووهي ،خو دکتونکو په اند: عمران خان په  سیاست کې دزیاتې  تجربې  نه درلودو په وجه  ګام په ګام تېروتني اواشتباهات تکراروي له دې وجې دټولنې هوښیاراوتجربه کار قشرله نوموړي څخه   ډاډمن نه ښکاري .

البته عمران خان  دپاکستان د ځوان نسل ترمنځ یوه مقبوله اومنل شوي څېره ضرور دی  په دې وجه یې دملاتړسلنه  دمسلم لیګ نون اونورو احزابو لپاره ننګوونکي ده!شونې ده  دعمران خان تحریک انصاف ګوند  په پنجاب ایالت کې دمسلم لیګ نون په وړاندې د یوه قوي حریف په تو ګه ځان څرګند کړي .

دعمران  خان سربیره  سږکال دیني اواسلامي  ګوندو هم پنجاب ته  خپل پام ډېر کړی او  هلته  دڅوکیو ګټلو لپاره یې ګړندي ګامونه پورته  کړي ددغه هېواد دنومیالی اسلامې سیاستوال مولانافضل الرحمان ګوند (جمعیت علماء اسلام) اوجماعت اسلامي ، دواړو  دپنجاب له  زیاترو ولسوالیونه  خپل کاندیدان اونوماندان  دانتخابې سیالیو لپاره ودرولي ، په ځانګړې تو ګه جمعیت علماء اسلام ډېر پام دپنجاب جنوب ته ګرځولی او هلته  په یوشمېر ولسوالیو یې دبري څرک  هم لیدل کېږي خو داچې دینې ګوندونه وېشلي دي  اوپخپلو منځو کې سره سیالان اوحریفان دي دجزي برياوو پرته یې دپراخ بري امکان لږ دی .

سند:

له  سند ایالته دپاکستان  ملې اسمبلۍ ته ۶۱ استازي غوره کېږي ، په دې ۶۱ څوکیو ۱۰۸۷کاندیدان او دسند ایالت  ایالتي اسمبلۍ ۱۳۰څوکیو ته ۲۸۰۹نوماندان ولاړدي ،په تاریخي  اودودیزه تو ګه سند ایالت دپیپلز ګوند دنفوذ مرکزګڼل کېږي  ، دنورو ایالتو په نسبت سند کې خلک(پیپلز) کوند زیات ملاتړ لري  ،دنواز شریف مسلم لیګ نون ،دعمراخان تحریک انصاف او دینې ګوندونه هم سند کې ملاتړي لري  خودخلک (ګوند) په پرتله یې دهغوئ د ملاتړوشمېر ډېر ندی ،دهغوئ سربیره دسند ایالت په سیاست کې  دپیربګاړه مسلم لیګ او دمهاجر قومي غورځنګ رول  هم ډېر اهمیت لري ، داځل هم دنور کله پشان برېښي  چې  دسند  دننه خلک (پیپلز) ګوند زیاتي څوکۍ ترلاسه کړي اوپه څو ولسوالیوکې بیا د نوروځینو ګوندونود محدودبري توقع هم شته   ،او دسند په  مرکز کراچۍ ښار کې بیا حالت یومخ بله بڼه لري،ددغه ښار دننه  دمهاجر قومي غورځنګ دراج  سېکه چلیږي  ، له دې وجي تل هلته دملې اسمبلۍ زیاتي څوکۍ هم دې غورځنګ ګټلي اوهم د ایالتي اسمبلۍ ګڼ شمېر څوکۍ یې تل  په برخه رسيدلې ،داوار بیا هم  دکراچۍ  ساحلي ښارزیاتې څوکۍ دمهاجر قومي غورځنګ په برخه رسېدای  شي ، دنورو  ګوندونو پشان دینې ګوندونه (جمعیت علماء اسلام ،جماعت اسلامي اوجمعیت علماء نوراني) هم د سند دننه  اوکراچۍ ښارکې ترڅه  ځایه  پراخ  اثرلري ، ممکن پر ځینو څوکیو هغوئ ته هم خلک ډېري راي  ورکړي ،په ځانګړي تو ګه په پښتون میشت سېمو کې دجمعیت دڅوتنو کاندیدانو دبري چانس شته   په ځینو څوکیو دجماعت اسلامي دملاتړو شمېر هم دپاوړ دی البته ددینې ګوندو دپراخ بري چانس لږدی  ،  په قاطع ډول  حتمي  وړاندوینه نشي کېدای  چې له سند ایالت نه به کوم ګوند دملي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ وګټي  او کوم ګوند  به په راتلونکي کې دسند ایالتي واکمن وي!!په اړه یې څه ویل دوخت وړاندې دي.

خیبر پښتون خوا :

له  خیبر پښتونخوا  نه ملې اسمبلۍ ته ۳۵ استازي ځي ، د ۳۵ استازو د څوکیو ګټلو لپا ره  دبېلابېلو ګوندونو اوډلو ټپلو له لوري ۵۱۷ کاندیدانو د سیالیو ډګرته دانګلي او  دایالتي پارلمان په ۹۹څوکیو ۱۴۳۸کاندیدان ولاړدي  ،هر ګوند هڅه کوي چې دمئ د یوولسمې نیټې  په ټولټاکنو کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي د۲۰۰۳کال په ټولټاکنو کې دمذهبي ګوندونو ائتلاف  متحده مجلس عمل هلته ترنورو زیاتې څوکۍ ګټلي وي او پکې خپل حکومت یې  جوړ کړی و. د۲۰۰۸زکال ټولټاکنو سره   چې دځینودینې ګوندونو لخوا پریکون اعلان شوی و اوهم دمتحده مجلس عمل  ائتلاف  عملاً ړنګ شوی و ، په دینې ګوندو کې یواځې دمولانا فضل الرحمان (جمعیت علماء اسلام) ګوند پریکون نه وکړی او پکې برخه یې  اخستي  وه ، هغه مهال ددغه ګوند له  ۲۰ زیات نوماندان له پنځه سوه څخه  په کمو رایو پاته راغلي ول اوایله د ۱۵شاواخوا  ایالتي څوکۍ یې  ګټلي وي ،په مقابل کې یې پښتون ملت پال (عوامي نیشنل)  ګونددپيپلز ګوند سره په ګډ ائتلاف جوړولو زیاتې څوکۍ ګټلې وي ،دمرکز ترڅنګ یې  ګډایالتې حکومت هم جوړکړی و ه  او جمعیت ته  داپوزیسیون څوکۍ رسیدلي وه  ،داځل جمعیت  هلته بیا په لوړ ستونې د بري ترلاسه کولو دعوه کوي !! خو تردې مهاله زمکنې حقایق ښیې  چې هیڅ ګوند هم شاید  دبشپړ اکثریت ترلاسه کولو موقف ونلري ،البته ضرور دپنجاب اوسند په پرتله هلته  دینې ګوندونه دسیاست اوسیالۍ  فعال اوعمده لوبغاړي دي  ،تردي چې په یوشمېر ولسوالیو کې پر نورو ازاد خیالو ګوندونو  برتري لري خو داځل هلته  د۲۰۰۳ زکال برعکس دینې ګوندونه یوندي ، په ګڼو ولسوالیو او څوکیو هغوئ   پخپل منځ کې سره  لاس اوګریوان دي چې داکار نورو ګوندوته دبري چانسونه په لاس ورکوي او ددینې ګوندونو  لپاره په ستر  زیان تمامېدای   شي  ،لیکن  د۲۰۰۸ کال په نسبت د جمعیت علماء اسلام پر لور دخلکو د علاقمندۍ اومیلان سلنه زیاته برېښي  په لومړي ځل  ګڼ شمېر شتمن اوپانګوال نوماندان ددغه ګوند لخوا په ټولټاکنو کې برخه اخلي چې دکتونکو په اند: دادجمعیت لپاره کامیاب حکمت عملي ثابتیدای شي !ا چې   د۲۰۰۸زکال په نسبت  زیاتي څوکۍ ترلاسه کړي ، په خاصه  تو ګه دخیبر پختونخوا په  جنوبې ولسوالیو لکه کواټ ، هنګو ، کرک ، بنو، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان اوټانګ کې دغه دینې ګوند ترنورو په ښه موقف کې ولاړ ښکارې  او د ایالت  په  منځنیو سیمو پيښور ښار ،نوښار ،  چارسده، مردان اوصوابی کې نورګڼ ګوندونه دبرياوو دعوي کوي خو جوته نده چې هلته به  دچا تله  درنه  وخیژي ؟ په سوات ،بونیر اوچترال  کې هم ورته حال دی ، نده څرګنده چې هلته کوم ګوند کولی شي زیاتې  څوکۍ ځانته کړي ، دیر کې جماعت اسلامي ترنورو وړاندې دی   ، دهزار ي پر ځینو ولسوالیو لکه هریپور اوایبټ  آباد کې  مسلم لیګ نون  ترنورومخکې لېدل کېږي ، مانسهره کې دجمعیت علماء سلام ، مسلم لیګ نون  اوتحریک انصاف ترمنځ دښه کلک ټکر او سیالۍ اټکل کېږي ، په بټ ګرام اوکوهستان دتېر پشان دجمعیت علماء اسلام تله درنه ښکاري.

دسیاسي چاروکتونکو په اند په خیبر پښتونخوا کې  به هم یوګوند قاطع اوبشپړ اکثریت ترلاسه نکړي دهغوئ په آند دینې ګوندونوچانس درلود چې د۲۰۰۳زکال په څېر یې هلته بیا بشپړ بری موندلی وه  خو  داچې دینې ګوندونه سره یوندي او دیو بل په  څملو لو اوکمزوره کولو پسې دي له دې وجي  یې  د پراخ  بري  هېله مندې هم  نشته.   

بلوچستان :

له بلوچستان ایالته ملي اسمبلۍ ته ۱۴ استازي غوره کېږي  ، او ایالتي اسمبلۍ یې  ۵۱څوکۍلري ، اوسمهال په دغه ایالت کې دملي اسمبلۍ په ۱۴ څوکیو ۲۸۴کاندیدان  ولاړدي   او دایالتي اسمبلۍ په ۵۱ څوکیو ۹۵۳ نوماندان اوکاندیدان دسیالیو په ډګر کې شتون لري ، بلو چستان کې هم دنور پاکستان پشان  بېلابېل ګوندونه دبري موندنې پر  هڅو بوخت دي ،هر ګوند په نورو دبري دعوي کوي  خو زمکنیوواقعیتونو اوتاریخي لاسوندونو ته په پام ویلای شو چې بلوچستان کې تل  دپاکستان دڅولویو ګوندولکه مسلم لیګ نون اوپیپلز ګوند سربیره ګڼو  ملت پالوګوندونو اویوه اسلامپال  ګوند (جمعیت علماء اسلام) ترنورومهم نقش درلودلی ، په ۲۰۰۸ زکال کې له ټاکنو سره د پښتون اوبلوچ ملت پالو ګوندونو لخوا  د پریکون ګټه  نورو ګوندوته  رسیدلي وه  خو داځل  بلوچ اوپښتون ملت پالو ګوندونو په ټاکنو کې دګډون پرېکړه کړي،بلوچ ملت پال ګوند (نیشنل پارټي)بلوچستان نیشنل مینګل ګوند او پښتون ملت پال (پختونخوا ملي) ګوند د ښه  کلک عزم په بدرګه  دسیالۍ ډګرته دانګلې  له دې وجې هلته  دسختې سیالۍ توقع کېدای شي ،په پښتون میشت سیمو کې دپختونخوا ملي عوامي ګوند مخامخ ټکر  اومقابله دجمعیت علماء اسلام  سره  ده ،  کوم جمعیت  چې تل دبلوچستان دعلماوو او دیندارو خلکو ترمنځ دوحدت سمبول  و خو اوس هلته په دوه جلا  ډلو وېشل شوی ،  ښکاره ده چې  ددې  وېش اواختلاف ګټه مخامخ  دپختونخوا ملې عوامي ګوند ته رسي ،په بلوچ میشت  سیمو کې دملت پالو بلوچ ډلو ترمنځ دنه  اتحاد ګټه شاید  نورو ګوندو نو لکه  مسلم لیګ نون مسلم لیګ  قاف او جمعیت علماء اسلام ته  ورسي .

دنورو ایالتو په څېر  بلوچستان کې هم  شاید یو ګوند بشپړ اکثریت ترلاسه نکړي  دېته په پام سره  دسیاسې چارو کتونکې  په دې باوردي:چې بلوچستان  کې راتلونکی ایالتې  حکومت به  دتیر په څېر مخلوط وي .

قبایلي سېمي :

له قبایلو ایجنسیو نه  دملي پارلما ن ۱۲ څوکیو ته ۳۳۹کاندیدان ولاړدي ،له وړاندې راهیسې قبایلي سېمو کې دینې اوسیاسې ګوندونه نفوذ لري خو دنوروعاموسیاسي اودینې ګوندوپه پرتله د جمعیت علماء اسلام اثرورسوخ په قبایلو کې  زیات دی  په اوسنیو ټولټاکنو کې د سیالیو لپاره ټولو ګوندو کاندیدان معرفي کړي چې  ترمنځ  یې دکلکې مقابلي اټکل کېدای شي   البته په ځینو څوکیو ددینې ګوندونو ملاتړ له نورو زیات دی ، هم دا راز دعمران خان تحریک انصاف دپلویانو شمېر هم  په ځینو څوکیو له پامه غورځول آسان ندي .  

اسلام آباد:

دپلازمېني اسلام آباد نه  دملې اسمبلۍ  دوه څوکیو لپاره ۷۷ کاندیدان ولاړدي اوترمنځښه توده  سیالې روانه ده ، په دغو دواړو څوکیو دمسلم لیګ نون ، پيپلز ګوند اوتحریک انصاف له لوري دبرې لپاره پراخي هلي ځلي رواني دي او په یوه څوکۍ جماعت اسلامي هم  لږډېر فعال برېښي  .

عمومې ارزونه :

دې پوښتنې ته   چې د دغه هېواد (پاکستان) راتلونکی حکومت به دکوم ګوندوي؟ اوڅوک به یې صدراعظم وي؟ قانع کوونکی ځواب ویل ګران دی دپاکستان نامتو ژورنالست اوڅېړونکي عرفان صدیقي دپاکستاني چارو  دیوه  باخبره خارجي دیپلومات له قوله لیکلي : دمئ ۱۱مې په  سیالۍ کې مسلم لیګ نون لومړی پيپلز ګوند دویم مهاجر قومي غورځنګ دریم اودعمران خان تحریک انصاف په څلورم لمبر وي…. !

راځئ ! انتظار وکړو!   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x