نظــر

په ښځینه کالیو کې د بندیانو ښودل، د حجاب او افغاني کلتور د له منځه وړلو هڅه

لیکنه: فضل الرحیم (سعید)

په ټولنیزو شبکو باندې یو ځل بیا یو شمېر داسې انځورونه تر سترګو کیږي چې نارینه د ښځو په جامو کې، هتکړۍ يې په لاسونو او پولیس یې تر څنګ ولاړ وي. د دې ډول انځورونو په کتلو سره ځینې هېوادوال په سملاسي توګه پرته له دې چې په اړه يې فکر وکړي تبصرې کوي. دوی فکر کوي چې ګواکې طالبان له دې ډول جامو څخه په ګټه اخیستنې سره غواړي خپلو نظامي موخو ته ورسیږي، خو د دوی په وینا د ځیرکو پولیسو لخوا ژر تر ژره نیول کیږي، په داسې حال کې چې طالبان حتی له نظامي لباسونو څخه په استفادې سره تر لویو لویو اهدافو ورسېدل او لا پسې روان دي.

نن هم پر پژواک افغان خبري پاڼه یو تن له څو تنو پولیسو سره وښودل شو چې ښځینه جامې یې پر تن وې او په خبر کې لیکل شوي وو چې ګواکې دا ځوان په کندهار کې له طالبانو سره د تړاو په تور نیول شوی و او غوښتل یې له دې لباس څخه په ګټه اخیستنې سره له زندانه وتښتي. د دې خبر د بطلان لپاره همدومره کافي ده چې په زندان کې دې بندي ښځینه کالي له کومه پیدا کړل؟ په داسې حال کې چې زندانونو ته د ورتګ په مهال د بندیانو له لیدونکو خپلوانو څخه پوره تلاشي هم اخیستل کیږي او زنداني هم له پنجرو د ننه خوا څخه له خپلو خپلوانو سره لیده کاته کوي، نو دې ځوان څنګه وکولای شول ښځینه کالي واغواندي، له پنجرو بهر شي او له زندانه د تېښتې هڅه وکړي.

په هر حال، دا ډول خبرونه خپرول په عامه افکارو کې د افغاني کلتور او حجاب په له منځه وړلو او تورنولو باندې څه اغېز کولای شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې له دې وروسته به پولیسو ته ښه بهانه په لاس ورشي تر څو په همدې پلمه په لویو لارو او ښاري دروازو کې له ښځینه وو څخه تلاشي واخلي، هغوی وځوروي او حجاب، ټکري او څادري بدنام کړي، په دې توګه به د غرب یوه لویه غوښتنه پوره شي، عام خلک به له حجاب او افغاني کلتور څخه متنفر شي او بالآخره یوه ورځ به د نورو ملکونو په څېر په دې اسلامي هېواد کې هم د نا امنۍ د له منځه وړلو په پلمه په اسلامي حجاب بندیز ولګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی اماج

که بدی نه کړای بدي چاري ««»»بدۍ به چا وهو په لاري! دغه افغانی لباس اصلا دوی وشرمولو.جنت ته دتلو لپاره ډیری غوره لاری نوری هم شته چی ښه بیلګه یی پخپله په قرآنشریف کی شته :بسم الله لارحمن الرحیم: ومن احیاها فکانما احیاالاس جمیعا.ط صدقالله العظیم د خدای د مخلوق چوپړ ،عدل او پرهیز ګاری هغه څه دی چی الله (ج) مسلمان مخامخ جنت ته ورباندی لیږی. لکه فرمایی: اعدلو هو اقرب التقوی،ط.ص:ژباړه: تاسی عدل وکړی چی پرهیزګارۍ ته نیږدی دۍ.

محمد عبدالله

اماج صاحب دا سه ګدی ودی تبصره دی کړی ایة کریمه دی هم غلط لیکلی سم یی کړه دوهم داسی سوچ مکوه چی حجاب صرف افغانی دود اورواج ده بلکی حجاب دتولو مسلمانو زنانه وو لپاره فرض ده حتی مخکینی ادیانو کی هم دحجاب پابندی ته امر شوی ده اما افسوس چی اوس غربیان او نور کفار حتی خپل منسوخ دینونه هم پریخی او سوچ دشیطان عبادت ته ملا تړلی (شیطان پرستان دی)زکه دحجاب اونور دالله له طرفه فرض کړل شوی شیانو مخالفت کوی او پر ضد یی تبلیغات کوی او هر هغه شیان چی الله منع کړی هماغه ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x