نظــر

د ګروموف شرمينده تېښته، د سره شوروي د زوال ورځ

لیکوال: انجینر وحید
لیکوال: انجینر وحید

انجینر وحید

د کمونېزم د ايډيالوژۍ د ختمېدو نېټه: د دلوى له 26 څخه نه کاله او څو مياشتې وړاندې د سره شوروي اشغالګرو فوځونو په خورا زور، وحشت او ظلم سره د ګران هېواد د خپلواکۍ تر پښو لاندى کولو او خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو لپاره په اشغال پيل وکړ، ددې کلو په تېريدو سره يې بې حده ظلمونه او وحشتونه د خپل کرملېن او نورو د نفس د خوشحالتيا او غوښتنو لپاره تر سره کړل، تر ميليونو زيات هېوادوال يې شهيدان، معيوب او مهاجر کړل، چې تر اوسه يې هم لا دقيقه شمېره نده په ډاګه شوي، اشغالګر پدې آند وو چې پدى ظلمونو او وحشتونو سره به د ځان لپاره د بريأ رنګ راوړي، اما ناخبر لدى چې دوي د داسې چا په مرۍ پل ږدي چې هيڅ وخت خپل د خپلواکۍ او حق ناره نه پريږدي، او د غلامۍ غږ ته لبيک نه شي ويلي، او نه يې هم څوک په زور او جبر سره رام کولاي شي، لکه څرنګه چې روښانه ده: زور او زورګوئې نه شي کولاي چې د عدالت او آزادۍ مخه ونيسي، همدا ٶ چې ددومره وحشتونو او ظلمونو په وړاندې يې په مېړانه سينه سپر وګرځوله تر څو چې يې د اشغالګرو ځواک دړې وړې کړ، او ګروموف شرمينده وروسته له نه کلو او څو مياشتو خپلې پښۍ په تېښته سپکې کړى، شپږ ويشتمه د افغانانو د بريأ او ګروموف له تېښتې سره سم د سره شوروي زوال پيل شو، ددوي د زوال له پيل او افغان مسلمان ملت د سرښندنو سره نورو هېوادونو هم د آزادۍ غږ پورته کړ، او لدې سره سم د کمونيستي اېډيالوژۍ دوران هم په ټوله نړۍ کې له منځنۍ آسيا څخه تر شرقي اروپائې هيوادونو او لاتينې امريکا پورى ختم کړ، پدى سره يې د سره شوروي حکمرانۍ ته په ټوله نړۍ کې د پاي ټکي کېښود،

شپږ ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې د کاميابۍ او خوشحالۍ ورځ ده، چې لدى څخه هېڅوک سترګۍ نه شي پټولي، خو دا چې وروسته له دى ورځې کومۍ تېروتنې د ملت رهبرانو وکړى، ښکاره دي، خو د ملک د تباهۍ اصل عامل همدا د سرو شوروي يرغل ٶ، چې ددوي په اشغال سره د ملک هر نسبي څه يې چې درلودل له مينځه ولاړل، او ورسره د منطقې د لويو قدرتونه د پام وړ وکرځېد، بېرونۍ لاس وهنې پيل شوى، چې بدبختانه تر اوسه د همدۍ قدرتونو د لوبو ميدان ګرځېدلي

د يوه هوسا او خپلواک افغانستان په هيله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x