افغانستان

مجاهد: د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر خپلي هلي ځلي نه سپموو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به په خپلو عملیاتو کې د عامو خلکو د سر او مال زیان ته پاملرنه کوي، او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره به هلي ځلي کوي.

نوموړي دا خبري د یوناما د هغه راپور د خپرېدو وروسته کړي چې تېره ورځ یې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه نشر کړ.

په دغه راپور کې د ملکي تلفاتو ۶۲ سلنه پر طالبانو اچول شوې، چې ذبیح الله مجاهد یې په خپله خبرپاڼه کې په کلکه ردوي.

په ډنډغوري کي د دولتي ځواکونو په توپونو او درنو ډزو لګېدلي کورونه
په ډنډغوري کي د دولتي ځواکونو په توپونو او درنو ډزو لګېدلي کورونه

مجاهد زیاتوي: «د ملګرو ملتونو راپور یو لوریز، تبلیغاتي، او د اشغالګرو قوتونو په اشارو ترتیب شوی دی.»

نوموړي همداراز وویل چې «په تیرو ۱۷ ورځو کې یوازي د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو او دولتي ځواکونو په بمباریو او عملیاتو کې تر ۸۰۰ زیات ملکي وکړي ټپيان او شهیدان شوي دي.»

مجاهد غږ کړی که چیري د ملکي تلفاتو په اړه داسي د بې انصافۍ څخه کار اخیستل کیږي، نو هرکله به دولتي ځواکونه جنایات کوي او مسؤولیت به یی پر طالبانو اچول کیږي.

نوموړي وایی: «په داسې بې انصافۍ سره د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه نه نیول کیږي، بلکې دکابل مزدوره اداره او باداران یې لاهم جرئت اخلي او دبې مسئولیتۍ احساس کوي.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ او شاوخواو سیمو کې دولتي ځواکونو جګړه پیل کړې، چې د مدني فعالانو، ازادو ژورنالیستانو او سیمه ایزو خیریه بنسټونو په وینا زیات شمېر ولسي کورونه په کښې نړیدلې، او په سوونو ملکي وګړي په کښي ټپيان او وژل شوي دي.

دغه مدني فعالان وايي چې د سیمي خلکو ته د خپلو شهیدانو د پټولو ، د زخمیانو د تداوي کولو او همداسي کورنیو ته د جګړې د سیمي څخه د انتقال اجازه نه ورکول کیږي، او نه هم د هغو ولسي وګړو لپاره د سرپناه ځای سته چې د جګړو له وجي يې د ژوند ژغورلو په خاطر خپل کورونه پري ایښي دي.

د یادوني وړ ده چې ملګري ملتونو د نړیوالو قوانینو له مخي پولیس، جاسوسان، دولتي مامورین، څارنوالان، قاضیان، دولتي ملایان او نور ټول هغه چې په ملي پوځ کې شامل نه وي، ملکیان بولي. طالبان دغه کسان د جګړې اړخ بولي او جګړه یې روا بولي.

د جینوا کنوانیسیون اړوند لومړنی پروتوکول پنځوسمه ماده په دې اړه وايي چې ملکي وګړي هغه نه دي چې د جینوا کنوانیسیون د څلورمې مادې په ۱، ۲، ۳ او ۶ بند کې نه وي ذکر شوي. همدا راز د دغه پرتوکولو په ۴۳ ماده کې.

د جینوا درېیم کنوانیسیون اضافي پرتوکول د وسله والو ځواکونو تعریف کوي چې یواځې په کې ملي اردو راځي.

خو بل اړخ ته دولتي ځواکونه او همداسی امریکایان چی هر څومره ملکي وګړي وژني، هغه پر طالبانو شمېرل کیږی. او ډیر کم هغو ته د ملکي کسانو رتبه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x