نظــر

میږیان او انسانان / خالد افغان زوی

image10158

د کور په پخلنځي کې میږیان پیدا شوي وو ، په کور کې یې څو ځله راته وویل چې یوه چاره یې وکړم ، څوځله مې له نږدې ولیدل چې له ډوډۍ نیولې ، تروریجو او نورو دانو پورې په هرڅه کې لویدلي وو ، حتی د ډیرو خوراکي توکو پلاستیکي کڅوړې یې سورۍ کړې وې او او شپه ورځ یې دخپل ښور په خواچلول .

له ما هم لاره ورکه وه  چې څنګه یې چاره وکړم ، په ژوند کې یوځل پخوا هم له داسې ستونزې سره مخ شوی وم ، خو هغه مهال مې یوډول سپین پوډر چې په بازار کې خرڅیږي ، رانیول او دمیږیانو د غار شاوخوا مې  تویې کړل ،  چې میږیان یې ټول ووژل ، ماچې هغه مهال ددې عاجزه مخلوق قتل عام لیدلی وو ، داځل مې هیڅ زړه نه شوای کولای چې داسې په بې توپیرۍ یې ووژنم .

زه څو ورځې په همدې فکر کې وم چې څنګه چاره یې وکړم ، خو بله ورځ مې لیدل چې میږیان نه ښکاري او ورک شوي دي ، په کور کې مې پوښتنه وکړه چې میږیان څرنګه ورک شول ، اهل مې راته وویل چې پخوایي اوریدلي وو چې میږیانو ته د څوتنو ښکاره ګنګهارانو نومونه ولیکې ، او داسې ورته  ووایې چې که له دې ځایه نه ورک کیږئ الله تعالی مو دقیامت په ورځ ددې کسانو په ډله کې را پاڅوه ، نو میږیان ورک کیږي ، ماشومانو په یوه کاغذ باندې په ګډه وډه املا  د فرعون ، قارون ، بوش  او اوباما نومونه لیکلي وو ، او ورسره یې زیاته کړې وه که چیرې له دې ځایه نه ورک کیږئ الله تعالی مو دقیامت په ورځ ددې کسانو په جم کې راپاڅوه ، لیک یې دمیږیانو دغار سره نږدې ایښی ، چې څو ساعته وروسته ورسره میږیان تري تم شوي دي .   

ماچې دا جریان واورید ، حیران یې کړم ، یوځل بیا دمیږیانو ځای ته ورغلم  که ګورم میږیان په رښتیا نه معلومیږي ، هغه لیک مې هم وکوت په رښتیا  هم دغه جمله او دهمدې څلورو کسانو ( فرعون ، قارون ، بوش  او اوباما )  نومونه پکې  لیکل شوي وو، په خپلو سترګو ددې حالت لیدو ولړزولم او د فکر  یوه  بې پایه ګرداب ته یې ورټیل وهلم .

میږیان دخدای تعالی مرفوع القلم مخلوق دی ، دقیامت په ورځ به له دوی سره حساب نه کیږي ، او نه  به په کوم کار باندې نیول کیږي ځکه دوی مکلف نه دي او نه ورته قرآني اوامر او نواهي متوجه دي ، که دوی ته څوک ووایي چې خدای دې دوزخي کړه ، نودا ښیرا به بې ځایه وي ، ځکه دوی ته دقیامت په ورځ عذاب او انعام نه ورکوي کیږي ، بلکې ابدا محوه کیږي .

مګر همدغه غیرمکلف مخلوق چې الله تعالی ورته دخپل عذاب انذار نه دی کړی او نه یې دقیامت له سختیو ویرولي ، انسان یې هم مهمل ، غیرمکلف ، لایعقل او کم مغزه مخلوق بولي ، خودالله تعالی فرمان ته دومره تابع دی ، د دیني ولاء او براء  قانون ته  دومره معتقد دی ، چې دقیامت په ورځ دکفارو ( فرعون ، بوش او اوباما ) په صف کې داحتمالي راپورته کیدلوتشه خبره هم نه شي قبلولای ، او له دې  نسبت څخه دځان ساتلو په خاطر خپله دخولې رزق پریږدي ، او بیا په هغه طرف باندې ګام هم  نه اخلي .

دغه خوار جسمه مخلوق چې موږ یې  کم مغزي دیوه ضرب المثل په حیث استعمالوو  د ولاء او براء ( دیني دوستۍ او دښمنۍ )  اصولو ته  دومره  ژمن دی ، چې د بوش او اوباما غوندې  دخدای تعالی دښمنان خپل دښمنان بولي ، او ددا ډول کسانو په صف کې دراپورته کیدلو له  یوه نامحتمل نسبت  څخه  هم ځان ساتي ، او په دې لاره کې د لوږې تر زغم پورې هر ډول قربانۍ ته تیار دی .

خو راشئ انسانانو ته  ، چې الله تعالی ورباندې دبل هرمخلوق په نسبت ډیر انعامات کړي ، الله تعالی داشرف المخلوقات  مقام ورکړی ، الله تعالی د ( ولقد کرمنا بني آدم . . . ) په خطاب  نازولی ، الله تعالی خپل  (عیال او بنیان) بللی ، الله تعالی دعقل نعمت  ، حواس او شعور ورکړی  ، الله تعالی دخپل فرمان حامل او دخپلو خبرو مخاطب  ګرځولی ، الله تعالی ترخپلو مقربو ملائکه وو هم  لوړ مقام ورکړی او د فرشتو قبله ګاه  یې ګرځولی ، الله تعالی ورته په قیامت کې بې پایه نعمتونه تیار کړي ، او په دنیا کې یې د ( خلق لکم ) په استناد  ټول دنیایي  اشیاء دهمدې انسان دنفعې او هوساینې لپاره پیدا کړي دي .

خو په دې ټولو نعمتونو او احساناتو ، عقل او پوهې سربیره انسان بیا هم دالله تعالی فرمان ته غوږ نه نیسي ، دالله تعالی دښمن ته دښمن نه وایي ، بلکې خپل دوست یې بولي ، دبوش او اوباما غوندې فرعوني کفار  او دالله تعالی سرسخته دښمنان  خپل دښمنان نه بولي ، بلکې د ددوستۍ په دریځ کې ورسره د سیاسي ، پوځي ، فکري ، ژورنالیستکي ، تبلیغاتي ، قلمي او عقیدتي خدمت دنده ترسره کوي .

های انسانه !

څومره بدنصیبه یې ،  آیا الله تعالی تاته نه دي ویلي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ .المائده  ۵۱ آیت –   ژباړه  –   اې مؤمنانو ! له یهودو او نصاراوو سره ملګرتیا مه  کوئ ، دوی په خپل منځ کې سره ملګري دي ، کوم مسلمان چې ددوی ملګرتیا وکړه هغه دهغوی له ډلې دی ،بې له شکه چې  الله تعالی ظالمانو ته  لارښوونه نه کوي .

انسانه ،دې مسئلې ته لږ ژور فکر وکړه ، غیرمکلف میږي ته یوه بې واکه او ګنهګار انسان ، په قیامت کې  له بوش او اوباما سره  دناممکنې راپورته کیدنې ګواښ وکړ ، میږي دخپلې خولې ډوډۍ وغورځوله ، او له دا ډول عاقبت څخه دومره وویریده  چې بیا یې په هغه خوا وه هم نه کتل ، بلکې د تل لپاره یې دالهي عذاب له ویرې هغه طرف پریښود .

مګر تاته  قادر مطلق اوخالق ذات الله تعالی وایي ، هغه الله تعالی چې په دې دنیا او اخرت دواړو کې درباندې  قدرت لري ، حساب درسره کولای شي ، او سزا درکولای شي ، هغه الله تعالی چې هیڅکله یې له حسابه نه شې خلاصیدلی او درته ویلي یي دي ( وان منکم الا واردها کان علی ربک حتما مقضیا )  داسې یو قادر او منتقم ذات درته وایي چې له یهودو او نصاراوو سره ملګرتیا مه کوه ، او که ورسره ودې کړه نو ددوی له ډلې شوې ، مطلب داچې بیابه  دقیامت په ورځ  د همدې بوش او اوباما په  صف کې راپورته کیږې او عاقبت به دې د هغوی غوندي وي

مګر انسانه  ! ته بیاهم ددې خبرې په حقیقت ځان نه پوه کوې ، لا دې هم  دامریکا او اوباما ددوستۍ لاس ټینګ نیولی دی ، په شکل داشکالو ورته خدمت کوې ، لا دې هم  ډالرو ته نس جوال کړی او له خولې یې نه غورځوې ، آیا له هغو میږیانو شرم نه دی په کار چې خپلې په خوله کې را اخیستي دانې یې  دالهي عذاب له ویرې او په قیامت کې  دبوش او اوباما په صف کې دراپورته کیدلو له ویرې  وغورځولې ، او دتل لپاره یې ددې روزي له ګټلو لاس واخیست  ، آیا دمیږیانو دا کار تاته  دانه درښیي چې نور دکفارو دغه ډالري چوپړ پریږدئ  او د رزق ګټلو کومه بله  طریقه غوره کړئ  ؟

بې له شکه  چې دغه ټوله واقعه تاسو ته خورا  لوی درس له ځانه سره لری او باید چې ترې عبرت واخلئ .

ګورئ  په دې کې هیڅ شک مه کوئ چې په دنیا کې په یوه شکل داشکالو دکفارو ملګرتیا ددې سبب کیږي ، چې په قیامت او ابدي ژوند کې مو برخلیک ترهغو پورې وتړل شي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي ( المرء مع من أحب ) دقیامت په ورځ به  هرڅوک دهغه چاملګری وي چې په دنیا کې ورسره محبت ساتي ، که تاسو دابهانه کوئ چې موږ له  اوباما او نورو کفارو سره محبت نلرو  یوازې ترې تنخوا نغدوو ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا خبره په یوه بل حدیث شریف کې په داسې الفاظو کړې ده ( من کثر سواد قوم فهو منهم ) څوک چې دکوم قوم ډله زیاته کړي  نو دهغوی له ډلې دی .  یعني په یوچا که دکفارو یوازې ډله زیاته ښکاره شي هم دا یوه نوعه له هغوی سره مرسته ده ، نو دهغوی له ډلې بلل کیږي .

په دې کې خو هیڅ شک نشته چې کفار هیچا ته هم مفت ډالر نه ورکوي ، او نه څوک دومره اوږده موده کفار تیرایستلی شي ، بلکې موږ وینو چې یهود او نصارا ستاسو استعدادونه  دخپلو ګټو لپاره  تروروستي حده  شپیلوي ، او دماشین غوندې کار درڅخه اخلي ، په داسې حال کې چې دکفارو په بیلابیلو سیاسي ، پوځي ، میډیایي ، تبلیغاتي او نورو مختلفو ادارو او لیکو کې  چې نفس ستاسو شتون دهغوی دډلې او پرسونل دزیاتیدو سبب ګرځي او په دې توګه تاسو دقیامت په ورځ دهغوی د برخلیک مستحق ګرځئ ، نو داچې ورته خدمت کوئ ، په دې کې هیڅ شک مه کوئ چې ددې وظایفو په دوام سره به دقیامت په ورځ دهمدې یهودو او نصاراوو په صف کې ولاړ یاست .

که دیوه مسلمان خواخوږي په صفت زما منئ ، راځئ له میږیانو یې زده کړئ ، او د بوش او اوباما  داخروي  ملګرتیا څخه دځان ساتلو په خاطر دغه  مرداره  ډالري روزي  پریږدئ ، زه په لوړه سره درته وایم چې الله تعالی به تردې روزي  ښه پاکه  او باعزته روزي درکړي دالله تعالی په خزانو کې ډوډۍ لږ نه ده ، دالله تعالی هیڅ مخلوق له لوږې نه دی هلاک شوی .

باور وکړئ  دا خبرې له زړه سوي درته کوم ، سره  له دې چې پښتانه دخپل کور خبرې بهر نه را باسي ، خو خدای شاهد دی چې ما له اوږده فکر نه وروسته داواقعه ځکه هوبهو ذکر کړه ، ترڅو د کوم مسلمان داخروي برخلیک د بچ کیدو سبب شي ، او کوم نازولی وجود د دوزخ په لمبو له سوزیدلو څخه وساتل شي .

والله علی مانقول وکیل

خالد افغان زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x