ورزش

افغانستان د جنوبي اسیا په سیالیو کې ۲۸ مډالونه ګټلي

نن ټکی اسیا (سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ سیالیو کې افغانستان د شپږو سرو زرو مډالونو په شمول ۲۸ مډاله ګټلي دي.

دغه سیالۍ د جنوبي اسیا د اتو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو ورشي څانګو کې د هندوستان په ګواتي او شایلانګ ښارونو کې روانې دي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې تر ۲۰۰ زیات لوبغاړو ګډون کړی دی او تر دې دمه یې په کشتۍ، تکواندو او وشو لوبو کې د شپږو سرو زرو مډالونو په شمول ۲۸ مډالونه ګټلي دي.

روح الله نیکپا چې د افغانستان لپاره یې په اولمپیک کې مډال ګټلی و، تېره ورځ په تکواندو کې پاکستانی او محسن رضايي هندی حریف مات کړل او د سرو زرو مډالونه يې وګټل.

همدا راز بل افغان لوبغاړي خیرالله لعلزاده په وشو کې د سرو زرو مډال وګټلو.

د جنوبي اسیا د لوبو رسمي پاڼې له مخې افغانستان تر دې دمه په دغو سیالیو کې پنځم او هندوستان د ۲۶۹ مډالونو په اخېستلو سره لومړی مقام لري.

په دغه لست کې سري لنکا دوهم (۱۶۴مډاله)، پاکستان درېیم (۸۱مډاله)، بنګلادیش څلورم (۵۹ مډاله)، نيپال شپږم (۳۷ مډاله)، مالدیف اووم (۳مډاله) او بوتان په اتم (۸مډاله) نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x