امنیتي چارواکي: د هلمند جګړې زور اخېستی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): په هلمند ولایت کې د لږ ځنډ وروسته یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او د ځینو ولسوالیو پراخې سیمي د طالب ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

په تېرو څو ورځو کې د هلمند ولایت په سنګین، موسی کلا او ګرشک ولسوالیو کې سختي جګړې رواني دي او د جګړې دواړو لورو ته د سر او مال زیانونه رسېدلي دي.

د سیمي څخه امنیتي سرچینو رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې د تېرو څو ورځو په جګړو کې تر ۴۰ زیات سرتیري وژل شوي او ډیر نور ټپيان دي.

د دریمي لواء د څلورم کنډک رییس ارکان «رحیم علي»

د ۲۱۵ قول اردو د دریمي لواء د څلورم کنډک رییس ارکان «رحیم علي»

تېره ورځ په هلمند ولایت کې د امنیت د ټینګښت اوپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان رسینو ته وویل چې د موسی کلا او ګرشک ولسوالیو ترمنځ د امنیتي ځواکونو مهم مرکز «فیضان کمپ» د طالبانو لاس ته لویدلی دی، په جګړه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمي لوا د څلورم کنډک رییس ارکان رحیم علي هم وژل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمپبل تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبانو د فیضان کمپ څخه ټانګونه او ځیني نور پوځي وسایط ترلاسه کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي په ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو څخه سر ټکوي او د مرکزي دولت څخه ژر تر ژره د جګړې د قابو کولو غوښتنه کوي، د شورا غړي وایې په سنګین، موسی کلا، ګرشک، مارجه، خانشین او نورو سیمو کې امنیتي ځواکونو ته د سر او مال درانه تلفات اوښتي چې باید مخنیوی یې وشي.

د ولایتي شورا غړو په ډاګه ویلي چې د هلمند ولایت په روانه جګړه کې طالبان برلاسه دي.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ سهار وختي په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو په سرتیري برید کې چې د زرغره وال ټانک وسیله یې ترسره کړی د ملي اردو ځواکونو ته د سر زیان اوښتی وو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي وه چې په برید کې یې تر دیرشو پوري عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي او همدرانګه یې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو څخه دوه پوستې او یو ماموریت نیولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د