نن په انځورونو کي

دولتي ځواکونه په بغلان کې ولسي کورونه ورانوي – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): په دې وروستیو کې په داسي وخت کې چې له یوې خوا یخ او واورو زور کړی، له بله اړخ د بغلان ولایت د ډنډغوري په ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو عملیات پيل کړي، چې له امله یې زیات شمېر ملکي تلفات اړولي دي. د بغلان ولایت مدني فعالان او همداسي د دغه سیمو قومي مشرانو په کابل کې غونډو ته ویلي چې د جنرال مراد علي مراد په مشري دولتي ځواکونه هلته په ډنډغوري کې د قومیت پر اساس نسل کشي کوي.

له سیمي څخه وخت په وخت نشر شوي انځورونه ښيي چې ملکي وګړو جوړ کورونه په توپونو لګېدلي، او پر اوسیدونکو نړیدلي دي. په دغه جګړو کې د زیات شمېر ولسي وګړو تر شهادت تر څنګ زیات شمېر نور ټپيان او له کورونو کډي کولو ته اړایستل شوي دي. چې د یخ او واورو له وجي د هغوی ژوند د استوګني د مناسب ځای د نه موجودیت له امله د ستونزو سره مخ دی.

انځورونه:

Dandghori (1) Dandghori (1) Dandghori (2) Dandghori (2) Dandghori (3) Dandghori (4) Dandghori (5) Dandghori (6) Dandghori (7) Dandghori (8) Dandghori (9) Dandghori (10) Dandghori (11) Dandghori (12) Dandghori (13) Dandghori (14) Dandghori (15) Dandghori (16)

د خپلو وګړو د امنيت تامين, د دولتونو اساسي دنده وي. زمونږ حکومت د خلکو کورونه داسې وران کړي دي.
دا ويډيو د بغلان د شهاب الدين د ډند ده چې دا مهال په کې د طالب ضد جګړه روانه ده. حکومت, کليو ته درنې وسلې درولي او د خلکو جونګړې يې په دې ساړه ژمي کې ورړنګې کړې.
خدای ج دې وکړي چې په ماڼيو کې ناست چارواکي يې وويني او د دې ناورين د درولو همت وکړي.

Posted by ‎Abdull Satar Saadat عبدالستار سعادت‎ on Saturday, February 6, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x