ورزش

د هند کرکټ لوبډلې سري لنکا څخه سیریز وګټلو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان کرکټ لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو په سیریز کې سري لنکا ته په ۲-۱ ماتې ورکړه او دا لړۍ یې وګټله.

د سري لنکا او هندوستان تر منځ د شل اورونو درېیمه سیالۍ کې هندوستان پچه وګټله او لومړی توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د هند لوبډلې دغه پریکړه په لومړي اور کې سمه ثابته شوه او روي چندره ایشون دواړه اوپنران وسوځول.

سري لنکا تر پایه ونه توانېدله چې شراکت جوړ کړي او وقفه په وقفه یې لوبغاړي سوځېدل.

د سري لنکا توپوهونکو کې یو لوبغاړی هم په دې ونه توانېد چې تر ۲۰ پورې منډې جوړې کړي. په لوبډله کې زیاتې منډې داسن شناکا ۱۹ او تسار پریرار ۱۲ جوړې کړې.

په مقابل کې د هندوستان وتلي ورو توپ اچونکي ایشون ۴ او سریش راینا دوه ویکټې واخېستلې.

د ۸۳ اسان هدف د هندوستان لوبغاړو د یوې ویکټې په سوځېدلو سره پوره کړ.

هندوستان د سیالۍ ګټلو سربېره د درې لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړله.

ایشون د څلور ویکټو په اخېستلو سره د لوبې او د سیریز ښه لوبغاړی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x