افغانستان

د تورخم پولې تړلو ګڼې ستونزې را ولاړې کړي

torkham 001له پرون سهار راهيسې د تورخم دروازه د پاکستانيو پوله ساتونکو ځواکونو له لوري تړل شوې ده.او زرګونه مسافرين د پولې دواړو غاړو ته تم دي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. له ګاونډي هېواد پاکستان سره پروت د تورخم سرحدي بندر کې پاکستان ته تلونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخامخ دي؛د ورکول شویو را پورونو ترمخه تر دې مهاله شاوخوا څلورو تنو ناروغانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دي.

مسافرین له ستونزو سخت سر ټکوي او په خبره یې چې که دوی پرېنښودل شي؛نو  لسګونه ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي .

ویل کېږي په لومړنیو قربانیانو کې درې يې ښځې او يو يې ماشوم و، ویره شته چې ښايي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

د يادونې  وړ ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت تېره اونۍ اعلان کړى و، چې په دغه هېواد کې د ټولټاکنو پرمهال به د تورخم او چمن دروازې وتړي خو دا چې ټاکنو ته شاوخوا لس ورځې نورې پاتې دي، نو ددوی اقدام ښایې ګڼې نورې ستونزې را ولاړې کړي.

په تېر کې هم څو څو وارې دغه دروازې تړل شوې او له امله يې يو شمېر ناروغان او ماشومان مړه شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x